ادبي لیکني

فرهنگي گډوډي

مخکې له دې، چې د فرهنگي گډوډۍ په اړه يو څه وړاندې کړم، پخپله فرهنگ به وڅېړم، چې فرهنگ څه ته وايي:

د عميد فارسي فرهنگ د عربي په شکل فرهنج علم، پوهه، ادب، معرفت، تعليم او تربيت د يو قوم يا ملت علمي آثار او هم د لغتونو د کتاب په معنا، چې د يوې ژبې لغتونه په کې شرح شوي دي.
فرهنگي هغه چا ته ويل کيږي، چې فرهنگ ته منسوب وي. يعنې معلم او مربي يعنې با فرهنگ او باادبه سړى، فرهنگيان يې جمع او فرهنگستان مدرسې، مکتب، د تعليم او تربيې ځاى ته وايي.

فرهنگ ته په فرانسوي ژبه کې کولتور وايي.
سربايلر د لومړني ځل لپاره دا کلمه کلچر يا کولتور د ټولنې د ژوند لپاره استعمال کړه.
فرهنگ ته په عربي کې ثقافت وايي. ثقا د نيزې او غشى سموونکې الې ته وايي. ثق دانا، هوښيار او مؤدب ته وايي. ثقافت ځيرکي او هوښياري بلل کيږي. په انگليسي ژبه کې کلچر ورته وايي.

کمونستان کلچر په دوو ډلو ويشي:
 
١_ د پلوروتاريا کلچر
٢_ د بورژوازي کلچر.
 
د ارواښاد رشاد صاحب له خولې ويل شوي دي: د کېکاوس د مور نوم هم فرهنگ و که دا رښتيا وي د دغې کلمې عمر به په دې حساب (٣٥٠٠) کلونو ته ورسيږي. بله دا، چې د ونې تر خاورې لاندې شويو ښاخونو څخه سروهونکي تېغ ته هم فرهنگ وايي.
 
په بېلا بېلو هېوادونو کې استوگن بېلا بېلو قومونه ځانته فرهنگ، کولتور، دود او عنعنات لري، چې هر قوم او هره قبيله يې په ارزښتناکو ځانگړتياوو فخر کوي.

هو! داسې ډېر شوي، چې د تگ راتگ او مسافرتونو په وسيله له يوه هېواده په تېره له گاونډ هېوادو څخه بل هېواد ته لېږدېدلى او کله داسې شوي، چې د فرهنگي يرغل په وسيله د بل هېواد د خلکو د ژوندانه بڼه او ماهيت يې بدل کړى. يا دا، چې په کې حل شوى او يا يې فرهنگي گډوډۍ رامنځته کړي دي. تر دې، چې له ځان څخه د پرديتوب په جال کې ښکېل شوي او خپل ټول کولتوري او فرهنگي افتخارات يې له لاسه ورکړي وي.

افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت له نظره په څلور لاري کې پروت دى. د وريښمو سوداگرۍ کاروانونه له همدې هېواد څخه تېر شوي ا و د يونان له لښکري يرغل سره همدغه هېواد مخامخ شوى دى، چې دغو دواړو د افغانستان د خلکو فرهنگ او کلچر او ژبه، چې د فرهنگ جز ده بې اغېزې نه ده پرېښې او دلته يې په تېره د ځوان نسل له خوا په خلاصه غېږه تود هرکلى شوى دى.
زموږ په ځوانانو کې د تقليد روحيه دومره پياوړې ده، چې بيخي افراطي شکل ته رسيدلې. په دې معنا، چې که کوم خارجي (اوس له بدمرغه ډېر دي) د خپل پتلون يوه پايڅه سره او بله توره کړي يا دا، چې په يوه پښه بوټ او په بله کلوشه په پښو کړې. په سبا به يې وگورئ، چې نيمايي ښارد نوي تمدن او تجدد په نامه ورته غېږه خلاصه کړې او په پراخه ټنډه يې د ده  د کار هرکلى کړى دى.
اوس؛ خو خبره دې حد ته رسيدلې، چې کله کله پرې سړى تېروزي، چې نر يې وبولي او كه پېغله. په دې معنا، چې وېښتان يې دومره اوږده او جړپړ وي که د څټ له خوا يې وگورې؛ نو حتماً به ورته د ((همشيره)) خطاب وشي او که مخ يې درواړاوه؛ نو د بريتونو په ليدو به يې پخپل خطاب پښېمانه شې. کله، چې د کمونستانو د هېواد پلورلو په دوران کې شوروي اردو زموږ پرهېواد يرغل وکړ؛ نو له هېواد نه مهاجرت شروع شو او کله، چې اسلامي انقلاب بري ته ورسيد بېرته خپل هېواد ته راستانه شول. د دوى ځينو ځوانانو او زلميانو نوى فرهنگ، چې په ټوله معنا پردى دى له ځانه سره راوړ، چې له افغان فرهنگ سره بيخي مخالف دى.
 
د دوى په جامو او ژبه کې پوره توپير راغلى، دوى داسې جامې اغوندي، چې پخوا به يې ځوانان او زلميان په اغوستلو شرميدل؛ خو اوس د زيړو، گلدارو او نورو رنگه ټوکرانو په اغوستلو فخر کوي.

سيد جمال الدين افغان ټينگار کاوه، چې “علم له نورو واخله؛ خو کولتور خپل وساته”. اوس خبره نسكوره شوې ده. علم ته يې بيخي پام نه دى کړى؛ خو په پردي فرهنگ کې دومره ورک شوي، چې له افغان فرهنگ څخه نااشنا شوي دي او دغه له ځانه پرديتوب او ((از خود بيگانگى)) دې حد ته رسيدلې، چې کله کله ځان ورته پردى ښکاري او د پېژندلو په برخه کې يې ستونزو سره مخامخ کيږي. موږ خپل اصيل فرهنگ، چې په بل هر فرهنگ يې مينه اړولې ده. دغه وياړلى فرهنگ د پردي فرهنگ په بدل کې له لاسه ورکول له خپل هېواد او خلکو سره ستره جفا ده.

اوس، چې زموږ په هېواد کې د ٤٢ هېوادونو نرينه او ښځينه پوځيانې جنگيږي او له ځان سره يې (٤٢) فرهنگونه راوړي؛ داسې فرهنگي گډوډۍ به رامنځته کړي، چې سړى به له تحير څخه ښکرونه پيدا کړي.

زما هيله له خپلو ځوانانو دا ده، چې په دغه راز رنگارنگ فيشنونو او سينگارونو ونه غوليږي او په هرحال خپل فرهنگ، چې افغان هڅوب دى په ډېر متانت وساتي او د چا په کولتور(هڅوب) ونه غوليږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x