افغانستان

مجاهد: افغان ځواکونه له کندز څخه د تېښتې په حال کې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۶مه ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی جنګیالیو نن سهار وختي د کندز په مرکز د پنځو حوزو له خوا بریدونه پیل کړل چې تر اوسه پورې يې ګڼې پوستې، سیمې او پوځي مهمات نیولي دي.

ښاغلی مجاهد وايي چې دا مهال طالبان د کندز ښار ته داخل شوي او د تخارستان مدرسې او پلخمري اډې په ګډون یې د ښار په اړوندو سیمو کې واک ټینګ کړی.

نوموړی زیاتوي چې دوی په ډیر پیاوړي مورال جګړه کوي او مخالف ځواکونه یې «د ځان پټولو او تېښتې» په حال کې دي.

د طالبانو ویاند په جګړه کې د خپلو تلفاتو راپورونه ردوي او تر دمګړې یوازې د څو تنو ټپي کیدل مني. نوموړی په خپلو لیکو کې د تلفاتو د نشتون د لامل په اړه وايي:

«دښمن په داسې حالت کې نه دی چې د جګړې په ډګر کې ودریږي او چا ته تلفات ورسوي، دښمن منډې وهي، دا اوازې د روحیې ورکولو په موخه خپریږي، مشران یې تښتیدلي، ښار ټیټ پوړو عسکرو ته پاتی دی چې هغوی هم د ځان ژغورولو په حال کې دي».

ښاغلی مجاهد وايي چې د جګړې لپاره مشخص نظامي اهداف لري او د ټاکلې نقشې له مخې پرمخ روان دي. نوموړی د کندز اوسیدونکو ته اطمنان ورکوي چې د دوی له خوا عامه اهداف نه په نښه کیږي او نه د ملکیانو په نښه کولو کې کومه ګټه ویني، خو زیاتوي چې مخالف ځواکونه یې د عوامو په کورونو بریدونه کوي چې په کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

د طالبانو ویاند د کندز ښار له اوسیدونکو غوښتنه کړې چې د جګړې پر مهال په کورونو کې پاتې شي او د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د جګړې تر پایه له کورونو څخه راونه اوزي.

نوموړي همدا راز له ښار څخه په دباندې خلکو هم غږ کړی چې د جګړې په دوران کې ښار ته د ننوتلو هڅه ونه کړي. د ښاغلي مجاهد په وینا، د ملکي خلکو د ساتنې په موخه یې د ښار په څلورو دروازو کې پوستې اچولي او نه پریږدي چې د ولسي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ شي.

ذبیح الله مجاهد له خپلو مخالفو ځواکونو څخه غواړي چې «لکه څرنګه چې يې تراوسه مقاومت نه دی کړی بیا هم بې ځایه مقاومت ونه کړي او له خپل ژوند سره لوبې ونه کړي».

ښاغلی مجاهد د کندز والي او ملي امنیت د رئیس په ګډون د لوړپوړو چارواکو نشتون د هغوی د مورال بایلنې ښکارندوی ګڼي او په افغان ځواکونو غږ کوي چې د خپلو مشرانو له «تېښتې» څخه عبرت واخلي او باید پوه شي چې «مشران یې دوی مرګ ته ورکوي خو په سخته ورځ کې يې ترڅنګ نه دریږي».

که څه هم طالبانو له دې وړاندې هم د کندز په ښار کې موقتي پرمختګونه کړي وو خو ښاغلی مجاهد وايي چې اوسنی پلان یې دا دی چې دوی به خپل پرمختګ ته دوام ورکوي او تر خپلې وسې به په دغه ولایت کې واک مضبوطوي.

باید وویل شي چې طالبانو نن سهار وختې د کندز پر ښار پراخ تعرضي بریدونه پيل کړي او لا هم جګړې ته ادامه ورکوي. د راپورونو له مخې طالبانو تر اوسه په ښار کې ګڼې پوستې، امنیتي حوزې، د ولایتي شورا ودانۍ، د سولې عالی شورا ودانۍ، د ښار ۲۰۰ بستریز روغتون، مالګې منډيي، د پلخمري اډه، د تخارستان مدرسې سیمه، سه درک سیمه، زاخیل، باغ زراعت، شیخ ظاهر کلی، زرخرید سیمه او نورې سیمې نیولي دي.

وروستي راپورونه وايي چې په کندز ښار کې لا هم جګړه په شدت روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x