افغانستان

چارواکي: طالبان د پوهنې بهیر پر وړاندې ګواښ نه دی

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۳مه ۱۳۹۴ل): د هلمند ولایت د پوهنې ریاست ویلي چې په دې ولایت کې طالبان ښوونکي هڅوي چې د ښوونځيو دروازې پرانیزي او زده کوونکو ته زده کړې ورکړي.

د سپوږمۍ راډیو د راپور پر اساس، د نوموړي ریاست رئیس «عبد المتین جعفر» څرګنده کړې چې په موسی کلا ولسوالۍ کې طالبان د پوهنې بهیر پر وړاندې ګواښ نه دي. د نوموړي په خبره، ځینو طالبانو هغه استاذان ګواښلي هم دي چې ښوونځیو ته له تلو او زده کوونکو ته له تدریس یې ډډه کوله.

ښاغلي جعفر زیاته کړې چې په دې وروستیو کې د نا امنیو له کبله د دې ولسوالۍ د یو شمیر تړل شوو ښوونځیو دروازې بیرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي.

طالبانو د هلمند موسی کلا ولسوالۍ تېره میاشت له څو ورځې پرلپسې بریدونو وروسته ونیوله چې دا مهال د طالبانو تر واک لاندې ده.

د پوهنې له بهیر سره د طالبانو د مرستې دغه راپورونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په تازه اختریز پیغام کې د هیواد د نوي نسل لپاره زده کړې یوه جدي اړتیا بللې وه او په خپلو پلویانو یې غږ کړی و چې «په خپلو سیمو کې د دیني او عصري تعلیم لپاره زمینه برابره او مرسته ور سره وکړي».

که څه هم طالبان تل د زده کړو د مخنیوي له تور سره مخامخ دي خو طالبانو وخت پر وخت دغه تورونه په کلکه رد کړي. څه موده وړاندې د طالبانو د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو کمیسون رئیس د دوی لخوا د ښوونځیو تړل د مخالفینو تبلیغاتي هڅې بللي وې او زیاته کړې یې وه چې د تعليمي ادارو ښوونکي او زده کوونکي ټول «زمونږ خپل خلک او د دې ملت بچیان» دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x