افغانستان

اشرف غني: پاکستان په نا اعلان شوي جنګ اخته دی

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۴مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د قومي شوراګانو له استازو څخه وغوښتل چي د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ودریږي او په خبره یې، د امنیتي ځواکونو د سرښندنو قدرداني وکړي.

نوموړي دا خبرې نن په ارګ کې د قومي شوراګانو له مشرانو او استازو سره د اختر مبارکۍ په مناسبت یوې کتنه کې کړي.

اشرف غني د دیني علماوو اهمیت ته هم اشاره وکړه او د حکومت او ولس په نږدې کولو کې د دیني علماوو رول مهم وباله. نوموړی تل په خپلو څرګندونو کې حکومت د دیني علماوو ملاتړ ته اړمن بولي.

هغه په دې کتنه کې په سولې هم غږیدلی او ادعا یې کړې چې د سیمې او نړۍ په کچه یې د سولې په برخه کې کوښښونه بریالي دي او خلک یې قانع کړي دي. خو په دې اړه یې نور تفصیلات نه دي ورکړي.

اشرف غني په خپلو څرګندونو کې ګاونډي هیواد پاکستان له څوارلسو کالو راهیسې په افغانستان کې په یو «نا اعلان شوي جنګ اخته» ګڼلی، خو نوموړي په تېرو څوارلسو کالو کې پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل یادونه نه ده کړې.

د کار پوهانو په وينا د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د افغانانو له تاریخ او د سیمې له سياسي جغرافيې سره هېڅ بلدتيا نه لري نو ځکه یې په دې ګومان چې د امریکا پر وړاندې جنګیدونکي افغانان د پاکستان تولید دي، د واک په لومړیو میاشتو پاکستان ته تر بل وخت زیات امتیازات ورکړل خو په مقابل کې هیڅ د پام وړ لاسته راوړنه نه ده درلودلی.

د کرزي په شمول د هیواد نور پخواني دولتي چارواکي او سیاسي کارپوهان په دې نظر دي چې د ګډ حکومت بهرني او کورني سیاستونه د امریکا، پاکستان او نورو هیوادونو په لاس کې لوېدلي، چې له کبله یې د ګډ حکومت مشر داسې ښکاري لکه په ارګ کې چې د امریکا او ګاونډيو هېوادونو یو مامور وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x