نظــر

اوسني مسلمان مشران

oic in makkahپه امریکا کې څو تنو د اسلام د ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه یو ویډیويي فلم خپور کړی، چې په کې د دوو جهانونو سردار ته سپکاوی شوی دی، د کله نه چې دا فلم خپور او په ځینو هیوادو کې لا هم  په ټولنیزې شبکې یو ټیوب کې موجود دی، د هغه وخت راهیسې په یو شمیر هیوادونو کې مسلمانانو په لاریونو باندې پیل کړی دی، چې په ځینو هیوادو کې یې ښې لاسته راوړنې درلودې، په لیبیا کې یې د امریکا سفیر د خپلو دریو ملګرو سره وواژه، په افغانستان کې هم څو ځایه داسې حملې ددې ناوړه عمل په مقابل کې وشوې، چې لویدیځوالو ته یې زیات زیان واوښت. په پاکستان، تونس، سوډان، اندونیزیا، استرالیا، مصر او نورو هیوادو کې یې د امریکا او نورو اروپایې هیوادو په سفارتونو باندې حملې وکړې او په اور یې وسوزولې.

    دا هر څه عامو مسلمانانو وکړه، د خپل لارښود د سپکاوي په مقابل کې هر څه ته چمتو شول، همدا عام مسلمانان وه، چې په امریکایې سفارتونو یې حملې وکړې او هغوی یې سخت وار خطا کړه، ان چې د امریکا ولسمشر، بهرنیو چاورو وزیرې، د اروپایي ټولنې مشر او نورو ګڼو غربیانو یې په مقابل کې د مسلمانانو نه د زغم غوښتنه وکړه.

    خو ددې په مقابل کې بیا مسلمان مشرانو څه وکړل؟؟؟ هیڅ هم نه، ټول چپ دي، هیچا هم څه ونه ویل او ویلی یې هم نه شي، ځکه چې دوی ټول خپله بقاء او پایښت او خپل ژوند او مرګ د امریکا په لاس کې ویني، باراک اوباما ځینو مسلمان مشرانو سره په ټیلیفون باندې خبرې وکړې، ځینو هیوادو کې یې سفیرانو د مسلمان مشرانو سره وکتل او تر دې پورې چې اوباما په ډاګه په خبري کنفرانس کې د اسلامي هیوداو د مشرانو نه وغوښتل چې په خپلو هیوادو کې د امریکایانو خوندیتوب ته زیاته توجه وکړي. په ټولو یې غوږونه تاو کړل او د لاریونو د پیل سره سم هر هیواد خپل عسکر د امریکا او لویدیځوالو هیوادو سفارتونو ته ور سیخ کړل، ټول ځایونه یې په خپله ولکه کې واخیستل او د هغه چا امنیت یې ساته، چې د دوی پیغمبر ته یې ډیر توهین کړی وه.

    دې هسې تش په نامه مسلمان مشرانو؟ بیا ددې نه وروسته په خپلو هیوادوالو پسې راوخیسته او ټول زندانونه یې د مسلمانانو څخه ډک کړل، دا چې د دوی ګناه څه وه، تاسو ټول پرې خبر یاست، چې دوی څومره لویه ګناه کړې ده؟؟؟

    داسې رپوټونه به مې چې واوریدل، ډیر سخت به ودردیدم، چې دوی مشران چې نن یې واک په لاس کې دی، دوی ولې، هیڅ عکس العمل نه ښیي، ایا د دمسلمان لپاره ددې نه بله لویه بې غیرتي شته، چې د داسې یو عمل په مقابل کې دې دوی چپ پاتې شي؟؟؟

    هغه د ابوالحسن ندوي رحمه الله خبر به مې ډیره فکر ته راتله، چې ځینې هغه کسان چې واکمن تیر شوي( یا نن واک او قدرت په لاس کې لري)، دوی حقیقي مسلمانان نه دي، په دوی پورې د مسلمان نوم تړلی او یا یې خپله خپل ځان د اسلام د مبارک نوم پورې نښلولی دی، کنه د دوی کارونه او عملونه د اسلام د سپیڅلي دین نه ډیر لیرې دي.

    د اسرائیلو او د خلیج د درې اویایم (۱۹۷۳) ز کال په جګړه کې، چې امریکا، انګلیس(خبیث) او فرانسې په ښکاره ډول د اسرائیلو ملاتړ څرګند کړ، نو په مقابل کې یې عربي هیوادو امریکا ته خپل ټول صادره وونکي تیل بند کړل؛ نو د څو ورځو نه وروسته په زیاتره لویدیځو هیوادو کې د تیلو له وجې هر څه په ټپه ودریدل او امریکا بیا عربي اسلامي هیوادو ته په ګونډو شوه.

    همدا څه موده مخکې، کله، چې د امریکا په ډرون حمله کې په وزیرستان کې ۲۳ پاکستاني عسکر ووژل شوه، نو؛ پاکستان سمدلاسه خپلې ټولې سفارتي اړیکې د امریکا سره پرې کړې. افغانستان ته تلونکې د ناټو اکمالات یې ودرول او خپله ناراضتیا یې امریکا ته وښودله.

   اوس پوښتنه داده، چې همغه عرب، چې پرون یې تیل په لاس کې وه، ایا نن یې په لاس کې نه لري؟؟؟.  دوی کولای شي، چې د څو ورځو تیلو په بندلو سره امریکا مجبوره کړي، چې بښنه وغواړي، هغه مردار شخص محاکمه کړي او نور ډیر کارونه په لویدیځ باندې کولای وکړي.

    همداسې د پاکستان حکومت ( د ځینو په خبره، چې ځان د عجمو مسلمانو مشر ګڼي) هم همغه حکومت دی، بدل شوی نه دی، پرون یې د خپلو څو عسکرو د وژلو لپاره د امریکا سره خپلې سفارتي اړیکې پرې کړې، خو؛ نن د پاکستان د بهرنیو چاره وزیره حنا رباني کهر په امریکا کې ده او د پاکستان لپاره د چندې راټولولو لپاره د خپلو امریکایې بادارانو سره په خبرو لګیا ده. همداسې ګڼ اسلامي هیوادونه شته، چې هر څه کولای شي، ( د تیلو بندولو، سفارتي اړیکو په شلولو سره ټول لویدیځ اسلامي نړۍ ته سر ټیټولی شي) په وس یې هم پوره دي، خو؛ افسوس چې خپلې دندې مو په صحیح ډول سرته نه دي رسولې دي.

  دا ټول غلام او ذلیل مشران به د امت په راتلونکي تاریخ کې په بد او تور نوم سره یاد شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x