نظــر

د دوو والیانو تفاوت

http://1.bp.blogspot.com/_IqdfPXn80hk/Rs3hg2LioCI/AAAAAAAAAAM/uogLe3UXL98/s400/Juma%2BKhan%2BHamdard.jpg

 

زه دپکتیا ولایت اوسیدونکی یم ، او غواړم ددې ولایت  ددوو والیانو په اړه درسره ځیني حقائق شریک کړم ، ترڅو پوه شئ چې په انسانانو او چارواکو کې څومره توپير شتون لري ، او زمانه څومره بدله شوې ده .

یوولس کاله وړاندې   دطالبانو په وخت کې زموږ دولایت والي ملاشفیق محمدي وو ، چې ګومان کوم دروزګان دولایت اوسیدونکی وو ، ملاشفیق محمدي چې کله زموږ ولایت ته راغی ، نو یوه ورځ یې په روحانیه مدرسه کې لویه غونډه جوړه کړه ، چې دحافظانو پګړۍ هم په کې تړل کیدې ، په دې غونډه کې والي دخلکو په مخ کې ودرېد ، والي درنې افغاني جامې اغوستې وې ، دپکتیاوالو غوندې یې درنه پګړۍ په سر وه ، خبرې یې په داسې الفاظو شروع کړې چې له کوچني نیولې ترلویه هر سړی ورباندې پوهیده ، یعني په خبرو کې یې  هغه دچا خبره طمطراق یا لغت پراني  نه وه ، ده وویل چې  دلته ستاسې خدمت ته رالیږل شوی یم ، زما نیت وو چې دپکتیاوالو هر کور ته  ورشم ، هره دراوزه وټکوم ، په هرټغر کینم ، دهرې یتیم او کونډې پوښتنه وکړم ، داځکه چې په تاسې باندې  شل کاله  جنګ تیر شوی دی ، تاسې په زرګونو شهیدان ورکړي ، او دامو په ما حق دی چې دهرشهید فاتحه وکړم ، دهریتیم له احواله ځان خبر کړم او دهرې  کونډې او معیوب سره دخپل توان په اندازه مرسته  وکړم ، والي وویل چې ډیره ښه شوه چې همدلته مې یوځای پیدا کړی ، په همدې ځای درته دټولو مصیبتونه تسلیت وایم ، او  دا غاړي درباندې خلاصوم چې زه ستاسو حاکم نه یم ، بلکې ستاسو خادم یم ، زما دروازه همیشه ستاسو په مخ خلاصه ده ، او چې څه زما په وس پوره وي ان شاءالله درنه دریغ به یې نه کړم .

لومړی به ښایي ځینې خلکو دوالي خبرې هسې لاپې ښکاره شوي وي ، خو وروسته موږ ولیدل چې والي محمد شفیق محمدي  رښتیا همدومره مخلص او په چارو کې بې تکلفه سړی دی .

محمدشفیق محمدي عجیبه سړی وو ، هیڅ  دوالیتوب تشریفات او وضعیت یې نه درلود ، کله به یې دلمانځه مصلی په اوږه اچولې وه ، او یوازې به  جامع جومات ته دلمانځه لپاره روان وو ، داسې خو مې ډیرلیدلی چې په ګردیز  ښار کې دحضرت بلال  مسجد چې هلته موږ هم لمانځه ته ورتلو ، والي به چې دکوم کار لپاره  همدلته نږدې دقول اردو قومندانۍ ته راغی ، نو دمازدیګر دجماعت لپاره دحضرت بلال مسجد ته دلمانځه لپاره راغی ، دمازدیګر له لمانځه وروسته به یې خپل لوی څادر په سر راکش کړ او ترماښامه به  په وظیفه ناست وو ، کله خو به یې  دماښام له لمانځه وروسته هم خپلې اوږدې تسپې را وایستې ، او ترڅو به یې چې دماخستن لمونځ په جماعت نه وو ادا کړی  نو بیرته نه تلو .

والي نه یوازې ذاتي  پاکوالی او تقوا درلوده ، بلکې په چارو کې هم خورا تکړه وو ، دده په وخت کې دګردیز ښار ته درباط لخوا  له یوه  کاریز څخه دپاکو اوبو نلونه راتیر شول ، او دګردیز ښار په مختلفو برخو کې دپاکو اوبو سلګونه شیردانونه نصب شول ، چې دا یوه خورا اساسي پروژه وو ، دغه راز یې مؤسسات هم په دې مجبور کړل ، چې دهسې وخت تیرولو په ځای باید کار وکړي ، دمعروف موسسې لخوا  ټول ښار دڅو لسیزو له کچرو څخه  تصفیه شو ، پلونه او دسړکونو دغاړو او مابین  چمنونه له سره جوړ شول ، سرکونه تریوه  حده ورغول شول ، دهمدې والي په وخت کې دولایت ، قول اردو ، مستوفیت ،اطلاعات وکلتور ریاست ،  نظامي کلوپ ، ښاروالی ، قومندانۍ ، بالاحصار او نورو ګڼو دولتي اداراتو په ګډون  ډیرې دولتي ادارې  چې په پخوانیو جګړو سختې زیانمنې شوې  وې له سره  ترمیم  او ورغول شوې ، او ګردیز ښار  له څو کلنو جګړو وروسته یوځل بیا  دیوښایسته او پاک ښار بڼه غوره کړه .

دپکتیا په تیره ګردیز لپاره د والي شفیق محمدي خدمتونه  او اخلاص دومره ښکاره وو ، چې حتی د اوسني حکومت چارواکي هم ورباندې اعتراف لري او په درنه سترګه ورته ګوري ، دد ې نغد مثال دوالي شفیق محمدي دخدمتونو په ویاړ جوړ شوی  هغه  سمبولیکه  دروازه ( باب محمدي ) ده چې دولایت ودانۍ ته نږدې دګردیز ښار په شنه سیمه کې ولاړه ده ، چې اوسنۍ ادارې په  نوې بڼه رنګولې ده .

شفیق محمدي څو کاله دپکتیا ولایت  والي پاته شو، خو خلکو له ده څخه دخدمت او ښه چلند پرته بله خاطره ونه  لیدله ، هغه د ولایت په پیسو ځان ته کومه  ماڼۍ یا تجارت پیل نه کړ ، بلکې دطالبانو په هغه ضعیف اقتصاد کې یې  خلکو ته دومره خدمت وکړ ، چې اوس  پکتیاوالو په یوولسو کلونو کې هم نه وي لیدلی .

کله چې امریکایان  راغلل او دطالبانو حکومت ونړېد ، نو والي شفیق هم مجبور شو چې له پکتیا څخه دخپلې سیمې په خوا لاړ شي ، دپکتیا یو تن مشر کیسه کوي ، چې له تګ څخه وړاندې  والي محمد شفیق قومي مشران وروغوښتل  او دحالاتو په باره کې یې خبرې ورسره وکړې ، وروسته یې ورته وویل  چې یوشمیر پیسې چې دګردیز ښار دجامع مسجد د جوړولو لپاره چنده راټولې شوې دي ، له ماسره پاته دي چې تاسو ته یې سپارم او باید چې په مسجد باندې ولګول شي ، ددې پیسو له سپارلو وروسته  والي ولاړ شو ، خپل څادر یې ټک واهه  او خلکو ته یې وویل اې پکتیاوالو په دې څادره کې خو به څه شی نه وي ، خلکو ورته وویل نه والي صاحب  هیڅ شی هم په کې  نشته .

والي وویل چې دادی په الله باور وکړئ  چې څرنګه خالي څادر درته راغلی وم همداسې خالي څادر بیرته درڅخه رخصت اخلم ، له ماسره ستاسو یوازې همدا دجامع مسجد یو څه پیسې پاته وې ، چې دادی در ومې سپارلې ، نور مې هیڅ شی نه دي درنه ولجه کړي .

والي دماښام په تیاره کې له  پکتیاوالو سره خدای پاماني وکړه ، او چې څرنګه راغلی وو ، یوازې له هغوجامو   او خړ څادر سره په خپله مخه لاړ ، خو داسې ښکاري چې په هغه ورځ دنورو افغانانو غوندې دپکتیاوالو هم دوالیانو له درکه   بدنصیبي پیل شوه ځکه بیا یې هیڅکله داسې والي ونه لید ، چې دملاشفیق محمدي غوندې دې اخلاص من وي .

اوس به راشو دپکتیا اوسني والي جمعه خان همدرد ته ، چې خلک یې دکرزي صاحب په والیانو کې نسبتا ښه او دیوې سترګې باچا بولي ، دغه  ښاغلی چې ګردیز ته راغلی ، نو له لومړی ورځې څخه یې داسې نازونه او د دیدن شرطونه نافذ کړي دي چې سړي ته دشمایلې نکل ورپه زړه کوي ، والي صاحب خو لومړی ډیر وخت  ددوبۍ په خورما ښارګوټي کې په خپل هغه استراحت ځای ( کور ) کې  وخت تیروي ، چې دپکتیاوالو له غوښو او هډوکو په شپیلولو  پیسو یې رانیولی او جوړ کړی دی  ، خوداسې معلومیږي چې هلته هسې مفت وخت نه تیروي بلکې دروند کاروبار یې هم پیل کړی دی ، خو که په میاشت دوو  کې افغانستان ته راشي ، نو بیا ډیر وخت په کابل کې وي او که پکتیا ته راشي ، نو بیا هم لکه دژمي لمر نه معلومیږي  ، او یوازې  یې خپل ګوندي ملګري لیدلی کتلی شي .

همدر پکتیا ته ددې لپاره را استول شوی وو چې د پخواني مفسد والي رحمت الله رحمت فسادونه جبیره کړي ، خو دغه ښاغلي داسې شکونې او چپاول پیل کړ ، چې اوس خلک رحمت الله رحمت ته دعاګانې کوي .

 همدرد دپکتیا او غزني ترمنځ دجوړیدونکي سرک ټیکه په ټوله دنیا کې راواخیسته او خپل زوی عبدالرحمن همدرد ته یې ورکړه ،  دې ته وایي ( خود کوزه ، خود کوزه ګر وخود کوزه خر وکوزه فروش  )  زوی یې  په سرک باندې  دزرمت ولسوالۍ ترمرکز پورې دسرک ددواړو غاړو  ګڼ کورونه او پټي ړنګ کړل ، او یوڅه خاورې یې پرې وشیندلې ، نور یې نو پیسې ټولې دوبۍ ته انتقال کړې ، دپکتیا غزني سرک اوس داسې دی ، چې موټر په کې په رڼا ورځ   ددوړو له لاسه څراغونه لګوي ، او دباران په ورځ  خو اکثره موټر په کې بند وي .

همدرد په ښار کې هم دنویو نقشو پلي کول پیل کړل ، او ګڼ تعمیرونه یې ونړول ، په پیل کې خلکو نوموړی ددې کار له امله  دبیارغوونې بیلدوزر باله چې داسې په بې پروایي تعمیرونه نړوي ، خو اوس ټول ګردیز ښاریان په دې باور دي ، چې همدرد داکارونه هم درشوت او معاملو پیدا کولو لپاره کول ، ځکه ځینو کسانو چې همدرد ته رشوت ورکړی  نو تعمیرونه یې  په خپل حال پاته دي .

ویل کیږي چې اوس همدرد دګردیز ښار شمال ته  ددولتي ځمکو په خرڅلاو  اوشهرک سازیو هم پیل کړی دی ، شهرک سازي  داوسني حکومت  دوزیرانو او والیانو لپاره داختلاس او پیسو پيدا کولو ترټولو هوسا او بریالۍ چاره بلل کیږي ، همدرد چې دګردیز  ــ غزني ، ګردیز ــ خوست  او مچلغو بند دپروژو له اړخه یې تراوسه ډيرې روپۍ به  بډه وهلي ، که دغه ددولتي ځمکو  دخرڅلاو او تقسیم پروژه یې بریالی شي نو ښایي د ولایت ارمان یې ترسره شي .

خلک وایي جمعه خان همدرد په شمال کې  دعطامحمد نور  مهم سیال دی ، دعطامحمد نور په اړه  اسناد وایي چې خپله سرمایه یې  په تیرو څوکلونو کې یوه ملیارد ډالرو ته رسولې ده ، دې ته په پام سره ښایي همدرد هم هڅه کوي چې دا  ټارګیټ پوره کړي ، تراوسه خو د پکتیاوالو دشتمنیو دلوټ په برخه کې دهمدرد پروژې خورا ښې روانې دي  ، خو څو ورځې مخکې په ګردیز کې دهمدرد په خلاف لاریون شوی وو او دکابل په لین دهمدرد دپلویانو او مخالفینو ترمنځ څه ټک او ټوک  هم شوی وو ، چې رسنیو خوله پرې پټه کړه ، له دې څخه معلومیږي ، چې دهمدرد په کاروبار ( ولایت ) کې کومه ستونزه پیښه شوې ده .

په داسې حال  چې همدرد  په خپل سیال  عطامحمد نور پسې درسیدلو زور وهي ، او پکتیاوال شپیلوي ، په دې انډوخر کې ماته  دهمدې ولایت هماغه پخوانی  واکدار  والي شفیق محمدي رایادیږي ، چې په تش لاس یې دګردیز ښار بڼه وربدله  کړه ، کله چې  دغه دوه والیان شفیق  او جمعه خان سره بدرګه کوم ، نو بي اختیاره ووایم

ډیر تفاوت شته په انسان کې  دمعنی په لحاظ

واړه لګیا دي ځیني ځان  ځیني جهان جوړوي  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x