نظــر

سياف لکه چې د خپلو تېروتنو کفاره اداء کوي!!

sayaf4څو ورځې وړاندې می دطلوع تلویزون څخه دسیاف په خوله داسې یوڅه

واوریدل چې وډارېدم،دا ويره راسره پيدا شوه چې له دې زیات نور څه وانه ورم ،هغه څوک چې الله جل جلاله او رسول اکرم صلى الله عليه وسلم د حقې لارې ښوونکی ځانونه بلل مونږ ته به یی دمسلمانانو دښمنان راپېژندل نن دډالرو او چوکۍ لپاره ډېر ورغاړې وتل، په دوستۍ څه چې په ورورګلوۍ او بادارۍ يې ونيول،په محبت کې يې دومره غرق شول چې هڅه کوي د يرغلگرو کفارو څخه دفاع  په موخه پخپله  ناپاکه خوله داسې چټيات ووايي چې د خپلو بادارانو په خلاف د افغان مجاهد ولس کرکه، نفرت، او راپارېدلي احساسات د شکوک  اوشبهاتو په ډنډ لاهو او د بري په درشل ولاړ جهاد د خنډ او ځنډ سره مخ کړي، خو د خداى جل جلاله په فضل به د نور کله په څېر دا وار هم د يرغلگردښمن سره د هغه د مزدورانو او غلامانو خولې له ايرو ډکې شي!

 په دی ویډیو کی په  پوره ډول د شيطانانو د استاد سياف دهغه څرګندونو څخه سړی خبری دای شی چې د احمدشاه مسعود د تلين په مناسبت يې په کابل کې په جوړه شوې غونډه کې کړي چېخورا دشرم،بې غيرتۍ ، په دینی نصوصو ملنډی وهل او دخپل خواهشاتو مطابق یی تحلیلول او دډیرو نورو څخه انکارکول، دسياف څرګندونو په دين او وطن مينو افغانانو احساسات راپارولي، او د شيطانانو داستاد دامزخرفې خبرې چې د صليبي يرغل په مقابل کې په جهاد بوخت مجاهدينو په اړه کړی ټوله ته به جوته شوی وي؟ هغه خو د مسعود د جنازې په مراسمو کې ویلي و چې د مسعود مړینې زه یتیم کړم .نو خامخا به دپلار په تلین کې داسې خبرې کوي یواځی دومره وایم چې:
د ناټو د کمزوری کیدو او له افغانستانه دوتلو له پلان سره داسې معلو میږي چي د دغ تش په نامه جهادي مشر او په زړه کې دأبی ابن سلول کردار ادکوونکی پښې په لړزه راغلي، اوسنی جنګ د اشغال پر ضد نه بلکې خپل ځان ته متوجه ګڼی، له اشغاله وروسته د افغاني جنګ خبره کوي او دلیونیوپه څیر او یاخو ښه چې پوهیږی قصدا داسی بکواس کوی.
ده د ناټو په موجودیت کې ښې مزې وکړي، حکومت، ملی اردو، امنیت ملي، بانکونه، ځمکې  او هر څه یی چور کړل،دشهیدانو دوینو سره خیانت یی وکړه او دی دافغانستان دورانولو او خرڅولو اصلی عامل دی!
ریښتیا چې حیا دایمان یوه مهمه برخه ده کله چې انسان رخصتی واخل هغه بیالکه دافغانستان دأبی ابن سلول سیاف هرڅل ویلای شي او کولای شی ، او داباید ټوله ته جوته شي چې سياف شرم نه لري حیایی ختمه شوی ده نو ګیله تری مه کوی امريکايانو د ده کور تالاشي کړ او دى يې بې عزته او سپک کړ، له هغې سره دې بيا هم د امريکايانو غلامي کوي، د دې وجه دا ده چې امريکايان ده ته د کال ١٦ ميليونه ډالر ورکوي.:
یوه ورځ می په پغمان کې ترې پوښتنه وکړه چې امریکایانو ستادکوردپا سه پوسته ولی جوړه کړی؟ ځواب یی داوه چې صاحب داخو یی زمونږ دسیکورټی لپاره جوړه کړی. لعنت دی ستاپه دی ځواب ته دومره بی حیثیت او بی ارزښت او دیوالی ښکارشوی چې اوس ستادکورنۍ غړی هم لاستادحفاظت ساتلوتیار نه دی پغمانیان خو لاپریږده!!!! چې ټول عمر دې دچرسودلوګې پور ورسره څښلی، امریکایانو دایواځی ددی لپاره جوړه کړی چې ستادکور دهرفردپه ازاده ډول ننداره وکړای شي .
د ده په اړه ما ته یو کس چه سیاف له نژدې پیژني وویل ، د سیاف د اعمالو او ګفتارو داسې ښکاري چه په خدای جل جلاله عقیده نلري بلکه ماتریالیست دی .
هغه کس دا هم راته ويلي چې دوه کسان بی تالاشۍ د امریکا سفیر ته ورتلای شي چه یو کرزی او بل سیاف  دی . یو بل کس راته وویل سیاف که سل کاله ژوند وکړي نو بیا به هم سل کاله شیطانت او منافقت ته دوام ورکوي..
جناب سياف خبری به سپینه کوو!!! د روسانو پرضد ستا جهاد هم د الله درضا او د هېواد د آزادۍ لپاره، نه بلکې د خيټې د ډکولو لپاره ؤ . هغه مهال دې په هغې نوم ډالر پيدا کول اونن د اشغالگرو د دفاع په نوم د يو تکړه غلام په څير ديرغلگرو ترڅنگ روان يې . او له هغه چا څخه دفاع کوى، چې ستاپه خاوره، دين، حيا، او ناموس بلوسيدلي د هغه چا څخه خوابدى يې  چې د اسلام د سپيڅلى دين د سرلوړى اودهېوادد آزادى او د افغانانو د تير برم د بيا را ژوندى کولو لپاره په نه ستړى کيدونکى مبارزه او وسله وال جهاد بوخت دي لږد خدايه او لدې خپلې څيرې وشرميږه ته او امريکايان چې يوه ميز ته سره ناست ياستۍ رښتيا ووايه چې ځان درته څنگه ښکاري ..  ملت دې پرى قضاوت وکړي …
سيافه: دا جگړه خو افغانانو نه ده پيل کړى بلکې دبهرنيانو لخواپه افغانانو تپل شوى ده او پدې خاطر چې د افغانانو آزادى، وطن او عقيده وتروړى نو پداسې حال کې دا جگړه د بهرنيانو پر ضد نه ده نو د چا پر ضد ده ؟؟؟ افغانانو دا جگړه د خپل هېواد، ناموس او عقيدى نه ددفاع په خاطر د بهرنيانو پرضد پيل کړى ده .. دا د افغانستان پرضد نه بلکې د اشغالگرو بهرنيانو پرضد ده …..

خو زه خوښ په دې يم چې زما په ذهن کې به تل دې پوښتنې سر راپورته کاوه چې څه شول زمونږ د پېښور د جهادي ليډرانو هغه شعارونه چې په ټولو اسلامي هيوادونو کې به يې د اسلامي نظام د قايمولو لپاره وهل؟ څه شوې هغه لاپې چې د تېر اسلامي برم د بيا را ژوندي کولو لپاره به يې کولې؟ او څه شوې هغه د شرق او غرب د غلامۍ نه منلو ډنډورې؟ دا هر څه يواځې د دوى د ګټو او زمونږ د تير ايستلو لپاره وو او که خپلې هغه لاپې اوس د يهوديانو او نصرانيانو په مرسته پوره کوي؟!! او که نه دا اوس چې په کوم مقام ولاړیی، څه کوي او څه وايي دا خو به د هغه لاپو شاپو کفاره نه وي چې اداء کوي يې؟؟؟
د شيطانانو استاد خو په افغانستان د امريکا په مشرۍ د نړۍ د ټولو صليبيانو او يهوديانو يرغل جايز وگرځاوه او د يرغلگرو په خلاف بر حق جهاد ته يې د افغانستان په ضد د جگړې لقب ورکړ، د ډالرو او چرسو نېشې دومره په هوا کړى و چې احتمال و،د بدر، احد او هغه نورو غزاگانو ته چې د اسلام د ستر پيغمبر او يا هم خلفاى راشدينو په وخت کېد همدغو کفارو په خلاف تر سره شوي نور نومونه کښې نږدي، ځکه کفار تل د مسلمان په نوم د خپل غلام د خولې څخه د همداسې بې ځايه او پوچو تبليغاتو او فتوو راويستو په لټه کې وي، سياف هم د هجرت پر مهال د کفارو پر ضد دخپلو ويناوو کفاره اداء کړه، او روان جهاد يې د بهرنيانو پر ضد نه د افغانستان په خلاف وباله، خو کاشکې چې د شيطانانو دغه استاد له دې وينا څخه مخکې دومره فکر کړى وای  چې غربیان مسلمانان خو لا پرېږده په افغانستان د صليبي لښکرو يرغل ته په کوم نظر گوري؟ بلکې غربي ناقدين او څيړونکي هم د امريکا د دغه يرغل خلاف او دا يو ناوړه، غيرانساني اوبې رحمه عمل گڼي او په کلکه يې محکوموي.

خو سياف چې د مسلمانۍ دعوه کوي، ځانته افغان وايي د بې ٥٢ الوتکو او ټانکونو په بدرګه راغلي کفار په حقه اومجاهدين په ناحقه گڼي،د خپل ولس د هغو ټولو ماشومانو ميندو، خويندو، سپين ږيرو او ځوانانو دوينو د بهولو څخه سترگې پټوي چې هره شيبه دهيواد په بيلابيلو ښارونو ، کليو او بانډو کې د امريکا او ناټو په نوم د راغليو کفارو په لاسو بهول کيږي.
زه خو وايم د غلام سياف په شتون کې امريکا ته د خداى وهلى هالبروک او گروسمن هيڅ ضرورت نشته په سيمه کې دځانگړي تکړه غلام استازی  په توگه به د دوى لپاره د سخت دريځو يهوديانو او نصرانيانو څخه  هم زيات خدمت وکاندي.
جمال بدوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x