نظــر

القاعده په نظر کی لری بیرته افغانستان ته راوګرځی

دالقاعدی یوه ویاند »آدم غدان« پر امریکا نیوکه کړیده او ویلی یی دی چی هغوی په نظر کی لری په اسلام عام قتل ګډ کړی . غدان د القاعدی د اوسنی مشر ایمان الظواهری په حواله ویلی دی چی د امریکا عام قتل پر مسلمانانو اوسی مهال په پوره زور روان دی . نن په افغانستان او یمن کی مسلمانان وژل کیږی ، سبا به په نیویارک او لاس انجلس کی مسلمانان په پټه اویا په ښکاره توګه له منځه وړل کیږی .

دا خبری القاعده ځکه خپروی چی دا اوګارنیزیشن نن ورځ شا و دیوال ته ولاړه ده او خپل نفوذ ورځ په ورځ له لاسه ورکوی . د القاعدی مشران په عربی نړی کی تغیرات تر نظر لاندی نیولی دی او ګوری چی په بعضو عربی هیوادونو کښی اسلامی پارټیو واکداری په لاس کښی اخیستی ده .

هغوی هیله لری چی په دغو هیوادونو کی به د اسلامی غورځنګونو سره لاس یو کی او د امریکا په مقابل کی به بیا نوی دریځ غوره کړی . دغو هیوادونو که څه هم تر اوسه یی واکداری پوره ثبات ته نده رسیدلی ، د القاعدی سره دلچسپی پیدا کړی ده او ایمان الظواهری ته یی بریښولی دی چی د هغوی پر وړاندیز به غور وکړی . له بلی پلوه وټوله نړی ته پوره جوته ده چی القاعدی په تیرو وختونو کښی داسی عملونه نه دی تر سره کړی چی هغه د عربی نړی ، مخصوصاً بیا د هغو واکدارانو چی پسله ډیرو کړاونو اوس تازه پر واکداری راغلی دی ، خوښ شی . نړی په دی ځای هم پوه ده چی په دغو اسلامی واکدارانو کښی داسی نظرونه شتون لری چی بیا هم د غربی نړی په مقابل کی سخت دریځونه غوره کول غواړی . شاید داکسان د القاعدی سره تړاو ټینګول وغواړی . خو دا کسان باید پوه شی چی د القاعدی کړنلاره همیشه داسی وه چی هغوی همیشه کوښښ کړی دی ، د نړی د ټولو مسلمانانو په استازی توب خبری وکړی . ددی مانا داده چی په عربی نړی کی به دا نوی واکداران هغه څه کوی چی القاعده غواړی . که هغوی دا کار ونه کړی نو بیا به نوری ستونزی را منځ ته شی .

د ایمان الظواهری ورور محمد الظواهری د امریکای تلویزیونی شبکی »سی این این« سره په یوه مرکه کی  وامریکا ته د اسلامی نړی په مقابل کی د اوربند وړاندیز کړی دی . هغه ویلی دی چی دداسی اوربند په بهیر کی به امریکا په اسلامی نړی کی له مداخلی لاس اخلی . په مقابل کی به اسلامی ګروپونه د امریکا پر تأسیساتو بریدونه بند کړی . امریکا باید اسلامی نړی پریږدی چی خپل ژوند داسی اختیار کړی لکه هغو چی غواړی او اسلامی غورځنګونه به پر امریکا او د هغو پر انډیولانو نیوکی نه کوی او نه به د هغوی اډی اوکلتوری مرکزونه تر برید لاندی راولی . خو سیاسی کارپوهان په دی اند دی چی القاعده پوهیږی چی امریکا داسی وړاندیزونه نه منی . هغو قصدااً دا وړاندیز رامنځ ته کړی دی په دی امید چی امریکا به یی رد کړی او القاعدی ته به بهانه جوړی شی ترڅو بیا پخوانی ځایونو ته لکه افغانستان ستون شی .

القاعده له خپله پلوه اوس هم د پاکستان په کوئیټه کښی د طالبانو د مشرانو سره اړیکی ساتی او له الظواهری نه زیاتی مشوری تر لاسه کوی . دامریکا په مقابل کی د طالبانو او القاعدی دریځونه پر دوو برخو ویشل شوی دی . طالبان په افغانستان کی امریکایان ټکوی او القاعده کوښښ کوی دننه په امریکا کی مسلمانان را وپاروی . په تیرو وختونو کښی څو څوځله خبر ونه خپاره شوی دی چی طالبان د امریکا سره د سولی خبرو ته چمتو والی ښکاره کړی دی . مګر دا سی خبرنه د طالبانو د مشرانو له خوا هیڅ وخت تائید شوی نه دی ، دا ځکه چی هغوی د امریکا غبرګون امتحاونول غواړی . دسیاسی کارپوهانو په اند د امریکا ولسمشر بارک اوباما تر اوسه دداسی وړاندیزونو په مقابل کی غبرګون نه دی ښودلی دا ځکه چی امریکا په خپل دوه اړخیزه سیاست کی بنده پاته ده . هغوی له یوه پلوه القاعده په لیبیا ، سوریه ، تونس او مصر کی د هغوی په انقلابی غورځنګونو کښی پیاوړی کوی او له بله پلوه په افغانستان او پاکستان کی د هغی په مقابل کی جنګیږی .

له بله پلوه دالقاعدی مالی پیاوړتیا اوس په زیاته اندازه کښته راغلی ده دا پدی چی د هغوی نفوذ په اسلامی ملکونو کښی کم شوی دی . نو ځکه کوښښ کوی چی بیا په دی هیوادونو کښی ځان ښکيل کړی په دی هیله چی بیا به وکولای شی و خپلی تروریستی ځالګیو ته لکه افغانستان او پاکستان ستانه شی .
 

احمدالله رحمانی – المان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x