ملا اختر محمد منصور

د طالبانو مشر د کندز خلکو ته د امنیت ډاډ ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو په لاس د کندز ولایت د مرکز له سقوط وروسته، د طالبانو مشر په یوې ځانګړې ویناپاڼه کې د کندز استوګنو او په دغه ولایت کې د حکومت په پلوۍ جنګېدونکو سرتېرو ته د بښنې ژمنه وکړه.

ملا اختر محمد منصور په خپلې ویناپاڼه کې له خلکو غوښتنه کوي چې باید د تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانه شي. دی وايي: «د حکومتي ادارې اړوند کوم چارواکي یا  عسکر چې لا هم په ځینو برخو کې د جنګېدو اراده لري یا د انتقام له ویرې یې ځانونه مخفي کړي دي، زموږ پیغام ورته دا دی چې د اسلامي امارت د مجاهدینو په اړه دې د دښمن تبلیغات او بدګومانۍ له ذهنه وغورځوي».

ښاغلی منصور وړاندې یو ځل بیا ټینګار کوي چې د دوی پلویان د غچ فکر نه لري او حکومتي سرتېرو ته د بښنې ژمنه کوي: «مجاهدین د انتقام فکر نه لري بلکې د عفوې له پیغام سره راغلي دي، پخوا چې دوی د مجاهدینو په وړاندې هدف و علت یې دا و چې دوی د اشغالګرو او اجیر رژیم په صف کې عملاً ولاړ و او دندې یې اجراء کولې، اوس که دوی له هغه کردار څخه منصرف کیږي، له مخالف صف سره خپل تړاو شکوي د اسلامي امارت د عفوې دروازې یې په وړاندې خلاصې دي، دوی کولای شي په ډاډه زړه د دعوت او ارشاد د پروګرام په توسط له مجاهدینو سره په رابطه کي شي او خپل د سر او مال حفاظت تضمین کړي».

دا لومړی ځل دی چې طالبان پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته توانېږي چې د یوه مهم ولایت مرکز ونیسي. که څه هم د طالبانو مشر پخوا هم حکومتي چارواکو ته د خپلو دندو پرېښودو خبره کړې وه؛ خو دا لومړی ځل دی چې د یوه مهم ولایت د مرکز تر نیولو وروسته د بښنې غږ کوي.

ملا اختر محمد منصور خپلو جنګیالیو ته لارښوونه کوي چې د نظامي اهدافو له ترلاسه کولو وروسته دې د کندز د ولس ژوند ته پاملرنه وکړي. منصور وايي: «مجاهدین دې د عملیاتو له پای ته رسیدو او نظامي اهدافو له ترلاسه کولو وروسته ټوله توجه د کندز ښار د درانه اولس د سر، مال، ملکیتونو او عزت ساتنې ته  وګرځوي».

د طالبانو مشر امر کوي چې پرې نه ږدي فرصت طلبان له جګړه ییز ماحول څخه ګټه پورته کړي: «ډیر ځله له دغسې جګړه ایز ماحول څخه فرصت طلبان او لوټماران بده استفاده کوي، مجاهدین باید ویښ وي او اجازه ورنکړي چې څوک د عام اولس سر او مال او یا  د بیت المال عامه شتمنیو ته زیان ورسوي».

اختر محمد منصور د کندز له خلکو غواړي چې د لوټمارانو د ناوړه کړنو په مخنیوي کې دې له دوی سره مرسته وکړي: «کوم کسان که له جګړه ایز وضعیت نه په بده استفاده د دغسې جرائمو هڅه کوي هغوی مجاهدین نه دي. ښاریان باید د دغسې کړنو په مخنیوي او د عاملینو په نیولو او مجازات کې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره همکاري وکړي».

د طالبانو مشر ډاډ ورکوي چې په کندز کې به چارې له معمول سره سمې پر مخ ځي او ملي سوداګر، کارګران، د روغتونونو، ښوونځیو او ښاروالۍ کارکوونکي دې بې له اندېښنې خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بیايي. منصور ژمنه کوي چې: «مجاهدین د دوی وروڼه دي او د دوی د سر او مال ساتنې ته ژمن دي، مجاهدین د هیچا د ځورولو یا توهین فکر نه لري بلکې د اولس د هوساینې او قدردانۍ نیت یې په زړه کې دی».

طالبانو نن د کندز ولایت مرکز په بشپړ ډول تر خپلې ولکې لاندې راووست.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
یاسر
میلمه

الله اکبرالله اکبرالله اکبرالحمدالله ثم الحمدالله خدای شکردی اسلام پیروزکری حق پیروزکری اوباطل ناکام کری اوده اسلام دشمنان مات اومختوروکرزوی خدای ته نصرت ورکری چی کامیابی ده اسلام په نصیب سیه اوخدای ج دی نوی زعیم امیرالمومنین ملااخترمحمداخندوساتی اوده حق ده لاری خدمت گذاروکرزوی اودیسه سوه چی دیرژری بیانیه ورکره

کندهار
میلمه
کندهار

الله اکبرالله اکبرالله اکبرالحمدالله ثم الحمدالله