افغانستان

طالبان: په موسی کلا ولسوالۍ مو واک ټینګ دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۴ل): طالبان وايي چې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې یې د ګډو ځواکونو هغه تعرضونه په شا تمبولي چې د دې ولسوالۍ د نیولو په هیله یې پیل کړي وو.

دغه ولسوالي یوه میاشت وړاندې له نږدې يوې اوونۍ جګړې وروسته د طالبانو لاس ته ولوېده. هغه مهال په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي «عبد الحي اخندزاده» دغه جګړه په تېرو څوارلسو کلونو کې سخته جګړه یاده کړې وه. نوموړي ویلي و چې که دولت د موسی کلا ولسوالۍ په بېرته نیولو کې بې وسه شو، نو د دې ولسوالۍ سقوط د ټول هلمند د سقوط پیل بلل کېږي.

رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې طالبان وايي چې «دښمن یې دبیرته نیولو لپاره څو ځله هڅه وکړه او په سیمه یې پراخ تعرضونه او بمبارۍ ترسره کړې، دمرکز ځینو برخو ته داخل هم شول خو ونتوانیدل چې د ولسوالي مرکز په بشپړه توګه ونیسي».

طالبان وايي چې د موسي کلا ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او ټولې امنیتي پوستې د دوی په لاس کې دي او افغان ځواکونو د «روشن ټاور» او «پي ار ټي» په لور تېښته کړې او سیمه یې تخلیه کړې ده. خو زیاتوي چې تښتیدلي عسکر به تعقیبوي او له هغو سیمو به یې هم پسې اخلي.

له تېرې یوې میاشت راهیسې چې موسی کلا ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې، افغان چارواکو یې څو ځله د بېرته نیولو دعوه کړې، خو طالبان او د سیمې اوسیدونکي وايي چې په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو څرک نه لیدل کیږي.

که څه هم له ناټو سره د لاسلیک شوي تړون له مخې د بهرنیانو پوځي مسوولیت د ۲۰۱۴ کال پای ته رسېدو سره بشپړ شو، خو لا هم بهرني ځواکونه د رسنیو د پردو تر شا په جګړه کې عملي برخوال دي.

هېره دې نه وي چې د موسی کلا ولسوالۍ سربېره په هلمند کې د «نوزاد» ولسوالۍ هم د دولت له ګوتو وتلې او په بشپړ ډول د طالبانو په واک کې ده.

د هیواد په جنوب لویدیځ زون کې هلمند ولایت او په هلمند کې په ځانګړې توګه د موسی کلا ولسوالۍ ځانګړی ستراتیژیک موقعیت لري.

د شنونکو په باور د طالبانو له لوري د ولسواليو پرلپسې نیول، له ولسي ملاتړه پرته ناشونی دي، ځکه خو دولت باید د ولس د خپلولو هڅې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی او خنده اوره دولت ، دولت دولت ….. کوم دولت ؟
هغه دولت چه د انګریزانو په ټانکو او الوتکو سپور راوړل شو ؟
که هغه دولت چه د یو اشغلګر د خارجه وزیر له خوا وټاکل شو ؟
که هغه دولت چه د بی کفایتیو او فساد نړیوال ریکارد یی مات کړو او د فساد لمړی درجی ویاړلی طلایی مدال یی تر لاسه او هغه مدال به تر ټول عمر په خپلو خبیثو او بی ننګو وینو سنبالوی ؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x