شاکر عامر

ګوانتنامو: برتانوی بندي برتانیې ته استول کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۴ل): امریکايي چارواکو ویلي چې د کیوبا د ګوانتنامو ټاپو په امریکايي اډه کې بندي برتانوی «شاکر عامر» به له زندان ازاد او د برتانیې هیواد ته ولیږدوي.

۴۶ کلن شاکر عامر له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په دغه زندان کې بندي دی. نوموړی چې له آره سعودی خو د برتانیې تابعیت لري، په ۲۰۰۲م کال په افغانستان کې له القاعدې سره د تړاو په تور ونیول شو. شاکر عامر له القاعدې سره خپل تړاو ردوي او له خپلې کورنۍ سره په افغانستان کې د اوسېدو موخه «مرستندویه چارې» ګڼي.

که څه په ګوانتنامو کې امریکايي محکمې شاکر عامر ته په ۲۰۰۷م کال کې برائت ورکړی و، خو نوموړی بیا هم ۸ کاله په دغه زندان کې پاتې شو.

د نوموړي مدافع وکیل «کلایو سټافورډ سمیت» د امریکايي چارواکو د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې د ترسره شوې معاهدې پر اساس به یې موکل په برتانیې کې تر نظارت لاندې وي.

راپورونه وايي چې د امریکا ولسمشر اوباما د تېرې پنجشنبې په ورځ د برتانیې لومړي وزیر ډیویډ کامیرون سره په ټلیفوني تماس کې د شاکر عامر د خوشې کولو او برتانیې ته د انتقال ډاډ ورکړی.

برتانوي چارواکي وايي چې د نوموړي د خلاصون عملي پروسه به په راتلونکي یوه میاشت کې بشپړه شي. خو د هغه مدافع وکیل د خپل موکل د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کوي او زیاتوي:

«خپله امریکايي محکمې شاکر عامر ته له ترهګرۍ څخه برائت ورکړی، برتانوي چارواکي باید په دې وپوهیږي چې نوموړي دیارلس کاله تر تعذیب او شکنجې لاندې تېر کړي، اوس د هغه تر ټولو لویه غوښتنه دا ده چې نور له خپلې کورنۍ سره یوازې پريښودل شي تر څو خپل ژوند بیا له سره ورغوي».

د شاکر عامر لور «جونیا» چې پلار یې په وروستي ځل هغه وخت لیدلی و چې څلور کلنه وه، په خپلې ټویټر پانې لیکلي: «له ټولو څخه د همکارۍ مننه کوم، تر اوسه خبر پوره یقیني نه دی، هیڅ مو باور نه کیږي چې ۱۴ کاله وروسته پلار ووینو».

په ګوانتنامو زندان کې دا مهال ۱۱۴ بندیان ساتل کیږي، چې له دې ډلې څخه ۵۳ یې د شاکر عامر په شان له شکنجو، تعذیب او همدارنګه د محکمې له برائت وروسته بیا هم کلونه کلونه د خوشې کیدو په انتظار پراته دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د