حاجیانو د حج مراسم بشپړ کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۴ل): مکې مکرمې ته تللو حاجیانو تېره ورځ د حج مراسم بشپړ کړل او دا مهال له سعودي عربستان څخه خپلو هیوادونو ته د ستنېدو تابیا نیسي.

د سعودي امنیتي چارواکي وايي چې د حاجیانو په ښه توګه ستنېدو بهیر ته یې کلک چمتووالی نیولی. د سعودي د ملکي دفاع ادارې ویلي چې له «منی» څخه د وروستي حاجي تر تګه پورې له هر ډول پیښو سره مقابلې ته چمتو دي.

زرګونه حاجیان چې تېره ورځ یې د جمراتو ویشتلو مراسم بشپړ کړي او له بیت الله شریف څخه وداعي طواف سرته رسولی و، نن له مکې مکرمې څخه د مدینې منورې پر لور د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسجد د زیات په موخه خوځیدلي دي.

د سعودي د اړوندو ادارو د تخمین پر اساس به ښايي پنځه نیم لکه حاجیان له سعودي عربستان څخه تر بېرته ستنېدا وړاندې د نبوي مسجد زیارت وکړي.

له بلې خوا د سعودي عربستان د اوقاف او اسلامي چارو وزات اعلان کړی چې هر تلونکي حاجي ته به د قرآن کریم یوه نسخه (مصحف) د سوغات په ډول ورکوي. نوموړي وزارت ویلي چې د مصاحفو ۲ ملیونه نسخې یې په همدې موخه چاپ کړي.

په مکه مکرمه کې د دغه وزارت د مصاحفو د وېش مسئول «طلال بن احمد العقیل» زیاتوي چې د هیواد په ټولو هوايي او ځمکني بندرونو کې به هر حاجي ته د قرآن کریم یو مصحف او د «حاجي سوغات» یوه کڅوړه د تحفې په شکل ورکوي چې په کې څلور اسلامي کتابونه او د دیني درسونو یوه ټیکلې (CD) ایښودل شوي دي.

سږکال تر ۲ ملیونو زیاتو مسلمانانو د حج فریضه ادا کړه، چې په کې نږدې ۶ لکه حاجیان د سعودي خپل اوسیدونکي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د