ورزش

زیمبابووي د پاکستان په وړاندې ګټلې لوبه وبایلله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۴ل): نن د پاکستان او زیمبابووي لوبډلو تر منځ د دوو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې زیمبابووي د پاکستان په وړاندې په ۱۳ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د زیمبابووي توپ اچوونکو د پاکستان لوبډلې توپ وهوونکو ته د منډو جوړولو اجازه ورنکړه.

د پاکستان لوبډلې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د شعیب ملک او محمد رضوان غوره توپ وهنې په مرسته یوازې ۱۳۶ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لوبډلې لپاره شعیب ملک په ۲۴ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. محمد رضوان هم په ۳۲ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۳۳ منډو جوړولو سره ښه وځلید.

د زیمبابووي لوبډلې توپ اچوونکو غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته يي د ستر هدف ټاکلو فرصت په لاس ورنکړ. د زیمبابووي په توپ اچوونکو کې چیبابا تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۳ اورونو کې ۱۸ منډو ورکولو سره درې ویکټې ترلاسه کړې.

د زیمبابووي لوبډلې توپ وهوونکي د دغې لوبډلې توپ اچوونکو په څیر لوبه ونکړه او د پاکستانۍ لوبډلې له خوا ټاکل شوی هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل.

زیمبابووي په ځوابي توپ وهنې کې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۲۳ منډې جوړې کړې او د پاکستان په وړاندې يي د ۱۳ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره مسکدزا تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو. نوموړی په ۲۵ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۵ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې عماد وسیم تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه. عماد وسیم خپل ۴ اورونو کې یوازې ۱۱ منډو ورکولو سره څلور ویکټې ترلاسه کړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x