افغانستان

طالبانو دشلګر داربکیو دوه مهم قومندانان له منځه یووړل

 

له غزني څخه  خبري رسنۍ راپور ورکوي  چې ددې ولایت داندړو ولسوالۍ په  اربکیانو باندې  نن سهار وسلوالو طالبانو برید کړی چې په ترڅ کې یې دشلګر په کونسپ کلي کې داربکیانو یو مهم مرکز له  منځه وړل شوی دی .

طالبانو ویلي چې په برید کې یې ددوو قومندانانو په ګډون اته اربکیان وژلي دي ،۴  ميله راکيټ ، ۲ ميله پيکا ماشيندار ، ۸ میله کلاشينکوفونه ، ۲ پايي مخابرې ، ۶ عرادې موټر سايکل او ډير نور مهمات یې ترې نیولي دي ، او دیوه مهم مرکز په ګډون یې دری پوستې هم ورسوزولي دي .

دپژواک خبري اژانس له قوله اربکیانو هم  منلې چې دوه قومندانان یې وژل شوي دي ، وژل شوي  محمدالله یرغل او جان محمد مستانه یاد شوي ، چې دوی دواړو په شلګر کې داربکیو  مهم کسان وو ، محمدالله  دشلګر داربکیو دبنسټګرانو  عبدالمالک او رحمت الله د اکازوی وو ، چې درحمت الله  له تیښتې وروسته  یې په شلګر کې داربکیانو جنګي قومنده په غاړه وه .

جان محمد مستانه چې به شلګر کې په بي حیایي او لوچکۍ سره ډیر مشهور وو په  وژل کیدو سره یې دسیمې خلکو دارامۍ احساس کړی ، ویل کیږي  چې له نوموړي څخه دکونسپ کلي خلک سخت  په تنګ شوي وو .

په شلګر کې  په اربکیانو دا مرګونی وار په داسې حال کې  ترسره کیږي ، چې په درست هیواد کې داربکي لنډغرو اساسي زوال پیل شوی دی ، په تیرو څو هفتو کې په بادغیس ، هرات او ګڼو نورو سیمو کې لسګونه اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي دي .

ټوپکي او قلمي اربکیان دامریکایي یرغل هغه ناخلفه نسل دی ، چې دکرغیړنو کړنو له امله یې اوس دکابل حکومت  او امریکایان هم خپل کسان نه بولي او بې مسؤلیته  جګړه مار یې نوموي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x