افغانستان

طالبان د کندز ښار ته ننوتلي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،تلې۶مه،۱۳۹۴ل): طالبانو نن سهار وختې د کندز پر ښار پراخ تعرضي بریدونه پيل کړي او لا هم جګړې ته ادامه ورکوي.

د کندز ځايي چارواکو تر اوسه د جګړې په اړه له زیاتو څرګندونو ډډه کړې، خو د کندز د ولایتي شورا مرستیال امرالدین ولي رسنیو ته جګړه تایید کړه او زیاته یې کړه، چې طالبانو په ښار کې دننه یو شمېر پوستې او امنیتي حوزې هم نیولي دي.

د ولي په وینا، طالبان د امام صاحب بندر، کابل بندر ، خاکني ، زاخیل ، کلای ګاو استقامتونو څخه ښار ته ننوتلي او اوس هم جګړې ته ادامه ورکوي.

د کندز ښاریان وايي، اوس هم د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د دوی د نظامي قطعې اړوند سرتېري، چې په سپکو او درنو وسلو سنبال دي، د پرمختګ په حال کې دي او ګام په ګام د امنیتي ځواکونو نه اهداف نیسي او په شا یې تمبوي.

ښاغلی مجاهد ډاډ ښيي، چې دوی به خپل پرمختګ ته ادامه ورکوي او امنیتي ځواکونه له سیمې پښې سپکوي.

تر اوسه په دې جګړه کې د مرګ ژوبلې کره ارقام نه دي ورکول شوي، خو د کندز روغتیايي سرچینې وايي، چې دوی ته د جګړې له ځایه درې مړي او له لسو زیات ټپيان ور وړل شوي، چې ملکي وګړي هم پکې شامل دي.

ښايي د مرګ ژوبلې په اړه نور جزییات وروسته په ډاګه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
usman khan

.al hamdu lelah

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx