ټولنیزه برخه

مـــه خــفــه کــېــږه! (۶)

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن

راتـــلـــونـــکـــی تـــه مـــه انـــدېـــښـــمـــن کـــېـــږه!

ځکه الله تعالی وایې:

( أَتَی أَمْرُ اللهِ فَلاَ تَسْتَعْجِلُوهُ ) .

” دالله پریکړه راغله، اوس د هـغې لپاره تلوار مه کوئ. “

د راتلونکی په اړه انګېرنې مه کوه، حمل دخپلې مودې د بشپړیدو دمخه مه زیږوه، او مېوه تر پخیدو دمخه مه ټولوه.
نو ورخطا ولې یې؟ سبا یو نامعلوم شی دی، چې نه یې لا وجود شته او نه یې رنګ، نوبیا ولې د راتلونکو ستونزو، هیلو او پېښو په اړه فکرونه کوې، حال دا چې موږ لا پر دې نه پوهېږو چې، سبانۍ ورځ به راځي او که نه، سبانۍ ورځ به مو نېکمرغه وی او که بدمرغه؟

مــــــهـــــمه خــــبره داده، چې سبانۍ ورځ لا په یوه غیبی نړۍ کې پټه ده، د وجود نړۍ ته لا راغلې نه ده، نو موږ ولې ورته د ځان رسولو هڅه وکړو، حال دا چې موږ نه پوهېږو چې موږ به سبانۍ ورځ بیا مومو او که نه؟ دراتلونکو ستونزو او پېښو په اړه اندېښمن کېدل، شرعاً ناروا دی، ځکه چې دا د هیلو یوه نه ختمېدونکې لړۍ ده، او عقلاً ځکه ناروا دی، چې له سیوری سره پهلوانی کول دی!

ډېر خلک خپل راتلونکې له تیارو، لوږو، تندو، ناروغیو او ستونزو ډک بولی، حال دا چې دا ټولې شیطانی وسوسې دی:
( اٌلشَّیْطَانُ یَعِدُکُمُ اٌلْفَقْرَ وَیَأْمُرُکُم بِاٌلْفَحْشَآءِ وَاللهُ یَعِدُکُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلاً ) .

” شـــیطان تاســـې لـــه بــــیوزلۍ څـــــخه وېروی او شــــــرمنــــــاک چـــــلن غـــوره کـــــولــــــو تــــــه مــــــو هــــڅوی؛ خـــو الله خـــــپلې بــــښــــنې او پــــېرزونــــــې ته تــــاسې هــــــیله مــــن کــــوې. “

ډېر خلک به داسې وی، چې دخپلې سبانۍ ورځې په اړه ژاړی، چې سبا به وږی یم، کال وروسته به ناروغ یم او سل کاله وروسته به نړۍ ورانېږی.

دا په داسې حال کې چې موږ د خپل ژوند واک په لاس کې نه لرو، نو د چا د ژوندواک چې د هغه په خپل لاس کې نه وی، هغه ته نه ښایی چې خپل ځان دیوه نامعلومه راتلونکې په اړه ناقراره کړی.

راتلونکې پریږده چې راشی، د راتلو په اړه یې ځان هسې مه خواشینی کوه، ته له نن څخه نه وزګاریږې، دا خو بیا ډیره عجیبه ده چې دسبا ورځې فکرونه دې هم په سر اخیستې دی، دهغې ورځې اندېښنې او فکرونه چې لمر یې لا راختلای هم دی، نو له دې ډول هیلو او امیدونو څخه ځان وساته .

#لاتحزن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رحمت الله مومن

مـــه خــفــه کــېــږه!   (۸) لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن لـــــه چــــا څــــخــــه د مــــننـــــې تـــــــمــــــه مـــــه کــــوه! الله تعالی بندګان د خپل عبادت لپاره پیدا کړل، روزی یې ورکړه، چې شکر یې پر ځای کړی؛ خو ډېرو یې د غیر الله عبادت وکړ او له الله نه پرته یې د نورو خلکو شکر وویست. مانا دا چې دانکار، جفا او کفران نعمت د انسان په فطرت برلاسی دی، له همدې امله هېڅکله په دې مه حیرانېږه، چې دا ډول خلک ستا احسان او ښېګڼه نه منی، بلکې دښمنی درسره کوی او د احسان په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x