
پکتیکا: د والیبال په میدان کې چاودنې درنه مرګ ژوبله پېښه کړې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې۵مه،۱۳۹۴ل): طالبانو د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د والیبال په میدان کې په رامنځته شوې چاودنه کې لاس لرل رد کړي.
د ورکول شویو راپورونو سره سم، نن مازیګر د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په سیګانه کلي کې د والیبال د لوبې پر مهال یوه چاودنه رامنځته شوه، چې په پایله کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د عیني شاهدانو په خبره، چاودنه نن مازیګر څلورو بجې شاوخوا د سیګانه کلي د والیبال لوبې په میدان کې د خلکو د ګڼه ګوڼې پر مهال را منځته شوه. چې لږ تر لږه لس تنه پکې ووژل شول او لسګونه نوریې ټپیان کړل.
د پکتیکا روغتیايي سرچینو ویلي، چې دوی ته د پيښې له ځایه یو شمېر مړي او ټپیان ور وړل شوي؛ خو کره شمېر یې لا هم جوت نه دی.
طالبانو په دې پېښه کې هر ډول لاسه لرل رد کړي او په وینا یې دا ډول پيښې د دوی دښمنان په لاس رامنځته کېږي، چې موخه یې د دوی په ضد تبلیغاتي مواد او پروپاګند برابرول دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د دوی ملګرو نن په یاده سېمه کې د کوم برید پلان نه درلود او نه هم دا ډول بریدونو ته اجازه ورکوي، چې زیان یې د نظامي اهدافو پر ځای ملکي او ولسي خلکو ته رسیږي.