
کندز د طالبانو تر ولکې لاندې – انځورونه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې۶مه ۱۳۹۴ل): کندز ولایت ښار نن طالبانو ونیولو. په دغه ښار طالبانو له پنځو خواوو د شپې شاوخوا ۳ بجې برید پيل کړ او نېږدې مازدیګر مهال یې ونیولو.
طالبان وايي چې اوسمهال په تصفیوي عملیاتو بوخت دي او په دولتي ځواکونو پسې هوايي ډګر لوري ته تللي دی. داسې راپورونو هم شته دی چې طالبانو د کندوز هوايي ډګر او بالاحصار محاصره کړی دی.
د تېرو ۱۴ کلونو راهیسې دا لومړی ځل چې طالبان یو ستر ولایتي ښار نیسي. په کندز ښار د دوی د واکمنۍ نن لومړنۍ ورځ ده. په همدې ورځ طالبانو شاوخوا ۱۹ کاله وړاندې کابل نیولی و.
نن ټکی اسیا په کندز د طالبانو د واکمنۍ لومړنۍ ورځې ځینې انځورونو او ويډیوګانې د ټولنیزو رسنیو څخه راټول کړي دي.




ویډیو
https://www.youtube.com/watch?v=SVYRJX6J1xo&feature=youtu.be
https://www.youtube.com/watch?v=rIYOb9G2d60&feature=youtu.be
Posted by nunn.asia on Monday, September 28, 2015
الله اکبرالله اکبرالله اکبرالحمدالله ثم الحمدالله
الحمد لله ثم الحمدالله ، واقعآ ډیر خوشحاله شوم . د مجاهدینو په لاس د کندوز فتح کیدل یوه لویه لاسته راوړنه ده
مجاهدینوته یوه د ورورولی توصیه کوم چی د عامو خلکو ډیر خاطر وساتی او بد چلند ور سره ونه کړی
په آخر کی داوایم
اللهم انصر المجاهدین فی کل مکان . اللهم امین
خدای دي وکړ یچي نور هم داسي ستر ستر بریدونه وکړي