د افغاني تلویزیونو فحشاوې افغان ځوانانو ته پېغور ګرځېدلې

لیکوال: فضل الحق طاهرزی

د افغانستان له ملي ټلویزیون نیولې ډېری خصوصي ټلویزیوني شبکې د اختر مقدسې ورځې د څو نڅاګرو او ډمانو په نڅاوو او فحشاوو تېروي، خو افغان ځوانانو ته همدا پیغور ورکول کېږي او هره ورځ سلګونه ځوانان پرې خپل سر ورکوي.

د ښاغلي کرزي د حکومت په راتګ سره د بیان او رسنیو آزادي خپل اوج ته ورسېده. دغې آزادۍ د ډېرو ګټو ترڅنګ دومره لویه بدبختي رامنځته کړه چې ښایي د اوسنۍ جګړې اصلي لامل همدا وي. افغاني رسنۍ د اختر او یا هم نوي کال په ورځو کې داسې کنسرتونه جوړوي چې ښایي په لویدیځه نړۍ کې یې بېلګې ډېرې لږ وي. د دوی په کنسرتونو کې افغانې، پاکستانۍ او تاجکې ځینې سندرغاړې، سندرغاړي، د فلم کارکوونکې/کارکوونکي او نڅاګرې داسې نڅاوې کوي چې له اسلامي اصولو سره کاملاً په ټکر کې وي او دغه راز د اساسي قانون له درېیمې مادې (په افغانستان کې هېڅ قانون د اسلامي او شرعي احکامو پر خلاف نه شي جوړېدی) څخه ښکاره سرغړونه ده. د دوی داسې جامې وي چې یو مسلمان بیا افغان هېڅ نه شي ورته کتلای. له نڅاګرو پرته اوس په ځینو رسنیو کې ښځینه کارکوونکې په خپرونو کې سرتورې کېني او خپروني چلوي.

د رسنیو مسوولینو (مطلب مې د هغو رسنیو مسوولین دي چې په رسنیو کې یې فحشا ته اجازه ورکړې) ته خو ملي ګټې هېڅ معنا نه لري، په دوی کې ملي احساس مړ دی. د دوی موخه دا ده چې پیسې راټولې کړي نور د هېچا په غم کې نه دي. که سرتورې کارکوونکې په خپرونه کې کینوي، نو ځینې د خدای په قهر ککړ یې له شوقه ګوري، په دې سره د تلویزیون لیدونکي زیاتېږي او کمپنیانې دوی ته ډېر سوداګریز اعلانونه ورکوي. همداراز که دوی له فحشا ډک کنسرتونه او سریالونه خپروي، یوازینۍ موخه یې د پیسو لاس ته راوړل دي، نور هر شی ورته بې ارزښته دي.

خو زموږ د هېواد او خاورې دوښمنانو له دې سپېرې ګټې څخه لویې لویې موخې پوره کوي، دغې دوښمنانو ته په افغانستان کې د جهاد د روا ګڼلو لپاره هېڅ ډول بهانه نه ده پاتې؛ دوی له همدې فحشاوو په استفادې ځوانانو ته په ذهن کې ورپیچکاري کوي چې په کابل کې کفري نظام حاکم دی، ځکه له ملي رسنۍ نیولې تر ټولو خصوصي رسنیو پورې فحشا خپروي. په حقیقت کې یې دغه خبره افغان ځوانانو ته پېغور ګرځولې، دوی ته وایي چې خاوره مو وګټئ، خویندې مو د پردیو په مخ کې نڅا کوي او بربنډې دي. افغان ځوانان چې له اوله تر ازله یې مېړانه ښودلې، د خپل ناموس پر وړاندې یې د خپل سر قربانۍ ته ټټر وهلی. دا ډول پېغورونه نه شي زغملی او وسلې ته لاس کوي، د نظام د نسکورېدو لپاره مبارزه پیلوي.

دغه راز د یادو فحشاوو بله لویه بدبختي دا ده چې راتلونکی نسل مو تباه کېږي. دا خپله یوه کفري پروژه ده چې د اسلام د ختمولو لپاره یې روانه کړې ده. راتلونکی نسل مو له دې فحشاوو ډېرې بې حیایۍ زده کوي او که همدغسې مخ پروړاندې لاړ شو، ډېر ژر ده چې کابل به مو په پاریس او مسکو بدل شوی وي او د افغانستان اسلامي جمهوریت به مو د افغانستان په جمهوري دولت بدل شوی وي.

مخنیوی یې باید څوک وکړي؟

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید پټه خوله پاتې نه شي او په دې هکله کوټلي ګامونه واخلي. که رسنۍ وال د رسنیو قانون ورته وړاندې کوي، له دوی سره اساسي قانون او د یاد قانون درېیمه ماده ده؛ اساسي قانون ټول هغه قوانین له منځه وړي چې د اسلامي اصولو او شرعي احکامو خلاف وي. تر نوي کال یا اختر پورې بلا وخت دی. که د اطلاعاتو او کلتور وزارت یي مخه ونه نیسي ښایي لوی خنډ یې په وړاندې راپورته شي او ملت او مدني ټولنې له خپل هر ډول مدني فعالیت څخه کار واخلي او د اړتیا پرمهال به تاوتریخوالی هم کاروي.

د مدني فعالینو په توګه د رسنیو چارواکو ته وایو چې د خپلو جیبونو د ډکولو لپار افغاني او اسلامي ارزښتونه مه تر پښو لاندې کوئ. د افغانستان د روانې جګړې یو اړخ تاسو هم یاست. په لوی لاس هڅه مه کوئ چې ملي خاینین اعلان شئ. موږ له بل هر چا وړاندې له تاسو تمه لرو چې د روانې جګړې په ختمولو کې هر راز منډې ترړې وکړئ، خو دا کارونه مو په لوی لاس جګړه ګرمه ساتي.

ولسي جرګې ته هم وریادوو چې تاسو د ټول ملت استازي یاست. په مهربانۍ سره په دې هکله خپل ملي او اسلامي دین ادا کړئ او خپل غږ راپورته کړئ. زه بیا هم په ډاډ سره ویلی شم او په خپلو سترګو مې لیدلي چې د هېواد دوښمنان او بهرنۍ کړۍ د همدې کنسرتونو او سریالو ویډیوګانې افغان ځوانانو ته ښیي او دوی جهاد ته هڅوي.

مه پرېږدئ چې ځوانانو مو د څو فاحشو نڅاګرو او سندرغاړو د نڅاوو قرباني شي.

وما علینا الاالبلاغ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د