
رنګينه پاڼه – نظام کندهاری
شاعر: نظام کندهاری
لږ احساس خو دې پيدا کړه په سينه کې
ځان ته ګوره د وجــــدان په آئينــه کې
دا دنيــا خو د عُقبٰی بــام ته زینه ده
خـلک نکـوي خـوبـونـه په زینه کــې
ته ويده يې ستا د ننګ شمـله پردي وړي
لکه نه چي لـــرې تريخَی په اِينـــه کې
ځان قربان کړه د ملالـې ” يا قربـان ” ته
د نــر خوی به وي ضرور په نارينــه کې
تلخګۍ ترې مسلــسلـــې را بهيــــږي
شيرني نشتــــه د ژوند په سرچينـه کې
د تاريـــــخ پاڼه په وينـــو ليکل کيـږي
نوم دې وليکـــه دې پاڼه رنګينـــه کې
د نظام دا اخيـــري جملـــــه هـم واوره
غافـــــل نشې مساعـــده زمينـــه کې