افغانستان

طالبانو رسما ومنله چې د کندز ولایت یې نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې۶مه ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد شېبه وړاندې د کندز ولایت د سقوط راپورونه تایید کړل او ویې ویل چې د ولایت مقام ودانۍ او امنیه قومندانۍ په نیولو سره یې نوموړی ولایت په بشپړه توګه تر ولکې لاندې راووست.

ښاغلي مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا مهال د دوی جنګیالي د کندز په مهمو نقطو حاکم دي او د هوايي ډګر پر لور د پرمختګ په حال کې دي.

د راپورونو له مخې د کندز ټول چارواکي دا مهال د ولایت په هوايي ډګر کې پنډ دي او له دې ولایت څخه د تېښتې تابیا نیسي.

په هغو تازه ویډیوګانو کې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، لیدل کیږي چې ډلې ډلې پولیس په رینجر موټرو کې د هوايي ډګر پر لور ځغلي او د ځان د امنیت لپاره په عمومي سړک ولاړو ولسي خلکو ډزې کوي.

طالبانو په ننني برید کې د کندز له مرکزي زندان څخه نږدې ۷۰۰ بندیان ازاد کړي دي.

له سیمې څخه عیني شاهدان وايي چې اوس په ښار کې وسلوال طالبان په ازاد ډول د ملي پولیسو او اردو په رینجر موټرو کې ګزمې کوي.

د کندز ولایت په داسې حال کې د طالبانو لاس ته لویږي چې د دې ولایت والي لا له وړاندې تاجکستان ته تللی و.

د کندز له سقوط وروسته یو شمیر شننونکي په دې باور دي چې ښايي اوس د تخار او بغلان ولایتونه هم د سقوط له ګواښ سره مخامخ شي. هېره دې نه وي چې نن مازدیګر د کندز ولایت له سقوط سره جوخت په ګاونډي ولایت تخار کې د اشکمش ولسوالۍ سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

که څه هم د کندز امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور محسني وايي چې کندز ولایت په بشپړ ډول سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لویدلې، خو د دې ولایت مرستیال والي د نیم ولایت سقوط مني.

د ګډحکومت چارواکي د تل په څېر د یو ورځني برید په پایله کې د بشپړ ولایت سقوط د سیمه ییزو استخباراتو کار بولي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ډاډه دی چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به کندز ولایت بیرته ونیسي.

طالبانو نن سهار وختي د کندز پر ښار پراخ تعرضي بریدونه پیل کړل چې د همدې ورځ تر لمرپریوتو وړاندې يې ولایت په بشپړ ډول تر واک لاندې راووست.

له دې وړاندې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو د سقوط راپورونه ورکړل شوي، خو په تېره یوه نیمه لسیزه کې دا لومړی ځل دی چې یو ولایت په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته لویږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ق

الحمدالله چي غازيانو دكندز ولايت په بشپړه توګه ونیو او مبارکی ټول ولس ته وړاندی کوم او له خپلو توریالی طالبانو څمه هیله کوم چی په ډیر احتیاط څخه کار واخلی چی ملکی وګړو ته کوم زیان ونه رسیږي

قاري سعيد خوستى

الله اکبر ولله الحمد

مولوی دیوبندي

الله کبرولله الحمدکثیرامبارکاالحمدالله

Ben omar

الحمدلله.
ددی مبارکی فتحی مبارکې تول ولس ته وایم.
محترمو غازیانو همدا وخت ستاسو د مینی راجذبولوو خت دی چی دا موقع له لاسه ورنه کړی،
ځکه ولس تاسو ته په ډیر دقت سره سترګی اړوی تر څو ستا سو کړنی له مخامخ څخه وګوری،
هیله ده چی خپل اصلیت یواځی ولس ته نه بلکی نړی ته وښایی،

توره خیل

داکتر عبدالله ته مبارکی وایم زکه هغه د ای اس ای غت نفر دی او په دی دیر خوشحالیگی چه کندز طالبانو ونیوه مننه

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x