افغانستان

کندز: طالبانو د ولایت مرکزي زندان مات کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې۶مه ۱۳۹۴ل): د کندز ولایت څخه رارسیدلي راپورونه وايي چې طالبانو د کندز ولایت مرکزي زندان او د ملي امنیت ریاست نیولی دي.

د طلوع نیوز د راپور پر اساس، طالبانو د ښار مرکزي زندان، د ملي امنیت ریاست او د یوناما دفتر تر خپل واک لاندې راوستلي دي او ټول بندیان یې ازاد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یاد راپورونه تاییدوي او زیاتوي چې د کندز ولایت ټولې حوزې، بالاحصار، زندان او دولتي ودانۍ یې نیولي دي. خو د بندیانو په اړه له نورو تفصیلاتو ډډه کوي.

ښاغلي مجاهد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی جنګیالیو د ښار له روغتون څخه د لیدنې پر مهال ډاکټرانو ته د خپل کار د دوام سپارښتنه کړې او د حالاتو په اړه یې ډاډ او اطمنان ورکړی دی. د نوموړي په وینا، طالبانو په روغتون کې په ناروغانو نغدي مرستې هم ویشلي دي.

طالبان وايي چې تر اوسه یې ګڼ مهمات، نقلیه او نظامي وسائل هم تر ګوتو کړي دي.

له بلې خوا د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند «سید سرور حسیني» وايي چې کندز ولایت سقوط کړی او لا وختی د طالبانو لاس ته لوېدلی.

نوموړي دغه څرګندونې اریانا نیوز ته کړي او زیاته کړې يې ده چې په دې اړه به نور تفصیل وروسته ورکړي. د ښاغلي حسیني څرګندونې تر دمګړۍ خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.

د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسیا څارئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x