نظــر

کندز نوم وکړ د آسیا په غېږ کې

لیکوال: زخمي افغان

د افغانستان شپږم ترټولو ستر ښار، د شمال ختیخ افغانستان دروازه ، د هیواد د شمال دوهم لوی ښار او تجارتي مرکزاو ددغسې بلا نورو جغرافیوي، ستراتیژيکي او … خصوصیاتو درلودونکی ښار کندز هم دانن د طالبانو لاس ته ولوېد.

طالبانو د دوشنبې په سهار وختي د میزان په شپږمه د کندز په ښار له څو اړخونو بریدونه پیل کړل،د رسنیزو راپورونو او عیني شاهدانو د وینا له مخې د طالبانو پرمختګ ډیر منظم او سنجول شوی و، د برق آسا پیشرفت په ځای یې قدم په قدم پرمختګ کاوو، د ورځې په نیمایي کې طالبانو یوه شیبه خپل پرمختګ ټکنی کړ، دولتي قواوو او د کندز چارواکو د طالبانو دا توقف خپله لویه بریا وبلله او اعلان یي کړه چې طالبان یي د کندز له ښاره تمبولي وي، خو وروسته معلومه شوه چې د طالبانو دغه توقف تاکتیکي و، شاید د اکمالاتو ، دمې اخیستلو یا بل هدف لپاره شوی و، ماسپښین دری بجې طالبانو یوځل بیا په دولتي قواوو ناڅاپي تندریز برید وکړ، د ښار امنیتي کلابند یي مات کړ اود کندز واټونو ته ننوتل، د ملکي روغتون، کرنې او مالدارې ریاست او ګڼو نورو دولتي اداراتو په شمول یې د کندز یو شمیر مهم دفاتر ونیول، له همدې شیبې د کندز په ښار کې کوڅه په کوڅه جګړه او تصفیه پیل شوه، چې د تر قضاء ماښام طالبانو د محاکمو، د کندز محبس ، امنیه قومندانۍ ، ولایت مقام، د ملي امنیت ریاست او نورو دولتي دوائرو په شمول نږدې ټول ادارات ونیول شول .

قضاء ماښام مې چې کله د د بي بي سي دري خپرونه ونیوله په کندز کې د بي بي سي خبریال احمد یما د خپرو سترګو لیدلي حال د روایت له مخې وویل چې همد اوس یوازې دوه ځایه ډزې اوریدل کیږي، د کندز په بالاحصار کې ځیني دولتي عسکر کلابند پاته دي او له طالبانو سره ډزې تبادله کوي بلې خواته د کندز هوایي ډګر ته تښتیدلي چارواکي او عسکر چې الوتکو ته انتظار دي د ځان د دفاع لپاره ډزې کوي.

احمد یما وویل چې طالبانو د کندزله زندان څخه تر ۷۰۰ زیات بندیان خوشي کړي دي، طالبانو تر اوسه هیچاته زیان نه دی رسولی او نه یې هم په ملکیتونو او دولتي شتمنیو کار درلودلی دی .

وروسته د کندز د بشپړې فتحې خبر د مجاهدینو ویاند ذبیح الله مجاهد صاحب هم تائیدکړ او د اسلامي امارت مشر په یوه ځانګړې اعلامیه کې د کندز د فتحې له مبارکۍ ویلو وروسته خلکو ته د سراومال د تحفظ ډاډ ورکړ او د کندز ښاریان یي د ښار دنظم په سمبالښت کې له مجاهدینو سره همکاري ته راوبلل .

د طالبانو په لاس د کندز ښار فتحې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ انعکاس موندلی او افغان اولس یې پراخ هرکلی کړی دی، عجیبه داده نن مې په ټولنیزو رسنیو کې ډیر هغه کسان چې پخوا دولت پلوي وو ولیدل چې د طالبانو په لاس د کندز د نیولو هرکلی یي کړی و او دطالبان یي له اوسني بحران څخه د نجات یوازیني استازي بللي وو.

د کندز فتحه د اسلامي امارت په تیره واکمنۍ کې په ټولو شمالي ولایاتو د طالبانو د واکمنیدو مقدمه ثابته شوې وه، ځکه د اولایت د درست شمال لپاره مهم ستراتیژیک او سوق الجیشي اهمیت لري، د هیواد شمال ختیځ ته لاره له همدې ولایت څخه تیریږي ځکه خو همدانن د کندز له سقوط وروسته یو شمیر نظامي کارپوهانو د تخار، بغلان او بدخشان د سقوط بیش بیني هم وکړه، ددې ولایت نیول کیدل به په نږدې راتلونکې د واک او ځواک په موازنه دروند اثر پرې باسي او د ګډ حکومت په منسوبینو به ژور نظامي، سیاسي او روحیاتي بد اغیز پرځای پریږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

الله اکبرالله اکبرالله اکبرالحمدالله ثم الحمدالله

الحاج استاذ بیانزی

الحمد الله الحمدالله الحمد لله ،
په رښتیا هم د قندوز فتخ د مکی معظمی د فتح په شان حیثیت لری ، د مکی فتح د اسلامی نظام د پیاده کیدو مقدمه او د قندوز فتحه به هم د ټول افغانستان د خپلواکی مقدمه شی انشالله

امین درمان

الحمد الله زیات په خوشحاله شولو ، طالبانو ته پکارده چی دولتی ځایونو او ټول هغه اجناس چی په دولتی ودانیو کی پراته دی حفاظت یی وکړی تر څو بیځایه نشی او خراب نشی ځکه زیاتی پیسی په لګیدلی دی ، الله مه کړه که خراب شی بیا به یی پیداکول ناشونی وی
مننه

یاسر

نه پوهیزم چه چه ولیکم وشکی می ده دیری خوشحالی راتوهیزی اوپه اختیارنه دی فقط داوایم چی یاالله ج شکرالحمدالله الحمدالله دیرده خوشحالی ورزده پروردگا ته اسلام پیروزکری ده دیروغمو لیونیان سوالله ته نصرت رانصیب کری بیاداسی ورزی مراولی چی قران ویل اومطابق رفتارکول پکشی جرم ویه تول مسلمانان چی په صحنی کی دی یوه لحظه غفلت مه کوی اوتول مسلمانان چی ده صحنی چخه لیری دیه دعاوی کوی چه خدای پاک ج دیه مجاهدینو ته نصرت ورکری

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x