افغانستان

بګرام کې په امریکايي ځواکونو چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې۵مه ۱۳۹۴ل): د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې په امریکايي ځواکونو درنې چاودنې یو ټانګ ویجاړ کړی دی.

د بګرام امینه قومندان سمونوال محمدمعصوم فرزه‌یي ویلي چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ په سیغان سیمه کې د امریکايي ځواکونو په ټانګ چاودنه وشوه.

نوموړي زیاته کړې چې دغه چاودنه په داسې حال کې وشوه چې امریکايي ځواکونو د ګزمې په حال کې وو.

هغه ویلي چې په چاودنه کې امریکايي ټانګ ویجاړ شوی خو امریکايي عسکرو ته تلفات نه دي اوښتي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم د چاودنې پخلی کړی خو ویلي یې دي چې هېڅ تلفات نه دي ور اوښتي.

طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستې او ویلي یې دي چې په چاودنه کې ۴ امریکايي عسکر وژل شوي دي.

څو ورځې وړاندې هم د بګرام پر هوايي اډې د طالبانو توغندیز برید یو امریکايي عسکر ووژلو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x