د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان

اردوګان د منی پېښه کې د سعودي پړ بلل په کلکه رد کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۳مه ۱۳۹۴ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې نوموړي د منی په خونړۍ پیښې کې د سعودي حکومت پړ او بې غوره بللی.

نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ یوې مطبوعاتي غونډې ته وکړې. اردوګان د سعودي چارواکو هغه هلې ځلې او کوښښونه وستایل چې د حج او عمرې مراسمو د نظم او ضبط لپاره یې ترسره کوي.

وړاندې یو شمیر ایران پلوو رسنیو د ترکیې ولسمشر رجب اردوګان له قوله راپور ورکړی و چې په منی کې د حاجیانو د مرګ ژوبلې پړه دسعودي حکومت په غاړه ده او باید د حج د تنظیم چارې د ټولو اسلامي هیوادونو تر سرپرستۍ لاندې ترسره شي.

خو ښاغلي اردوګان دا اوازې رد کړې او زیاته یې کړه:

«هیڅوک دا حق نه لري چې د حج مراسمو د سنبالښت پر بهیر نیوکې وکړي، زه ډاډه یم چې سعودي چارواکي د حاجیانو د خدمت لپاره تر خپلې وسې په ښه توګه خپل مسئولیت سرته رسوي».

باید وویل شي چې د اختر په لومړۍ ورځ د مکرمې مکرمې ختیځ ته په «منی» سیمه کې د جمراتو ویشتلو پر مهال د ټېل ماټېل د رامینځ ته کیدو له امله تر ۷۰۰ زیات حاجیان وفات او تر ۸۰۰ پورې نور ټپیان شول. خو داسې باورونه شته چې یو شمېر کړۍ هڅه کوي له دې پيښې څخه د سعودي حکومت پرضد سیاسي ګټې پورته کړي.

د راپورونو له مخې د ایران مذهبي مشر «علي خامنئي» او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سعودي حکومت د منی په خونړۍ پیښه کې پړ بللی او ویلي یې دي چې سعودي چارواکي باید د وژل شوو حاجیانو د مړینې مسئولیت په غاړه واخلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان ځلمی
میلمه
افغان ځلمی

د سعودی حکومت سل په سلو کی پړ دی : دا چه د سعودی عربستان ( چه د یوی کورنی له خوا ښخصی شوی ) د اسلام او اسلامی نظام اولنی ټاټوبی دی ، په ځانګړی ډول د دینی مراسمو ( د حج مناسک ) د پاره خو د سعودی حکومت باید ډیر مسولیت ومنی ، د حاجیانو د سفر ، اوسیدنی ، خوراک او تحفو اخستلو ځخه ډیر عایدات تر لاسه کوی که د هغو عایداتو لسمه برخه هم په هغه څه خرڅ کړی د دغسی فاجعو سبب کیږی څه به پیښ نه شی او حتی حاجیانو ته داسی… نور لوستل »

abuhanifa
میلمه
abuhanifa

زلمی صاحب. خکادخیتی لگیایی

khalid
میلمه
khalid

جنابه افغان ځلمی صاحب له خیټی ندی لګیا له خیټی ته لګیا یی افغان ځلمی صاحب بالکل واقعیت بیان کړی دی خصوصا د اردوګان په باره کی چی ځینو باکل ترینه هغه د پاکستانیانو خبره چوپا رستم جوړ کړی درحالیکه چی مازی لوده او پوډری ده امریکایان، ناټو او حتی اسراییل یی لکه نانځکه استعمالوی اما یوه خبره چی دلته حساسه ده او باید پرینښودل شی چی د عبدالله ابن سبا زآمن یعنی روافض لدینه د خپل ځان په ګټه سیاسی ګټه پورته کړی هغه په آینده کی دټولو اسلامی هیوادونو ترنظارت لاندی دحج د مراسمو سرپرستی ده چی داسی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ابوحنیفه لکه د ایزمیانو یا حزبیانو څخه متاثره دی ، دغه دوه ډلی د کنځلو او توهینی ځواپونو له ورایه معلومیږی ، د دوی د کنځلو او توهین څخه په ډاګه کیږی چه دوی له انسانیت او استدلال لیری پاتی دی او یا د خبل میدیا د پاره یی غیر مسلکی خلک استخدام کړی . د افغان ځلمی تبصره مونږ ولوستله ، په معقول استدلال تکیه لری ، که ابو حنفیه څه مخالف څه لرلی د ځلمی ورور استدلال یی باید په معقول ، انسانی او اسلامی استدلال رد او یا تایید کړی وی ، برخلاف ابو حنفیه صاحب د… نور لوستل »

Jamil
میلمه
Jamil

Afghan Zolmia;
Assalamoalaikum wrwb.
Aafareen sta par iman aw ghairat.
Wassalam.