نظــر

د مېزان شپږمه، د ماشومتوب د مهال برداشت

قاري سعید

نن دوشنبه د میزان شپږمه ده، نولس کاله وړاندې په همدې ورځ طالبانو د افغانستان پایتخت کابل ونیو او د هیواد وروستنی کمونیست واکمن ډاکټر نجیب یې په دار وځړاوو.

د میزان شپږمه زموږ د تاریخ مهمه ورځ ده، نن مې چې انټرنيټي رسنیو ته سر ورښکاره کړ، ځینو کسانو ددې ورځې په اړه خپلې خاطرې لیکلې وې، چې خوند یي راکړ، ځکه خاطرې او شخصي یاداښتونه کله د تاریخي وچو روایاتو په نسبت ډیر جالب او روښانوونکي وي،چې د هماغه وضعیت عیني ننداره مو سترګو ته ږدي، له همدې امله خو موږ ګورو چې د تاریخي اثارو په نسبت هغه کتابونه چې یو لیکوال په کې د خپل ژوند ترخې او خوږې د خاطراتو په حیث ثبت کړي وي ډیر جذاب وي.

همدې حقیقت ته په پام سره ما هم وپتېیله چې د میزان د هماغې شپږمې په اړه خپله خاطره ولیکم :

په ۱۳۷۵ لمریز کال کې مې د پکتیا په ګردیز کې د قرانکریم حفظ کاوو، په دوو یا دریو اونیو کې به یو ځل د جمعې په شپه کور ته تلم او څرنګه چې عمر مې کم و او د لارې ملګری به هم راسره نه و، زیاتره وخت به د خپل بابا / نیکه یامشر ورور لخوا بیرته په بایسکل دارالحفاظ ته رسول کیدلم.

یوه ورځ چې له زرمت څخه ګردیز ته په لاره وم په لویه لار مې د طالبانو ګڼ شمیر پیک آپ ډاټسنې، نظامي وسایط او په وسلو او مهماتو بار موټر ولیدل چې د غزني او پکتیکا له لوري د ګردیز په خوا روان و، د طالبانو دغه ستر نظامي کاروان راته غیرعادي ښکاره شو خو په مطلب یي ونه پوهیدم مګر وروسته معلومه شوه، چې دا د طالبانو ځانګړي جنګي ځواکونه وو، چې ګردیز ته راغونډ شوي تر څو له دې ځایه د پکتیا په ختیځو ولسوالیو ځاځي احمدخیل، اریوب او څمکنيو باندې عملیات پیل کړي چې تراوسه دحکمتیار او سیاف د ځواکونو په ولکه کې وې.

همداسې وشول څو ورځې وروسته سلګونو طالبانو په همدې سیمه عملیات پیل کړل،لجه منګل او احمدخیل یي ونیول او د ځاځیو په نري اریوب ته واوښتل، همدا پرمختګ په حقیقت کې د طالبانو دهغه ستر او تاریخي مارش پیل و،چې وروسته د سپینې شګې، ازرې، ننګرهار، لغمان ، کونړ او بالاخره کابل او ډنډ شمالي په نیولو سره بشپړ شو.

موږ ماشومان چې دغه مهال مو قران کریم حفظ کاوو په عجب وضعیت کې و، د حاکم وضعیت او عمومي فضاء په مقتضی باید د طالبانو په پرمختګ خوشاله شوي وای، مګر بله خوا مو څو استادان او د مدرسې مدیر داسې کسان و چې پخوا له حزب اسلامي سره تړلي پاته شوي و، هغوی د نورو ډلو په خلاف د طالبانو بریدونه تاییدول مګر د حزب په وړاندې دطالبانو اقدام ورته په زړه کې چندان خوند نه ورکاوو خو په خوله یي څه نه ظاهرول، د جنګ په دوهمه ورځ زموږ د یوه ځاځي همصنفي پلار مدرسې ته راغی او زموږ استاد ته یي دجګړې ژوندی حال بیاناوو، دا خبره مې په یاد ده چې ویل یي د رباني طیارو د نري په سر په طالبانو سخت بمبارونه وکړل.

بله ورځ اوازه راغله چې طالبانو اریوب او سپینه شګه ونیول، خلکو ویل طالبانو په سپینه شګه کې د پیسو چاپولو ماشین نیولی، دې خبرې ته زه د خپل ماشومانه ذهنیت له امله ډیر خوشاله وم او طالبان مې نور د پیسو له اړخه خودکفا بلل. مګر ډیر وروسته حقیقت راته څرګند شو، چې اصل کې هلته د پیسو د چاپ کومه فعاله دستګاه نه بلکې یوازې د زړو افغانیو د نوټونو ځیني فلمونه او یو ناقص چاپي ماشین نیول شوی و، چې ښودل یې چې حکمتیار صاحب هم د شمال ایتلاف د روس چاپ بانکنوټونو په ځواب کې د پیسو د چاپولو هڅه کړې وه.

د طالبانو پرمختګ روان و موږ راډیو نه لرله چې له حاله یي خبر شو خو د ګردیز د حضرت بلال مسجد په پنځه وخته لمونځونو کې مو طالبانو ته ټینګي ټینګي دعاګانې کولې،بله ورځ ماخستن چې موږ په سبق زنګیدلو ناڅاپه د درنو مرمیو ډز او ډوز پیل شو،له مسجد چې رابهر شو ګورو چې دګردیز اسمان د رسان مرمیو سرو شغلو په سراخیستی او له هر لورې فیرونه روان دي، دغه شیبه چې طالبانو د بي بي سي له ماښامنۍ خپرونې د جلال اباد د فتحې خبر اوریدلی و، نو د خوشالۍ د اظهار لپاره یي له هرې خوا هوایي فیرونه کول، د جلال اباد د فتحې له خبر سره یوځای د انجنیر محمود او د ننګرهار د نورو جهادي مشرانو د ډلییز قتل عام خبر هم ګرځیده چې هر چا ورباندې خواشیني ښودله خو زه یي هغه مهال په حقیقت او مطلب نه پوهیدم.

د ننګرهار له نیولو وروسته د لغمان او کونړ د نیولو خبر مې نه یادیږي خو د سروبي په نیولو سره طالبانو سهار د چایو په مهال یو ځل بیا د خوشالۍ هوایي ډزې پیل کړې،ښه مې په یاد دي زموږ له دارالحفاظ لویدیځ خواته چیرته چې اوس د یوناما دفتر پروت دی دلته په یوه ودانۍ کې د طالبانو د حق العبور اخیستو دفتر و او ګڼ شمیر وردګ طالبان په کې اوسیدل، یو طالب چې راکټ لانچر یې په اوږه و په بیړه له خپلې حویلۍ راووت ، د دښتې خواته یي منډه کړې او چې ښه ګوښه شو د راکټ هوایي فیر یي وکړ ، ښایي دا به په ګردیز کې د طالبانو وروستي د خوښۍ فیرونه و، ځکه د اوریدله قراره د سروبي د نیولو په ورځ د پکتیا د هغه وخت والي کرامت الله اخندزاده د خوشالۍ په هوایي ډزو بندیز ولګاوو او دا یې د بیت المال بي ځایه صرف کیدل وبلل، نو ځکه خو د کابل د نیولو له زیري وروسته حتی یو د خوښۍ ډز هم ونه شو.

د سروبي له نیولو وروسته د میزان د شپږمې په سهار زموږ د مدرسې مدیر فضل الرحمن طارق صاحب چې بیا د کرزي په حکومت کې د وردګو ولایت د معارف رئیس شو،په بیړه له دفتر څخه راووت او څرنګه چې زموږ ماشومو حافظانو اطاق دفتر ته نږدې و، ترټولو لومړی یې په موږ د کابل د نیولو زیری وکړ او وروسته یي نورو اطاقونو ته له کړکۍ سر وربیرته کړ او د کابل په نیولو یي خبر کړل.

طارق صاحب چې پخوا د حزب اسلامي په ګوند کې و چې له همدې امله فاروق وردګ د د خپل وزارت په مهال د وردګو د معارف رئیس کړ، یو اخلاقي،بااستعداده او نشیط شخص و، چې په پیښور کې د سیاف د پوهنتون د ادبیاتو له څانګې فارغ شوی و، نوموړی د طالبانو په وخت کې په ګردیز کې د لجنة الدعوة الاسلامیه عربي مؤسسې اړوند دارالحفاظ مدیر و، نوموړی که څه هم له طالبانو سره یي فکري بیلوالی درلود مګر یاد مي دي چې د طالبانو لخوا د کابل په نیولو او ډاکټر نجیب په اعدام خوښ و.

د کابل له نیولو سره یوځای د ډاکټر نجیب اعدام هغه موضوع وه چې هغه وخت هر ځای مجلسونه ورباندې تاوده و،اکثره خلک ورباندې خوښ و او دایي طالبانو ستره کارنامه بلله ،خو ځیني کسان یا د ډاکټر نجیب دفکر پلویان چې پرې ناراضه و هغوی د څرګندمخالفت په ځای موضوع بل وړ تعبیروله.

زموږ د اطاق یو ملګری محمدګل چې د میرزکې د کړکین اوسیدونکی و، کور ته تللی و او چې کله راغی نو زموږ په ماشومانه مجلس کې یې په قسم سره ویل چې نجیب طالبانو نه بلکې احمدشاه مسعود وژلی دی، ده ویل چې زموږ د کلي یوه مشر ویل چې د احمدشاه مسعود کسانو سپین پټکي تړلي او ځانونه یي د طالبانو په شکل جوړ کړي اود نجیب ځای ته ورغلي، نجیب چې لیدلي نو له خوښۍ نه ورته بهر راوتلی و چې شکر چې خپل د پګړیو والا پکتیاوال راغلل، خو د احمدشاه مسعود کسانو نجیب له ځانه سره وړی او بیا یي وژلی دی،دا ذهنیت چې ظاهرا یي دنجیب په مرګ د خپګان غمازي کوله هغه مهال یوازې له هغو کسانو سره و، چې د ګردیز په ښار کې اوسیدل او پخوا یي د ډاکټر نجیب سره ګوندي، فکري او یا هم قومي نږدیکت درلود نو ځکه یي له یوې خوا په مرګ نه و پیرزو له بلې خوا یي په ښکاره مخالفت نه شوای اظهارولی نو ځکه یي رنګارنګ تعبیرونه کول اما موږ چې د نجیب له لاسه له وطنه په هجرت اړ شوي و او د هجرت په کمپونو کې مو د نجیب په خلاف ډیرې ترانې زمزمه کړې وې، د هغه په وژلو ښه خوشاله و او د اوس مهال غوندې مو هغه وخت د د خاد د بنسټګر عبرتناک اعدام د کابل له نیولو کمه کارنامه نه بلله.

د نجیب د اعدام په اړه په پیل کې بیلابیلې انګیرنې کیدل مګر وروسته چې ما د طالبانو له چارواکو واورېدل ډاکټر نجیب د طالبانو لخوا قصدا او د پلان له مخې وژل شوی و، ځکه داسې فکر کیده چې که په لومړۍ مرحله کې اعدام نه شي وروسته به یي محاکمه کول د لویې نړیوالې غوغا سبب شي.

د کابل له فتحې سره یوځای د ملا بورجان د شهادت خبره هم ګرځېدله، چا چې د میزان د شپږمې په سهار بي بي سي اوریدلي وه وایي چې بي بي سي لومړی د ملابورجان د شهادت خبر ورکړ او بیا یي د طالبانو لخوا د کابل دنیول کیدو خبر نشر کړ، یعني د بي بي سي لپاره د کابل له فتحې د ملا بورجان شهادت مهمه موضوع و، ځکه چې دې خبر د طالبانو حوصلې ماتولې او د کابل فتحې یي حوصلې لوړولې.

د کابل د فتحې په سباموږ د خپلې مدرسې د دودیز نظم له مخې د مسجد تر مخ لین شوو او بیا لکه د رسم ګذشت پوځیان په پوره نظم په دوو کتارونو کې دګردیز دجامع مسجد په خوا روان شوو، زموږ د درالحفاظ شاګردان به که کومې غونډې یا جلسې ته تلل همیشه همداسې په نظم ورتلل چې داد ماشوموطالب العلمانو په ذهن کې د نظم او دسپلین د تزریق کولو ښه لاره وه.

د ګردیز په جامع مسجد کې لومړی د قرانکریم ختم وشو وروسته ویناوې پیل شوې د پکتیا والي کرامت الله اخندزاده اوږده وینا وکړه او دلته یي هم وویل چې د خوښۍ په شیبو کې د بي ځایه مرمۍ ویشتلو په ځای باید دشکرانې لمونځونه او ختمونه وکړو نو ځکه موږ د مرمیو په ویشتلو بندیز ولګاوو او د قرانکریم د ختمونو امر ورکړ .

وروسته اوږده دعاء وشوه،او د کابل د فتحې د شهیدانو ارواحو ته دعاګانې وشوې.

دغه وخت د هرچا د کابل لیدلو ته تلوسه وه، ځکه کابل ډیر وخت محاصره و او ازادانه خلک نه شوای ورتللی ، د لجنة الدعوه د یوه بل اړوند دارالحفاظ چې په ښرنه کې وه یو استاد قاري عبدالبصیر د کابل سیل ته په موټر سایکل ته تللی و چې د بیرته راګرځیدو په وخت یي په ګردیز کې زموږ دارالحفاظ ته شپه راوړه ، خو دا چې خپل درسونه یي همداسې پرې ايښي و او بې اجازه په منظره وتلی و ، د لجنة الدعوة الاسلامیه مؤسسې مشر استاد صراح ورته همدلته په ګردیز کې د عزل او له استادۍ څخه د منفکۍ فرمان واوراوو ،اوس چې د هغو دارالحفاظونو نظم او د مدارسو اوسنۍ بې نظمي سره پرتله کوم سخت افسوس راشي.

د کابل له فتحې څو ورځې وروسته چې زموږ د مدرسې امتحانونه شروع شول استادانو ویل چې که هرڅوک اول نومره شو نو د جایزې په طور به د کابل د منظرې امکان ورته برابریږي، په هغه کال د مدرسې په سطحه د سید جمال الدین په نامه یو بې کوره کابلی چې اصلا د میمنې سید و اول نومره راووت چې نور جوائز ورکړل شول خو د کابل د منظرې جایزه یوه تحریضي ټوکه ثابته شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx