ټولنیزه برخه

د نړۍ ګرميدنه (Global Warming)

ليکوال : استاد فضل الدين احسان

په تدريجي ډول د ځمکې د سطحې، سمندرونو او اتوموسفير ګرميدلو ته د نړۍ ګرميدنه وايي. ساينسدانانو ثابته کړې چې د ۱۸۰۰ ميلادي پيړۍ څخه ورورسته تر اوسه پورې د نړۍ په تودوخه کې زياتوالی راغلی او په راتلونکو کلونو کي به لا زياتوالی راشي. د محيط ساتنې نړیوالې اداري (EPA) د احصائې په اساس په تيرو ۱۰۰ کلونو کې د نړۍ تودوخه ۱.۴FO (0.8CO) په اندازه زياته شوې ده. وړاندوينه شوې ده چې په راتلونکو ۱۰۰ کلونو کې به د نړۍ تودوخه (2-11.5)Fo يا (1.133-6.42)Co زياته شي .د متحده ايالاتو د هر ډول الوتونکي ماشينونو حکومتي ادارې يا NASA د يو راپور له مخې د نړۍ مهمې ساينسي ادارې دې حقيقت ته رسیدلي چي د نړۍ ګرميدنه يو حقيقت دی او د نړۍ ۹۷% د اقليم ساينسدانانو ټاکلې ده او هم دي تجربې ته رسيدلي چی د نړۍ د ګرميدنې ميلان په طبعي ډول نه واقع کيږي بلکې د انساني فعاليتونو په نتيجه کې واقع کيږي .

د شنو خونيزو ګازونو تاثير :

د نړۍ ګرميدنه د شنو خونيزو ګازونو د تاثير څخه رامنځ ته کيږي کوم چې د ځمکی او د اتوموسفير د متقابلو اغيزو څخه رامنځ ته کيږي.دلمر وړانګې د اتوموسفير پواسطه د ځمکې په سطحه لګيږي او د جذب کيدلو وروسته په حرارت بدليږي او اتوموسفير ته بيرته انعکاس کوي. په اتوموسفير کي شین خونيزه ګازونه د اتوموسفير ۹۰% حرارت جذب کوي او بيرته ځمکی ته انعکاس ورکوي چې په نتيجه کې يې د ځمکې سطحه 15co ګرمه کړې او زمونږ د ژوند د اوسيدلو شرايط يې برابر کړی يعني که چيرې دا ګازونه په اتوموسفير کې نه وای نو تودوخه به د اوسنۍ تودوخې څخه 15CO څخه کمه وه او ژوند به سخت وو.

شين خونيزه ګازونه عبارت له CO2، CH4، N2O، H2O او CFCs څخه دي چې تر ټولو غالب او زيات خطرناک ګاز يې کاربن ډای اوکسايد (CO2 ) دی. په اتوموسفير کې ځينې کاربن ډاي اکسايد په طبعي ډول شتون لري لکه د صنعتي انقلاب نه پخوا د کاربن داي اکسايد اندازه په اتوموسفير کې 280ppm وه يعنې په تيرو ۸۰۰۰۰۰ کلنو کې د کاربن داي اکسايد اندازه په اتوموسفير کې 280ppm وه خو د صنعتي انقلاب نه وروسته د کاربن داي اکسايد اندازه په بي اندازې توګه زياته شوې او NOAA د احصائې په اساس د کاربن داي اکسايد اوسنی سرعت يا زیاتوالی د پخواني يخچالي دورې په نسبت ۱۰۰ ځله زياته ده .د ۲۰۱۳ ميلادي کال د مئ مياشتي د يو ساينسي راپور له مخې د کاربن داي اوکسايد اندازه د 400ppm څخه زياته شوې ده. د کاربن داي اکسايد ترټولو لومړی او ستر منبع د فوسيلونو (تيل، ګاز، د ډبرو سکاره او نور ) سوزیدنه ده چې د انساني فعاليتونو په نتيجه کې سوزول کيږي او دوهمه منبع د انسانانو په واسطه د ځنګلونو له منځه وړل دی ځکه چې ونې کاربن دای اکسايد په زياته اندازه جذب کوي او په اتوموسفير کې د کاربن داي اوکسايد اندازه کموي او په نړۍ کې د ځنګل غوڅونې په نتيجه کې په يو کال کې يو بيليون ټن کاربن داي اوکسايد هوا ته خارجيږي .

د نړی د ګرميدنې تاثيرات :

د نړۍ ګرميدنې تاثيرات د نړۍ په زياتو سیمو کې تر سترګو شوی دی د مثال په ډول د USGS د احصايي په اساس Montana Glacier National Park پخوا ۱۵۰ يخچالونه درلودل خو په اوس وخت کې يوازې ۲۵ يخچالونه پکي ليدل کيږي . سيانسدانانو ښودلې ده چې د نړۍ ګرميدنه د اقليم د بدلون سبب ګرځي چې د اقليم د بدلون څخه به په نړۍ کې شديد طوفانونه رامنځته شي. د کولمبيا د پوهنتون يو پروفيسر وايي چې شديدېبړبکۍ يا سمندري طوفان خپله انرژي د حرارتي بدلونونو څخه اخلي چې په نتیجه کې شديد طوفانونه، بړبکۍ او سيلابونه رامنځ ته کوي . د NOAA د احصائي له مخی د حرارت درجه ورځ په ورځ زياتيږي. په شمالي امريکا کې په ۲۰۱۲ ميلادي کال د ۱۸۹۵ ميلادي کال څخه وروسته دويمه زياته تودوخه لرونکی کال وو او د نړۍ په سطح د ۱۸۸۰ ميلادي کال څخه وروسته څلورم ګرم کال وو.

د نړۍ د ګرميدنې تاثيرات:

وژونکي حرارتي وړانګې: انسانان د نړۍ د ګرميدنې سبب ګرځيدلي او د وژنې امکانات يې دوه چنده کړې. وژونکو ګرمو وړانګو په ۲۰۰۳ ميلادي کال کې د جولاي او اګست په مياشتو کې يي په اروپا کې ۲۷۰۰۰ انسانان ووژل چي دغه اوړي داروپا د وچې په کچه په تيرو ۵۰۰ کلونو کې تر ټولو ګرم اوړی وو او د ګرمو وژونکو وړانګو پواسطه د نړۍ په کچه تر ټولو زياته مړينه وه. تودوخه، وچکالي او د ځنګلونو په خپله اور اخستنه د اروپا ځنګلي، بریښنايي او زراعتي سکتور ته ۱۳ بيليونه يورو تاوان اړولی دی. همدارنګه په هندوستان کې د ۱۹۹۸ ميلادي کال د اپريل او جون په مياشتو کې ۳۰۲۲ انسانانو د ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړل او شکاګو کې په ۱۹۹۵ ميلادي کال کې ۵۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

سخت بارانونه او سيلابونه : د موندل شوي معلوماتو له مخې د نړی ګرميدنه او د باران د اوريدلو پيښې په اوسنۍ لسيزه کې بي اندازې زياته شوې. د مثال په ډول په ۱۹۹۹ ميلادي کال کې داسی سخت بارانونه، د ځمکې ښويدنه او سيلابونه رامنځ ته شول چې په تيرو سلو کلنو کې یي ساری نه و لیدل شوی او ۳۰۰۰۰ انسانان يې ووژل .

وچکالي، ځنګلي افتونه او د ځنګلونو اور اخیستنه : د ۱۹۹۸-۲۰۰۲ ميلادي کلونو ترمنځ د زياتې ګرمۍ او کم باران له امله په شمالي امريکا، سویلي اروپا او سویلي او مرکزي اسيا کې زياته وچکالي رامنځ ته شوه کوم چې په تيرو ۵۰۰ کلونو کې تر ټولو زياته وچکالي اټکل شوې ده. عموماً د نړۍ په کچه ګرمي د ارام سمندر په لوديځې برخې او د هندوستان د سمندر په ګرمو اوبو پورې اړه لري.

حشرې به د نړۍ د ګرمیدنې نه پخوا په يخ موسم کې ځنګلونو ته تلل او هلته به يې ژوند تيراوو خو اوس وخت کې عموماً د نړۍ د ګرمۍ يا تودوخې اندازه زياته شوې ده او د حشرو ژوندي پاتي کيدلو ته يو خطر واقع شوی دی.

وچکالي، تودوخه او د حشراتو حملې د سخت ځنګلي اور ګرځيدنې سبب ګرځي. د مثال په ډول په الاسکا کې ۲۰۰۴ ميلادي کال د تيرو ۳۰ کلنو څخه تر ټولو سخت دځنګلونود اورلګيدنې کال وو چې د ماريلينډ د ساحې زيات ځنګلونه يې له منځه يووړل.

د سمندرونو د اندازې يا ساحې زياتوالی: د سمندرونو د ساحې زياتوالی د نړۍ د ګرميدنې يوه مهمه اغيزه ده. په ۲۰ پيړۍ کې د نړۍ د سمندرونو اوبه ۸-۴ انچو په اندازه جګې شوي چې د تيرو ۳۰۰۰ کلونو په نسبت ۱۰ چنده زياته ده . که چيرې د نړۍ د سمندرونو اوبه په دې اندازه جګيږی نو په راتلونکي ۲۱ پيړیو کې به د نړۍ د ۱۵ غټو ښارونو څخه ۱۱ غټ ښارونه د نيويارک، ټوکيو، ممبئ په ګډون د سمندرونو د اوبوڅخه لاندی راشي .

د انواعو د لړيو انتقال او بدلون او کلني دورانونه :د کبانو او تي لرونکو څخه تر ونو او ښو د ۱۴۰۰ څخه زياتې نوعې تجربه شوي چې په دغو نوعو کې د ۸۰٪ څخه زياتو نوعو د ټيټ عرض البلد څخه لوړو عرض البلدونو ته مهاجرت کړی. د دغو ټولو انتقالونو يا مهاجرتونو يواځنی عامل د نړۍ ګرميدنه ده چې د وخت په تيریدو سره به شديد ايکالوجيکي او اقتصادي بدلونونه رامنځ ته کړي لکه د موجوده سیمو څخه د کبانو له منځه تلل دي.

د ناروغۍ خپريدنه :

د تودوخې او حرارت درجې زياتوالی ددې سبب ګرځي چې د ناروغيو انتقالونکي په خاص ډول خوله لګوونکي او غوماشي ژوند ته پر مختګ ورکړي او شايد د غوماشو هغه وخت په کوم کې چې دوی ژوند کوي اوږد کړي او همدارنګه په مکسيکو، کولمبيا او راوندا کې د نړۍ د ګرميدنې څخه مخکې د استوائي ناروغيو کوم تاثيرات نه ليدل کيدل خو په اوس وخت کې د تودوخې دزياتوالی پواسطه د استوائي ناروغيو (ملاريا، ډينګي تبه او ژيړه تبه ) خپريدنه زياته شي.

د نړۍ دګرميدنې مهم تاثيرات مي پورته ستاسو حضور ته وړاندي کړل هیله لرم چې خوښ شوي مو وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ماسونیستان یا نړیوال یهودی ماسونیزم ( امپریالیزم ) غواړی چه د نړی نفوس څلورو بیلونو ته راښکته کړی ، نو د ګرمی زیاتوالی د هغوی د دی فرضیی او پلانو سره مرسته کوی

ذبیح الله

هو بیانزی صیب !!!! دغه د Illuminati (فریمیسیون) چې په اصل کې zionists دي پلان دی چې د دنیا نفوس د ۷۰۰۰ میلونو څخه ۵۰۰ میلونو ته او یا له دغه تعداد څخه هم راښکته کړي ، دوۍ (زیونیسټان) په ځمکه باندې د اتومي جنګ پوره نقشه جوړه کړې ده او د خپلو هغو کسانو چې په رسمي توګه ددې تنظیم برخه ده او هم د شیطان لعین عبادت کوي د دوۍ د بج کیدو لپاره يې د امریکا په هیواد کې د ځمکې لاندې د سلو (۱۰۰) څخه زیات ښارونه جوړ کړي دي چې په هر ښار کې په… نور لوستل »

فضل الدين

ښاغلی استاد بيانزي او زبيح الله صاحب ستاسو نظر د ستايلو وړ دی خو سره ددی دوی خپله يعنې پرمختللي هيوادونه ددې مشکل سره مخ دي او په تيرو اونيو کې هم اوبا په صنعتي هيوادنو غږ ګړي چې د نړي ګرميدنه کمه کړۍ او دوي د نفوسونو د کمولو لپاره ډيرې لارې پکار اچولي لکه په اروپايي او امريکايي هيوادونو کې د زياتو ماشومانو په رامنځ ته کولو بنديزونه ،د نړۍ په وروسته پاتي هيوادونو کې جنګونو ته لمنه وهل ، د مرضونو نشر کول په وروسته پاتي په خاص ډول په اسلامي هيواونو (افريقايي) هيوادونو کې د مرضونو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x