«د وخت ارزښت او ساتنه» چاپ او «کیسې او پندونه» له چاپه راوتونکی دی

«د وخت ارزښت او ساتنه»

د علامه عبد الفتاح ابو غده د مشهور کتاب «قیمة الزمن عند العلماء» پښتو ژباړه د درېم ځل لپاره چاپ شو.

دا کتاب «محمد وزیر حامد» ژباړلی او د النور علمي ټولنې په تقریبا ۲۷۰ مخونو کې چاپ کړی دی. کتاب د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳م او دوهم ځل په ۲۰۰۶م کال کې چاپ شوی وه.

دا ځل په کتاب کې ژباړن مهمو لمنلیکونو ته هم ځای ورکړی او د کتاب په پای کې ژباړن يوه ضميمه (مل) هم ورزیاته کړې چې په کتاب کې د یاد شوو مشهورو علماوو او امامانو تفصیلي ژوندلیکونو ته ځانګړې شوې ده.

دا کتاب د پخوانیو علماوو په ژوند کې د وخت د ستر نعمت ارزښت بیانوي، او دا چې څرنګه کولای شو خپل قیمتي وخت له ضایع کیدلو څخه وژغورو او په ښه توګه ترې ګټه واخلو.

«د وخت ارزښت او ساتنه» کتاب د کابل، کندهار، کوټې، پیښور، جلال اباد، ګردیز او خوست له عامو کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کیدلی شي.

«کیسې او پندونه»

د ۱۵۰ دیني، اصلاحي، تاریخي، نبوي سیرت او پر ټولنیزو موضوعاتو لیکل شوو کیسو دا ټولګه د «محمد وزیر حامد» لیکنه ده.

د پښتو ادب د کیسو په برخه کې د دې کتاب ځانګړتیا دا ده چې په کیسو کې یې دیني، اصلاحي او ټولنیز موضوعات رانغښتي دي.

دا کتاب چې په روانه، معیاري او عامه فهمه پښتو لیکل شوی، په درېوو برخو ویشل شوی دی. لومړۍ برخه یې دیني او اصلاحي کیسو، دوهمه برخه یې د نبوي سیرت او اسلامي تاریخ کیسو، او دریمه برخه یې ټولنیزو کیسو ته ځانګړې شوې ده.

«کیسې او پندونه» په ۳۰۰ مخونو کې لیکل شوی او د النور علمي ټولنې له خوا یې د چاپ چارې بشپړیدونکي دي.

دا کتاب به په لنډ وخت کې له یادو کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کیدلی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د