افغانستان

کندز: طالبان د ولایت مقام تر ودانۍ ورسيدل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې۶مه ۱۳۹۴ل): که څه هم کندز ته تازه دمي عسکر لېږل شوي خو سربېره پر دې د طالبانو د پرمختګ خبر ورکول کیږي.

طالبانو نن سهار د کندز په ښار له پنځو خواوو برید وکړ. د ښار ډيری سیمې یې ونیولې او جګړې ته لا هم دوام ورکوي. اوسمهال جګړه د ولایت پر مقام او امنیه قومندانۍ روانه ده او د ملي امنیت دفتر نیول شوی دی.

رویټرز ته امنیتي سرچېنو او عیني شاهدانو ویلي چې وسله‌وال طالبان د کندز ولایت مقام ته نېږدې بلاکونو ته رسیدلي. د طالبانو د اسلامي امارت تر ړنګېدو وروسته دا د دوی تر ټولو ستر برید دی.kunduz 12

یو عیني شاهد د جګړې له ډګره رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې طالبان د ولایت مقام ته رسیدلي او شاوخوا ۶۰۰ مترۍ کې ورسره دي.

یوې دولتي سرچېنې رویټرز چې د نوم نه ښودلو په شرط یې رویټرز ته ویلي چې طالبان د ولایت مقام ته نېږدې شوي دي.

سیمې ته تازه دمي ځواکونه په دې هیله لیږل شوي څو ولایت د طالبانو لاسونو ته د پرېوتلو وساتي.

پژواک خبري اژانس وايي چې یوې سرچېنې ورته ویلي چې طالبان د کندز ولایت مرکزي څلور لاري ته رسیدلي دي او ډیری دولتي ودانۍ د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

په سیمه کې د ازادۍ راډيو خبریال وایي چې طالبان د سپین زر چمن سیمې ته رارسیدلي او که یې مخه ونه نیول شي، امکان لري تر ماښامه ټول ښار د دوی لاس ته ولویږي.

طالبانو تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر عکسونه خپاره کړل چې په کې د دوی وسله‌وال د کندوز په حوزوي روغتون او د ښار په بېلابېلو سیمو کې لېدل کېدل.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم شېبه وړاندې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي وو چې د دوی ملګري د کندز ښار مرکزي چوک ته رسیدلي، لومړۍ، دوهمه دریمه او پنځمه حوزه په ټولېزه توګه نیولي او ګڼ عسکر یې وژلي.

د طالبانو ویاند د کندز ښار له اوسیدونکو غوښتنه کړې چې د جګړې پر مهال په کورونو کې پاتې شي او د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د جګړې تر پایه له کورونو څخه راونه اوزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x