ورزش

هند دافغانستان انتقام واخیست،انګلینډپه ۹۰منډوماته وخوړه

په کولمبو کې ترسره کیدونکې دنړیوالو شل اوریزو لوبو په یوه مهمه لوبه کې هندوستان انګلینډ ته په ۹۰ منډو شرمونکې ماته ورکړه . انګلستان دهندوستان د۱۷۰ منډو به جواب کې ایله ۸۰ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله . په دې لوبه کې دهند لوبغاړي هربهجن سنګ دانګلستان ۴ لوبغاړي وسوځول ،عرفان پټان او پیوش چاوله یې دوه دوه انګلینډي لوبغاړي وسوځول. دتیرې جمعي په ورځ دانګلستان او افغانستان ترمنځ لوبه ترسره شوه چې دافغانستان لوبه ډلې ټول ټال ۸۰ منډې جوړې کړې او په ۱۱۶ منډو یې لوبه وبایلله .

دانګلستان قوي او تجربه لرونکې لوب ډلې ته دافغانستان دټیم پاته والي دومره دحیرانۍ خبره نده خو دهند په وړاندي دانګلستان ۸۰ منډې جوړول یوه شرموونکې ماته بلل کیږي

حمزه څار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x