نظــر

دعبد الرسول رسوایي؟

یوه ملګري کیسه راته کوله، وايي له روس سره دجهاد پر مهال چې عبد الرسول سیاف هم دهغه وخت دمشرانو په لیست کې راته، دپیسو په راټولو کې یې ځانګړی مهارت درلود، او دا ټولې نړۍ ته معلومه ده، نوموړي له دې کبله چې تر څو دساده او پاکو مسلمانانو زړونه دځان په لوري را مات کړي له حالاتو سره سم څو رنګه پوستینونه به یې اغوستل!
کله کله به له مجاهدینو سره دسنګر په سپېرو خاورو کې پرېوتلو، او کله به یې په داسې ساده خوراکونه خپلې ګېدې ته و ر اچول چې یو عادي مجاهد به خوړل، کله کله به په داسې بستره کې پرېوتلو چې یو عام مجاهد به پکې پرېوتلو، لنډه دا چې دعربانو دتېر ایستلو لپاره به کله کله دشاهۍ له تخت نه سپېرو خاورو ته را کوز شو، او دا ټول به یې دیو منظم پروګرام له مخې تر سره کول، کله به چې پوه شو چې دعربو مجاهدو کوم مشر، یا کوم بل شیخ راځي بس له ځان نه به یې سپېره او خیرن منجور ورته جوړ کړ.

نوموړي ملګري ویل چې یوه ورځ یو لوی مجاهد عرب راغلی و، عبد الرسول خبر شو، او هغه غوښتل چې له ده سره وګوري، ده مخکې له مخکې ځان ورته برابر کړی وو.
نوموړی عرب چې کله راغلی و، ګوري چې یوه سپېره خونه ده، یوازې یو پوزی پکې آوار دی، دسهار چای تیار دی، دسترخوان غوړېدلی، مجاهدین ترې را چاپیر دي، او په دې ډله کې یوه غټه بلا هم ناسته ده، چې د پوزي خوله یې په سر ده، او وړوکی برګ پټکی یې ترې را تاو کړی.
خپله دغه عرب وايي: کله چې مې دا حالت ولید ډېره اغیزه یې را باندې وکړه، زه هم ورسره کېناستم، خو دتعجب ځای راته دا ښکاره شو چې ددستر خوان پر سر یوازې وچه ډوډۍ اېښې ده، مجاهدین یې را ماتوي او په تریخ چای کې یوه یوه مړۍ لندوي او بیا یې خوري، او نادره دا چې عبد الرسول هم له مجاهدینو سره همدغه وچه ډوډۍ په چای کې لندوي او خوري یې!! نوموړي ما ته هم له یوې پیالې تریخ چای  سره  لږ وچه ډوډۍ زما مخې ته هم  کېښوده، او ما په خورا اخلاص او افتخار وخوړله، ماویل دمجاهدینو مشر یې چې خوري نو زه خو دهغه دپښو خاورې هم نشم کېدای! زه یې ولې و نه خورم؟
په هر صورت، خپل وجدان او ضمیر مې ډېر سخت ملامت کړ، ما ویل مونږ څه رنګه مزې ا وچړچې کوو، او دغه غریب دالله دلارې مجاهدین څه رنګه ژوند تېروي، او بیا په تېره دهغوی مشر ګوره! څومره خاکسره، څومره متواضع، له خپلو مجاهدینو سره ددسترخوان پر سر وچه ډوډۍ په تریخ چای کې خوري! دبانک یو چیک را سره وو هغه مې همدلته سمدستي ورکړ، او له ځانه سره مې تصمیم ونیو چې له دې وروسته به له دغه مشر مجاهد! سره ډېره زیاته مرسته کوم.
 زما کار خلاص شو، خدای پاماني مې ترینه را واخیسته او ترې را ر خصت شوم، بهر ته چې را ووتم، یوڅه خبره را په زړه شوه، بیرته ور وګرځېدم، پیره دار چې لږ مخکې یې ولیدلم، پرته له کوم پرس او پال یې دننوتو اجازه را کړه، زه هم سیخ ننوتم، همغه خونې ته ورغلم، که ګورم هېڅوک پکې نشته! حیران شوم، بل لوري ته بله خونه وه، هغه ته مې چې سر ور ښکاره کړ، عجایب او غرایب مې ولېدل!!
دخونې پر غولي قیمتي قیمتي قالینې غوړېدلې دي! لویې لويې توشکې او پوشتۍ پکې ایښې دي، او د خونې په منځ کې یو دسترخوان غوړېدلی، مګر په دې دسترخوان بل څه وو! دهغه بلې خونې له دسترخوان سره یې دځمکې او آسمان توپیر و! چای، شیدې، قیماق، بادام، پستې، نخود، ممیز، کیک، کلچې او… دا هم په هر صورت اوس تر دغه دسترخوان په راټولو کسانو کې مې عبد الرسول سیاف هم ولید، هغه چې زه ولیدم، ښکته یې سر واچولو، او زه هم ځای پر ځای جام شوم! ماویل ‎: یا الله دا څه وشول؟ له نوموړي سره مې هغه پاتې خبره خلاصه کړه او همداسې ترې را ووتم!
نوموړی عرب وايي چې ما له ځانه سره فکر کولو، ما ویل: عبد الرسول سیافه! دا لوبه دې دڅه لپاره وکړه؟  لومړی دې ماته ځان په داسې ملنګۍ کې راوښود، خو دا چې دا ستا اصلي حالت نه و، او الله جل جلاله غوښتل چې ستا دوه مخي او منافقت ما ته را وښيي نو داسې یې وشرمولولې، بلکې تا خپله ځان په خپله وشرمولو، دا دومره خبره نه وه چې تا لومړی همدا له نعمتونو ډک دسترخوان ته زه بولی وای، ما نوره مرسته هم در سره کوله، او تا نا ځوانه زما دملیمه توب خیال هم ونه ساتلو، کم تر کمه یو څه خو به دې را ته ایښې وو، اګر چې ما خو نه خوړل خو هسې ته به ښه ښکاره شوی وې،  کم تر کمه هغه دمیلمه پالنې دود خو به دې کړی و، او ما لومړی په دې ملامت نه کړ چې خو نه به یې لري، همدا لري او همدا یې ستا مخې ته ایښي.
له هغه وروسته زه دعبد الرسول په حقیقت پوه شوم، او له هغه وروسته مې بیا یوه روپۍ مرسته هم ورسره ونه کړه.
لیکوال: خلیل افغان

عبد الرسول ولې عبد رب الرسول شو؟

زمونږ په افغاني ټولنه کې رواج دا دی چې پر ماشوم نوم دپلار مور، یا نیکه، او یا مشر اکا، یا دکوم لوی عالم لخوا اېښودل کېږي، که څه هم چې ځينې ځينې نومونه له شریعت نه مخالف وي، مګر په عام ډول زیاتره نومونه له شریعت سره په ټکر کې نه وي.

او بله دا چې دهرې ټولنې، هر قوم او ولس خپل رسم او رواج وي، ځینې نومونه په یوه ټولنه، یا په یو وخت کې عیب ګڼل کېږي مګر په بله ټولنه او بل وخت کې بیا څه خبره نه وي، داسلام مبارک دین چې کله راغی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه نومونه چې عقیدوي مشکل پکې و، هغه یې بدل کړل، او نور نومونه یې ورته کېښودل، لکه دابو هریره رضي الله عنه په اړه راځي چې اصلي نوم یې عبد شمس و، کوم چې شرعا سم نه دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه په عبد الرحمن بدل کړ.

زمونږ په ټولنه کې ځینې نومونه رواج دي، لکه عبد النبي، عبد رسول، غلام  رسول، غلام نبي، ددغه رنګه نومونو په اړه ځينې علمای کرام فرمايي چې سم نه دي، ځکه عبد دبنده په معنی دی، نو دعبد النبي معنی دا کېږي چې دنبي بنده، او دعبد الرسول معنی دا کېږي چې درسول بنده، او غلام رسول معنی دا کېږي چې درسول مریی، او غلام نبي معنی دا کېږي چې دنبي مریی، ځکه خو باید دا رنګه نومونه کېنښودل شي او که اېښودل شوي وي باید بدل شي، او ځینې نور علمای کرام فرمايي چې دلته له عبد نه دبنده معنی نه ده مراد، دلته له عبد نه دمریي معنی مراد ده، او په دې خو هر مسلمان ویاړي چې د نبي علیه السلام مریی شي، ځکه خو په دا رنګه نومونو کې څه مشکل نشته.
   په ځانګړي ډول عرب دغه رنګه نومونه داسلامي عقېدې خلاف بولي، خو دا چې عبد الرسول ولې خپل نوم عبد رب الرسول کړ؟ څو لاملونه لرلای شي:

۱ ـ نوموړي به دهغه علماوو په نظر عمل کړی وي کوم چې دا رنګه نوم سم نه بولي، نو ده به ویلي وي چې سړیه داسې نه چې دمور او پلار په شرک کې ته هم ورسره شریک شې، راشه ځان له جنجال نه خلاص کړه، دا چې مور او پلار دې څه کړي، هغوی پوه شه او کار یې!

۲ ـ دوهم احتمال دا دی چې نوموړي به په دې توګه ځان عربو ته ور لنډول غوښتل، ددې لپاره چې د ددراهمواو دنانیرو چینې وچې نه شي، ویلي به یې وي چې هسې خو دې هم منافقت ته ملا تړلې ده، او مشهور خوی دې ګرځېدلی چې ټول دې پرې پېژني، راشه دا نوم دعربو دخوشحالولو لپاره تغیر کړه، هسې هم که عبد الرسول وې که عبد رب الرسول کوم فرق نه کوي، خو دحکمت غوښتنه دلته داده چې دنانیر له لاسه ور نه کړې!

۳ ـ دا احتمال هم لیرې نه ده چې نوموړي فکر کړی وي چې سړیه ته څومره اوږد یې او نوم دې څومره لنډ دی، نو راسه دا نوم هم یو څه ور اوږد کړه، تر څو اسم له مسمی سره یو څه مناسبت پیدا کړي.
  اصله خبره دا ده چې نوموړي په هغه وخت کې هسې په خپل نامه کې دا خبره نشوای بر داشت کولی چې له الله پرته دبل چا مریی شي که څه هم چې درسول الله صلی الله علیه وسلم مرییتوب وي، اوس څه رنګه عملا درسول الله صلی الله علیه وسلم څه چې دیو عادي مسلمان هم نه، بلکې دیو نړیوال کافر غلامۍ او مرییتوب ته تیار شو، او په خورا ویاړ سره یې دهغوی پړی په خپله اوږده غاړه کې واچولو!

   که له ده نه پوښتنه وشي چې پروفیسور ساب! دا ولې؟ نو دی به خامخا وايي چې: ستا ماغزه خراب دي، ما که درسول الله صلی الله علیه وسلم مرییتوب منلی وای نو ما ته به یې څه را کړي وو؟ نه یې دراهم را کول او نه دنانیر، نه ریال اونه ډالر! بلکې دهغه له مرییتوب او غلامۍ نه دانکار له وجې پر مال دریالونو او ډالرو دکڅوړو بارانونه وشول!

او اوس هم که ما د اوباما، یا سورلنډي او یا سرکوزي غلامۍ ته غاړه ایښې ده نو د ډالرو له وجې! او هلته خو بیا نه ډالر شته او نه دنانیر، دنوموړي معشوقه ډالر ده، د ډالر لپاره هر څه ته تیار دی، نوم هم ورته بدلوي، موقف هم ورته بدلوي، ځان هم ورته بدلوي، مطلب دا چې په هره لوبه چې ډالر تر لاسه کېږي نوموړی یې نه دریغوي.

تر ټول دپام وړ ټکی دا دی چې هغه وخت عبد الرسول دشرک په ګومان ځان عبد رب الرسول کړ، مګر اوس دشرک څه چې آن دښکاره کفر په سر کې ولاړ دی، دکفارو دګټو لپاره قرآن کریم او احادیث تحریفوي، په نوموړي هغه کانه شوې، وايي له سپي نه چا پوښتنه وکړه چې تاسو چې کله بولې کوئ نو دا یوه پښه جیګوئ دا ولې؟ ده په له مسکا ډکه خوله ورته وویل: دا ددې لپاره تر څو په بولو چټل نشو، او څاڅکي یې را باد نشي! هغه کس ورته وویل چې دا خو ډېر ښه، تاسو چې دومره نظافت مراعاتوئ نو بیا کله چې په کومه مرداره ور برابر شئ، هلته دننه پکې ور ننوزئ، په وینو باندې مو یې خولې هم لړلې وي! پښې مو هم پرې لړلې وي، ځانونه مو هم پرې لړلي وي، آن چې یو او بل پرې سره خورئ! دا نو بیا څنګه؟
ده ورته ویل: ساده! هلته خو چې یو ځل پرې را وسورېږو بیا په ځان نه پوهېږو،  دچټلیدو او نه چټلېدو کیسه مو له مغزو  ووزي، هر یو هڅه کوي چې دځان ښه وکوي! هلته خو دخوارۍ وخت وي، هلته څوک دچټلېدو مټلېدو غم نه کوي!!!

لیکوال: زلمی پښتون.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x