د سوريې په اړه د روس او امريکا جوړ جاړی، لاملونه، اندېښنې او پايلې

احمد الله احمدزی

سوريه کې د روسيې پوځي فعاليتونو او مانورو د امريکا او نړيوالې ټولنې اندېښنې راپورته کړي او د سوريې پنځه کلن کړکېچ يې يو نوي درشل ته داخل کړی دی.

امريکايي رسنۍ سوريه کې د روسيې د سترايژيکو فعالتونو په اړه څېړنې کوي او دا فعاليتونه په ډېره جدي توګه څاري.

نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې په خپله تازه سرمقاله کې ليکلي، چې سوريې لپاره د روسي ولسمشر ويلاديميرپوتين پيغامونه له اندېښنو ډک دي.

«پوتين سوريه کې خپل پوځي فعاليتونه ورځ تر بلې په ډېر خطرناک شکل زياتوي ، داسې څرګندوي، چې روسيه د نړۍ ژغورونکی هېواد دی او په منځني ختيځ کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد د جګړې اصلي مخکښ روسيه ده.»

نيويارک ټايمز د روس او امريکا رقابتونو کې د بارک اوباما په پلوۍ پر روسي ولسمشر نيوکه کړې، چې کېدای شي د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې پوتين د اسلامي دولت ډلې پر ضد د نړيوال ايتلاف غوښتنه وکړي او په دې اړه د امريکايي ولسمشر بارک اوباما ټولې هڅې له پامه وغورځوي.

د نيويارک ټايمز په وينا ويلاديميرپوتين غواړي، چې له دې لارې د بشارالاسد رژيم وژغوري او سوريه کې ستره نظامي اډه جوړه کړي.

ورځپاڼه زياتوي، چې نړيوال بايد د روسي چارواکو په څرګندونو تېر نه وځي او پوتين کولای شوای ، چې د لکونو سوريايي وګړو ژوند وژغوري او د خپل مثبت فعاليت له مخې يې د سوريې جګړه پای ته رسولې وای.

فارن پالسي مجلې هم سوريه کې د پوتين د ستراتيژي په اړه ليکلي، چې روسي ولسمشر سره دا غم نه شته، چې بشارالاسد په دغه جګړه کې بريالی کيږي او کنه، مګر د روسيې ټوله هڅه دا ده، چې د سوريې په راتلونکې کې خپل مهم رول ولوبوي او له دې لارې خپلې ګټې خوندي کړای شي.

فارن پاليسي زياتوي، چې پوتين غواړي، بشارالاسد ته دا خبره په ذهن کې ورکړي، چې روسيه لا هم د سوريې دوست هېواد دی او له همدې امله يې سلګونو جنګي الوتکې او ټانکونه سوريې ته لېږلي دي.

د فارن پاليسي په وينا روسيې سوريې ته دوه سوه سمندري او دوه زره ځمکني عسکر لېږلي او تر څنګ يې د لرې هدف وېشتونکي توغندي، بې پيلوټه الوتکې او ګڼ شمېر نور نظامي مهمات لېږلي او د دې تر څنګ غواړي، چې د سوريې په لويديځ اللاذقيه کې نظامي مرکز هم جوړ کړي.

فارن پاليسي د خپلې سرمقالې په پای کې وايي، چې د روسيې ټوله هڅه دا ده، چې د سوريې په راتلونکې کې خپل رول مهم وبولي.

د پېښو څارونکي وايي، چې امريکا، روسيې او نړيوالې ټولنې سره هېڅکله د کمزورو ولسونو غم نه شته او نه يې هم په مرګ او درد خواشيني کيږي، بلکې د کمزورو او ضعيفو هېوادونو په جګړو کې د خپلو هېوادونو ګټې خوندي بولي.

دوه زره لسم کال راهيسې، چې سوريه کې د بشارالاسد بر ضد ولسي پاڅون پيل شوی، امريکا دغه اور ته لمن وهله او هغه مهال هم کارپوهانو ويل، چې امريکا او نړيواله ټولنه به تر هغو د سوريې د کورنۍ جګړې تماشه کوي، تر څو چې د سوريې بنسټونه ونړيږي، ولس يې يو بل سره وخوري او په هېواد کې مذهبي نفرتونه اوج ته ورسيږي، نو بيا به د نړۍ قوي هېوادونه د سوريې د کړکېچ د حل و فصل په نوم راميدان ته شي او هڅه به وکړي، چې سوريه د خپلو ګټو له مخې خپلو کې سره ووېشي او له يوې مودې ناندريو وروسته به سوريه د نړيوالو زبرځواکونو د ګټو له مخې ووېشل شي.

د پنځو کالو په تېرېدو خبره همداسې شوه او اوس سوريه د امريکا او روسيې د قابتونو مرکز دی او دواړو هېوادونو د خپلو همفکره هېوادونو په ملتيا هڅې پيل کړي، چې سوريه د خپلو ګټو له مخې سره ووېشي او داسې ښکاري، چې امريکا او روسيه يو جوړجاړي ته سره رسېدلي دي.

تر اوسه امريکا پر دې خبره ټينګار کاو، چې د سوريې په کشاله کې بايد بشارالاسد د حل برخه نه وي، مګر اوس يې د ايران او روسيې په غوښتنه دا خبره منلې، چې بشارالاسد بايد په واک کې پاتې شي او د سوريې د وېش پر مهال بايد د يو وړوکې هېواد مشر وي، چې نفوس يې تر اته ملېونه وي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان مسکو ته د خپل سفر پر مهال رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې بشارالاسد غواړي، چې د يو وړوکې هېواد ولسمشر وي.

د عربۍ نړۍ وتلي ژورنالېست او د الجزيزې تلويزون د سيالسي پروګرام «الاتجاه المعاکس» چلوونکی دکتور فيصل قاسم وايي، چې د اردوګان څرګندونې کټ مټ د ويلايدميرپوتين د هغو غوښتنو برخه ده، چې د سوريې په اړه يې له امريکا کړي دي.

له تېرو څو کالو راهيسې سعودي عربستان، قطر او ترکيې ټينګا کاو، چې بشارالاسد بايد د سوريې په راتلونکې کې هېڅ رول ونه لري او بايد ژر تر ژره له واکه ګوښه کړای شي، مګر داسې ْښکاري، چې د روسيې او امريکا د خپلمنځي جوړجاړي له مخې به عربي هېوادونه او ترکيه له خپلې دې غوښتنې په شا شي او د سوریې کرکېچ به د روسيې، ايران او امريکا د خوښې او ګټو مخې د سوريې په وېش پای ته ورسيږي.

راتلونکې څور ورځې ډېرې مهمې، چې روسيه او امريکا څرنګه د سوريې په وېش سره سلا کيږي.

د عربي چارو څارونکي وايي، که سوريه په مذهبي او قومي وېش سره تقسيم شوه، نو دا ډېره لرې نه ده، چې امريکا او نړيوال قوتونه په راتلونکي لنډ وخت کې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، مصر، ليبيا او نور عربي هېوادونه هم په يو او بل نوم د خپلو ګټو لپاره سره ووېشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د