نظــر

سياف:یابه لیونی وي یا(عنادی منافق)

sayaf3یقیناٌ چې دازړونه دالله په قدرت خاص کی دی دنیکمرغۍ او بدمرغۍ لورته یواځی هغه ذات تاوولای شي، دالله پاک په دی کون کې خپل سنن دی چې هیڅ کله به هم ظالمینو فاسقینو کفارو اومنافقینو ته هدایت ونه کړي ترڅو چې دوی په صدق سره الله ته توبه ونه باسي.
دسیاف په اړه دتیرو دری لسیزو دحقایقو یو څو بیلګی وړاندې کوو بیا فیصله تاسو کوی چې دپورتنی عنوان کومه برخه پری سهی تطبیقیدلای شي .  

1.      سیاف چي کله له پلچرخي څخه خلاص شو، په ننګرهار کي د درونټي او تور غر په سيمه کي چې د قومندان آدم خان کسان وو،  هغوی ونيو، قومندان آدم خان غوښتل چې ويې وژني، ځکه چې ويل يې دده خواص د منافق دي، که پېښور ته ولاړشي، هلته به منافقت پېل او د ګوندونو په منځ کې به مشکلات پېداکړي، بالاخره د حکمتيار په مستقيمه مداخله استاد خلاص او پېښور ته ولاړ، کله چې پېښورته ورسيد، همدغسي کاريې وهم کړی.

2.      داچې په پېښور کې د مجاهدينو ګوندونو بېل بېل فعاليت کاوو، د استاد په تګ دهغه وخت ټولو ګوندونو په پېښور کي پريکړه وکړه چې اتحاد وکړي، د مجاهدينو يو صف جوړ او جهاد ته قوت ورکړي، د  ډيرو بحثونو وروسته پريکړه وشوه چې استاد به د اتحاد مشر وي، استاد ته د ټولو افغان ګوندونو او مجاهدينو مشري وسپارل شوه، خو ډير ژر استاد د خپل ځان له پاره کار پېل کړ، خپل ځان ته يې د ګوندونو د قومندانانو جذب او جلب پېل کړ، لومړی حضرت او دوهم حکمتيار له اتحاد څخه ووتل، اتحاد مات، او استاد په دي نامه ځانګړی ګوند جوړ کړ.

3.      په جلوزو کي به يې کله داسي اعمال کول چې ځان به يې د حضرت عمر رض سره مشابه کاوو، کله چې به خبر شو، چي کوم بډای عرب راځي، د پېښور په ګرمي کي به يې د کور او ميملنو د ځای څخه نسبتا په لږ فاصله کي د نامناسب سيوري لاندي په خاورو کي په پوزي کيناست او هلته به يې داسي د عجز او تواضع ژوند کاوو تابه ويل چې همدغه د حضرت عمر اسوه ده، ولي داهر څه به يې د عربو څخه د پيسو ترلاسه کولو له پاره کول.

4.      جوته خبره ده چې د جلوزو په کيمپ او د جهاد په وخت کي يې چرس څکول، د چلم ملګري يې درلودل، اوس هم په پغمان کې خپل د چلم ملګري لري او کله ناکله چې ډیر لیونی شی نو ارګ ته راځی جناب کرزی سره یی یوځای څښي.

5.      د استاد رباني قدرت ته رسيدو کي يې ښه کارنده کار وکړ، او د هغه ملاتړ يې وکړ، د نورو ګوندونو برخلاف يې درباني هر عمل د شرعي مطابق او تائيداوو.

6.      په کابل کي يې د هزاره قوم (مزاري) سره قومي جګړه پېل کړه، چې دواړو خواوو داسي ظلمونه وکړل چې تاريخ يې وشرماوو، او دهغو جنايتونو ليکل شرم او عار دی.

7.      په کابل کي خوشحال مينه، افشار، علوم اجتماعي، نيازبيګ او فاضل بيګ د کمپني ساحه د استاد د جنګيالو په لاس کي وه، چي خوشحال مينه او افشار د مړو څخه ډک، وو، همدلته يې ډله ايزي وژني کړي، او په نوم هزاره مړ کيدي، استاد د کندهار يوه قومندان ته وويل چې دمخالف لوري څخه   د يوه تن جنګيالي د وژلو په بدل کي پنځه لکه افغانۍ، د زخمي کولو په بدل کي درې لکه افغانۍ درکوم، داسي وخت وو چې د استاد پښي سپکي وي، دکندهار قومندانانو ورته ويل چې استاده دابه درباندی وغميږي، د هر هزاره جنګيالي د وژلو په بدل کی پنځه لکه نه درڅخه غواړو، درې لکه هم ډيري دي، د جنګيالي د وژلو په مقابل کی يولک افغانۍ راکړه، زخميان مو دربخښلي دي.

8.      د کابل پوهنتون او کوټه سنګي به کله د استاد او کله د مزاري د جنګياليو په لاس کي وو، کابل پوهنتونو د مزاري د جګړه مارو زندان، د ظلمونو او شکنجو مرکزؤ. د هزاره مزاري سره د سيلو سړک د کارته سخي لوري وو، او د استاد سره خوشحال خان لوری، د مزاري سره د کوټه سنګي د پل سوخته، او دارالامان لوري ته غزيدلي سړک وو.

9.      مزاري په خپل وار د دده کسانو داسي ظلمونه وکړل چې په نوم پښتون يې واژه، د پښتنو ښځو سيني يې په ژوندون ورڅخه پري کړي، په پښتنو ښځو يې ډله ايېز جنسي تيری وکړ، د رقص مرده په نوم يې په ژوندونو د پښتنو څخه سرونه غوڅ او په تيلو کي يې وايښول.

10.  کله چې د استاد ربانی د پېښور د پريکړي سره سم څلورمياشتي د حکومت پوره شوي، همدغه استاد وو چې د حل و اهل عقد د منافقت مشوره يې ورکړه او د استاد ربانی د حکومت دوره يې کلونه کلونه په خپل منافقت سره اوږده کړه، په سختو وختوکې رباني او مسعود ته استاد منافقانه مشوري ورکولي.

11.  د طالبانو سره د جنګ پرمهال يې په خپل ټول وخت کې د مسعود سره ملګري وکړه، او دطالبانو سره د جنګ فتوی يې ورکړه.

12.  استاد ويل چې د طالبانو سره جنګ ځکه رواه دی چې زما څخه د جهاد دوخت سلاح اخلي، خو هغه سلاح يې په خپله خوښه امريکايانو او کفارو ته ورکړه، په دغه وخت  کي يې د جهاد خبره هيره وه، او هغه چې د طالبانو له پاره يې کومه جمله کاروله هم يې هيره کړي وه.

13.  د مسعود يو له باوري مرستندويانو او ملګرو څخه وو، د شمال له خطره ډک ځيني خطونه د استاد نفرو ساتل، له ده سره پښتانه وو، د کندهار، هلمند او نورو پښتنو سيمو فراريان هم ورته راغلل.

14.  په ټول وخت کي يې خپلو قومندانانو او مسعود ته فتوا ورکوله چې له طالبانو سره جګړه جهاد دی.

15.  کله چې امريکايان راغلل، استاد يې هم د شمال ټلوالي په څير يو عسکر شو، ګيري شرون  Gray C.Schroen  په خپل کتاب First In کي وايې چې کله د سي آی اې له خوا زه په پنجشير کي وم، او هلته مې د طالبانو پر ضد د شمال ټلوالي مرسته کوله، په ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۱ کي مي په ګلبهار کي له استاد سره وليدل، مادده په اړه ډير څه اوريدلی وو، خو چي کله مي د يولک ډالرو سپينه کڅوړه ورکړه، سترګي يې ګونجي شوي، موسکي شو، په ډير خوند يې د يو لک ډالرو کڅوړه ورواخستله، او ماته يې وويل چې لومړی ځل دی چې زه پخپل لاس له چا څخه پيسي اخلم. کڅوړه يې ملګري ته ورکړه، ګيري شرون وايې چې په لاره برته راتلم ماته خندا راتلله، چې په لږو پيسو دومره زیات خوشحاله شو، او ما  د ايمن الظواهري د نيولو او يا وژلو غوښتنه ورڅخه وکړه. ګيري شرون وايې چې د شمال کسانو هیڅ وخت پيسي زما ترمخ په خپله وانه خستلي، او نه يې زما ترمخ وشميرلی، خو استاد داکار وکړ. دا هم وايې چې دده په نوم د فليپين مجاهدينو خپله ډله د ابوسياف په نوم ونوموله په هغه وخت کي چې دوي جهاد کاوو.

16.  لومړی چې ربانی د طالبانو له وتلو وروسته رياست جمهوري ته راغی، ده يې تايد وکړ.

17.  د کرزي تايد چې په بون کې پريکړه وشوه، چې حکومت به ورته سپارل کيږي. ده وکړی.
18.  د کرزي د جمهوري رياست د انتخاباتو لومړي دور کی يې کرزي ته کمپاين وکړ.
19.  د پارلماني لومړيو ټاکنو کې يې غلام پارلمان ته ځان کانديد کړ او کامياب شو، خو دپارلمان د ريس چوکۍ قانوني ورڅخه يوړه.
20.  د جمهوري رياست دوهم ځل انتخاباتو کي يې هم دکرزي له پاره کمپاين وکړ.
21.  د دوهم غلام پارلمان له پاره له کابل څخه کامياب خو د پارلمان رياست چې کرزي ورسره ژمنه کړي وه ونه شو.
22.  کرزي د سولي عالی شوری مشرتوب ژمنه هم ورسره کړي وه، ونه شو، د ستري محکمي ژمنه يې ورسره کړی وه ونه شو.
23.  د سولي عالي شوری مشر ربانی چي مړ شو، د زوی صلاح الدين په راوستو او انتخاب کي يې منافقت وکړ او کرزي ته يې هغه مخکي کړ او تايد يې کړ.
24.  په ظاهرشاه پسي يې د جهاد او هجرت وخت کي ډير بد رد ويل، خو چې کله ظاهرشاه کابل ته راغی، په پغمان کي يې ميلمستيا ورته وکړه، او شانداره مراسم يې ورته نيولي وو، اوس هغه د جلوزو د حضرت عمر رض اسوه نه وه، په ميلمستيا کی يې ظاهرشاه ته د بنز موټر کيلي د تحفي په ډول ورکړه، هغه يې توهين وکړ، دده په مخکي يې دهغه موټر کيلي خپل پخوانی بزګر ته ورکړه.
25.  په کابل کی دده جګړه مار ، ملاعزت، توپان، ممتاز او دده زامن د ځمکو غصب، د شتمنو اختطاف او خلکو ځورونه خپل ورځني کار بول، ددي ترڅنګ له ناټو څخه لويې او غټي پروژي هم دده کسان ، خواخوږي او دوستان او قريبان اخلي.

۲۶.   په کابل کې استاد سياف او عبدالعلي مزاري له ظلمونو ډکي جګړي وکړي (پدغه جګړو کې ژوندي کسان په تيلو کې وسوځول شول، دخلکو څخه سرونه اونور د بدن ټوټي پرې شوي، د قوم اوژبي په نوم واړه ماشومان ووژل شول، د ښځو څخه په ژوندون سينې پرې شوي، په ښځو ډله يېز جنسي تيری ؤشو، د رقص مرده په نوم د خپل ډول سخت ظلم پدغه وخت کې ؤشو. د ژوندو انسانانو په سرونو کې ميخونه ټکوهل شول. ژوندي انسان د نښي زده کولو لپاره د نښي په ډول وکارول شول، اوهمدارنګه د مړو جسدونه په چټلو ځايونو کې دتوهين په نيت امبار شول) په دغو جګړو کې د ملامت او سلامت ګوته يوه ته هم سړي نشي نيولای، دواړه ډلي مسؤل بلل کيږي چې ولي يې دغه ډول حالت ته زمينه برابره کړه. دغه دواړو ډلو خپلو کسانو ته مجاهدين، او وژل شوو ته شهيدان ويل. استاد سياف به د قران آيتونه او احاديث پخپل حق کې دخپل خوښي سره سم خپلو لارويانو ته بيانول او مزاري به هم د خپل خوښي سره سم خپلو پلويانو ته د قرآن آيتونه او نبوي احاديث بيانول او پلويانو ته به يې ويل چې موږ په حقه او سياف ناحقه دی. په دغه جګړو کې د دواړو خواوو د وژل شوو کسانو د قبرونو په ډبرو هم دزړور مجاهد او شهيدکليمي ليکل شوی دي. داهم ندي ليکل شوي چې د چا سره په جګړه کې؟ نوی نسل به ونشي کولای چې پوه شي چې د مسلمانانو په خپلمنځي جګړو کې وژل شوي دي ددوی پخپل منځی جگړوکی یوازی په کابل کی ۶۰۰۰۰ افغانان ووژل شول او کورونه یی چور اوتالا شول
۲۷.  په پیل کې دجب ډکولو لپاره درسول سیاف کړند لاره ډیرسخت دریځ اوبنسټ پاله وو او دیو سل په سله اسلامی خالص نظام غوښتونکی وو او د ظاهرشاه او لویدځ پلوو ګروپونو سره او دشیعه مسلمانو مجاهد ینو سره په کلکه مخالفت کاوه. خو په ۱۳۸۳ لمریز کال کی د سیاف په سیاسی چلند او کړند لاره کی ۱۸۰ درجه بدلون پیداشو او هغه په یو شاهانه غونډه کی دظاهرشاه لاسونه یی ماچ کړ. د سیاف د لیدتوګی اوکړند لارو په باب ډیری خبری ویل شوی دی خو د حکمتیار ویناوی شایی  دنورو دخبرو په پرتله د منلو وړ وی . ځکه چی دا دواړه یوبل سره دنږدی پیژنی او سیاف پخپله دحکمتیار په هکله داسی ویلی دی :- ؛ ښاغلی حکمتیار زما خپل جهادی ورور دی زه په کلکه د هغه ..
اوحکمتیار بیا د عبدالرسول سیاف په هکله داسی ویلی دی :- ؛سیاف د عربانو د رضا لپاره او عربی  هیوادنو دمرستو  دترلاسه کولو په  تمع ویلی وو چی شیعه خلګ کافر ګڼل کیږی او تر څو چی هغوی له منځه ولاړ نه سی په افغانستان کی اسلامی حکومت نه جوړیږی !! په همدی سبب د هغوی پر ضد په کابل کی پنځه خونړی جنګونه یی تر سره کړل، له بله خوا په هغه دولت اوکابینه کی یی ګډون وکړه چی دهغه دولت اته وزیران دشیعه مسلمانانوخخه وو.؛
۲۹. داسلامی اتحاد مشر؛ سیاف په پیښور کی ویلی وو چی په هغه حکومت کی چی کمونستان دهغه غړی وی ؛ زمونړ ګډون پکی حرام دی  ځکه چی دغه شان حکومت یو نا اسلامی حکومت دی !! خو په کابل کی اوس هغه اود هغه پلویان هغه دولت کی برخه لری چی دنجیب مرستیال هم په هغه کی ګډون لری .
۳۰. د دغه ګوند په اساسنامه کشی هم  د تعجب ور ټکۍ دا ده چی په داسی حال کی چی د دغه ګوند مشران دجهاد او دخپل دجهادی حیثیته څخه ګټی اخلی خو دهغوی د ګوند په اساسنامه کی  دافغانستان د مسلمانوخلګو دجهادونو اواسلامی مبارزاتو په اړه هیڅ نه دی ویل سوی! د هغوی دمرامنامی په ښپږمه ماده کی د اوسنۍ دولت د همکاری او پلویتوب ته ځانګړی سوی دی په داسی حال کی چی په هیڅ کومه بل ګوند کی دغسی  چل نه لیدل کیږی !! ځکه چی د دغه  موضوع څخه داسی څرګند یږی چی ګواکی دغه ګوند دښاغلی کرزی د ځانګری پلوی لپاره جوړ سوی دی . حال داچی ښاغلی  سیاف دجهاد په موده کشی د دغسی ولسواکی نظام سره په کلکه مخالفت کاوه او داسلامی خلافت غوښتونکی وو .
د افغان عبوري حكومت د وزيراعظم پروفيسر عبدالرب رسول سياف نظر چې دظاهرشاه په باره کې ویل ؤ: “د افغانستان خلګ به دغسي يو شخصيت ونه مني چې د افغانستان په دې اوږده جنګ كې خاموش پاته شوى وي، افغانستان ته به د ظاهرشاه راتګ بې پته وي…، هغه ټولي بدبختۍ چې پر افغانستان لوېدلې دي مسول يې پخوانى پاچا دى، دى نن يو بې اعتباره سړى دى او د افغانستان په راتلونكي كي هيڅ راز رول نه سي لوبولاى”.[بي بي سي پښتو خپرونه، ۱۳ ستمبر ۱۹۸۹ع].

اوس فیصله تاسو وکړی چې دعنوان کومه برخه سهی پری تطبیقیدای شی . مننه
جمال بدوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x