افغانستان

طالبانو د کندوز ولایتي او سولې عالي شورا ودانۍ ونیولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۶مه ۱۳۹۴ل): د کندوز جګړه ساعت تر بل پراخیږي. طالبان مخ پر وړاندې روان دي او د ښار تازه سیمې نیسي.

وروستي راپورونه وايي چې طالبانو د ولایتي شورا ، د سولې د عالي شورا ودانۍ او هغه روغتون نیولی چې د امنیتي ځواکونو ټپیان په کې پراته دي.

طالبان د کندوز ښار دننه عملیاتو ته په داسې حال کې دوام ورکوي چې والي محمد عمر صافی او د ملي امنیت رییس يې په رخصتیو تاجکستان او کابل ته تللي دي.

د کندوز ولایتي شورا رییس محمد یوسف ادعا کوي چې د کندوز والي په تاجکستان کې او ملي امنیت رییس یې په کابل کې دی. جګړه د امنیه قومندان په رهبرۍ روانه ده خو د امنیتي ځواکونو تر منځ هیڅ هم آهنګي نشته دی.

د کندز ځايي چارواکو تر اوسه د جګړې په اړه له زیاتو څرګندونو ډډه کړې، خو د کندز د ولایتي شورا مرستیال امرالدین ولي رسنیو ته جګړه تایید کړه او زیاته یې کړه، چې طالبانو په ښار کې دننه یو شمېر پوستې او امنیتي حوزې هم نیولي دي.

د ولي په وینا، طالبان د امام صاحب بندر، کابل بندر ، خاکني ، زاخیل ، کلای ګاو استقامتونو څخه ښار ته ننوتلي او اوس هم جګړې ته ادامه ورکوي.

د بې سرحده ډاکترانو په روغتون کې یو تن کار کوونکي امریکا غږ ته ویلي چې دغه روغتون ته د دواړو خواو په لسګونو ټپيان راوړل شوي دي.

خو یوې بلې رسمي منیع بیا ویلي چې د کندوز په حوزوي روغتون کې د طالبانو وسله وال د افغان ځواکونو په ټپيانو پسې ورغلي او لاهم روغتون د طالبانو په تصرف کې دی.

خو د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور محسني  چې طالبان يې په شاه تمبولي او جګړه د ښار په ځینو سیمو کې روانه ده.

محسني زیاتوي چې  د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره هوایي قوه هم رارسیدونکې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د دوی سرتېري د پرمختګ په حال کې دي او ګام په ګام د امنیتي ځواکونو نه اهداف نیسي او په شا یې تمبوي.

ښاغلی مجاهد ډاډ ښيي، چې دوی به خپل پرمختګ ته ادامه ورکوي او امنیتي ځواکونه له سیمې پښې سپکوي.

kanduz_hospital

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امین درمان

هغه لینک یو واری راته وښوی او یا یی بیرته خپور کړی (طالبان د پوهنی پّه بهیر کی مخالف نه دی )

سبا ظاهر

د یو نوی خبر په رارسیدو سره طالیبان د کندوز ښار سپین زر چمن ته ورسیدل چی د ولایت مقر نه په ۲۰۰ متره فاصله

کی موقیت لری.

mha

والي محمد عمر صافی او د ملي امنیت رییس يې په رخصتیو تاجکستان او کابل ته تللي دي.
That is why the Taliban is taking Kunduz, The Government of Northern Alliance, Shorai Nizar and some of Mujahidin’s commanders is not effective, they don’t want to fight and they can not fight. Money go to top people and solders do not get enough. From the other hand Taliban are tough fighter, much better and with higher morals then Afghani solders and this is why they are wining.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x