افغانستان

رویټرز: طالبانو د کندز په مرکزي څلورلاري خپل بیرغ ورپاوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې۶مه ۱۳۹۴ل): د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس هغو طالب ځواکونو چې نن د کندز په مرکزې ښار ننوتل، ددغه ښار په مرکزي څلورلارې یې خپل بیرغ ورپاوه.kunduz 12 taliban 89

دغه اژانس ویلي چې د دوی یو تن عیني شاهد او دوه امنیتي چارواکو ورته ویلي چې طالبانو په مرکزي څلورلارې کې خپل بیرغ او سپین بیرغونه یې وځړول.

د رویټرز په وینا د کندز مرستیال والي چې اوس مهال د کندز د هوايي ډګر په لوري تښتېدلی، وویل چې د ولایت د مقام په ۵۰۰ مترۍ کې جګړه روانه ده.

رویټرز زیاته کړې ددوی یوه خبریال طالبان ولیدل چې د ترافیکو په څلولارې یې خپل بیرغ رپاند کړ.

رویټر خبري أژانس لومړنی بهرنی أژانس دی چې د طالبانو له لوري د کندوز ولایت د مرکز نیولو په اړه خبر ورکوي .

traffice_chowk3 traffice_chowk2 traffice_chowk1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x