fbpx

سخي ترین د خلکو (صدیق اکبر)

لیکوال: احمد الله عاطفي

سیدنا ابو بکر صدیق رضی الله عنهُ د ټولو نه سخي و، له اسلام راوړلو نه وړاندې هم دسخاوت دسترخوان درلود او له اسلام راوړلو سره سم دهغه مبارک دژوندهره شیبه او ګړی داوچت ترین سخاوت ګواهې ورکوي.

وسیُجَنَّبُهَا الاَتقَی اَلَّذی یُؤتِی مَا لَهُ یَتَزَکَّی، ایت شان نزول دحضرت سیدنا ابو بکر صدیق رضی الله عنهُ په باب دی،دا دمعارف القرآن متن دی چې دا دبد بختو په مقابله کې دنیک بختوتقوا دارو حضراتو دجزا بیان دی چې کوم شخص بشپړاطاعت حق عادت وې اوخپل مال دالله جله جلا له په لیار کې ددی لپاره لګوې چې دی دګناهونو څخه پاک شی، داسې شخص به دجهنم له اوره لرې ساتلې شې، د ایت الفاظ خو عام دي چې څوک هم دایمان سره دالله تعا لی په لیار کې مال لګوې دهغه لپاره دا زیری دی ، لا کن دایت شان نزول له واقعی نه جوته دی،چې اصل هدف ددی لفظ (اِتقیَ) نه سیدنا حضرت صدیق اکبر رضی الله عنهُ دی، ابن آبی حاتم دحضرت عروه رضی الله تعا لی عنهُ څخه روایت کوي ،چې اوو(۷) مسلمانان داسی وو کوم چې دمکی دمشرکانو غلامان وو، چې ما لکان یې ددوي په اسلام راوړلو خبر شول ، په بیلا بیلو شکنجو او تعذیب سره یې مخ کړل چې سیدنا صدیق اکبر رضی الله عنهُ په زیاتې پانګې لګولو سره ازاد کړل ، چې دهمدی واقعی سره دا ایت نازل شو(مظهري)۰

ددی ایت وروستی جمله دادې ( وَمَالاَحَدٍعِنْدَهُ مِنْ نِعْمَةٍ تُجْزَی) یعنی په کومو غلا مانو باندی ،چې صدیق اکبر رضی الله تعا لی عنهُ دا عظیم احسان وکړو اوپه زیاتې پانګې یې واخستل او ازاد یې کړل دهغوي هیڅ پخوانی احسا ن هم پر دی نه و، له کوم لا امل یې ،چې دا قر باني ور کړه، بلکې (اِلا ابتغآ وَجْهِ رَبِّهِ اْلاعْلیَ)یعنې ددوې رضی الله تعا لی عنهُ موخه دالله جله جلا له رضا تر لا سه کولو پرته بل هیڅ نه و۰

مستد رک حاکم دحضرت زبیر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی ،چې دسیدنا صدیق اکبر رضی الله تعا لی عنه ُ دا مبارک عادت و،چې کوم مسلمان به یې دمشرکینو په واک کې لیده او ظلم یې پرې کاوه سملا سې به یې په شخصي پانګې واخست او ازاد به یې کړ،چې داډول خلک به اکثریت ضعیفان وو،چې پدی اړوند دهغه مبارک پلار ابو قحافه ورته وویل: هر کله چې ته غواړې غلامان ازاد کړی نو دومره کوه چې داسې غلامان ازادکړه چې قوي او توانمند وي،چې بله ورځ ددښمنانو په مقابل کې ستا څخه دفاع وکړی ، سیدنا صدیق اکبر رضی الله تعالی عنهُ په ډیر احترام وفر مایل: زما هدف ددغو مظلو مانو د ازادﺉ څخه ځان لپاره دګټې نه دی بلکه یواځې دالله جله جلا له درضا تر لا سه کولو لپاره داکار کوم!! (مظهري)

وَلَسَوْفَ یَرْ ضَی ، یعنې چاچې خپل مال یواځې دالله جله جلا له رضا لپاره ولګاوه او دنیایې ګټه یې هدف نه و ،نو الله تعالی به یې په اخرت کې دجنت په پراخه او دایمي نعمتونو راضی کړي، ددې ایتونو دشان نزول له واقعی نه چوتیږې، چې دا ایتونه دسیدنا صدیق اکبر رضی الله تعالی عنهُ په اړوند کې ثابت دي،دا اخري کلمه دسیدنا صدیق اکبر رضی الله تعالی عنهُ لپاره سترزیری او له ټولو نه ستر امتیاز دی ،چې ده ته دالله تعالی له طرفه په دنیاکې له ده نه د راضي کیدو بشارت ور کړل شوی!!
سیدنا صدیق اکبر رضی الله تعالی عنهُ چې په کومه ورځ په اسلام مشرف شو، له ده سره څلویښت زره درهمه پانګه موجوده وه،چې دهغه وخت ستر پانګه وال بلل کیده،یعنې دنن ورځې ملیار در،ټوله پانګه یې داسلامې دعوت په لیارولګوله!!

دحضرت صدیق اکبر رضی الله عنهُ دسخاوت او انفاق فی سبیل الله اُسپنیزهوډ اوعمل دسیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ددی مبارک ارشاد په رڼا کې چې ابو هریره رضی الله عنهُ یې روایت کړی وویني ، چې فرمایلی : مادټولو داحسان بدله ورکړیده،یواځی دابوبکر صدیق احسان پا تی دې،چې دهغه داحسان بدله به الله تعالی دقیامت په ورځې ورکوی ، دکوم بل چاله مال نه ماته دوره ګټه نه ده را رسیدلی لکه دابوبکر صدیق له مال نه، سیدنا ابو بکر صدیق رضی الله عنهُ چې کله دسیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دامبارک ارشاد واورید، په لپو لپو یې وژړل او عرض یې وکړ : زه او زما مال څه دی، هرڅه چې دﺉ ستاسو له بر کته دﺉ ،په بل حدیث شریف کې دی،چې سیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم به د صدیق اکبر په مال کې داسی تصرف کاوه لکه پخپل مال کې!

سیدنا عمر فاروق رضی الله تعالی عنهُ یوه ورځ دتبوک غزا ،چې دا غزا دجیش عسرت په نوم هم یادیږی،داسلامی لښکر دتنګ لا سی د یادونی په اړوند وفرمایل: سیدنا ر سول اکرم صلی الله علیه وسلم مونږ ته دخپلو مالونو دخیرات ور کولو ټینګ حکم وکړ،چې ما دخپل ټول مال نیمایې برخه راوړه، دالله رسول صلی الله علیه وسلم له مانه پوښتنه وکړه ،چې دکور غړو لپاره دڅه پریښودل ؟ ماوویل:ای دالله رسوله! ماشومانوته مې نیم مال پریښود، په همدی موقع سیدنا صدیق اکبر رضی الله عنهُ دخپل ټول مال سره راورسید، سیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له هغه نه همدا پوښتنه وکړه، هغه ځواب ورکړ، داهل او عیال لپاره الله جله جلا له کافي دی، ماچې داحال ولید،وه می ویل چې زه په هیڅ ډول اوهیڅ موقع کې دخیر په کار کې دسیدنا ابو بکر صدیق رضی الله تعالی عنهُ څخه مخکې کیدای نشم۰!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د