افغانستان

کندز: طالبانو د بشري مرستو له ادارو سره د همکارۍ ژمنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو نن د کندز له نیولو وروسته په کم سارې ډول داسې ویناپاڼې خپرې کړې، چې د کندز خلکو او په دغه ولایت کې يې ان هغو کسانو ته د عادي ژوند ډاډ ورکړ چې یو مهال د دوی پر ضد جنګېدلي.

د طالبان مشر، ملا اختر محمد منصور هم نن په یوې ځانګړې ویناپاڼه کې د کندز ولس ته د امنیت او عادي ژوند ډاډ ورکړ.

د موسسو او شرکتونو لپاره د طالبانو ځانګړي کمېسیون په یوې بلې خبرپاڼې کې د بشري مرستو، شرکتونو او مخابراتي شبکو کارکوونکو ته خبر ورکړی چې خپلو اړونده چارو ته په عادي ډول ادامه ورکړي.

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې د خپلو جنګیالیو له لورې د مرستې ژمنه هم کړې ده: «که احیاناً له کومو ستونزو سره مخامخ کېږي، نو د اړتیا په صورت کې دې خپل شکایتونه د اسلامي امارت د موسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون ته د لاندې شمېرو له لارې ورسوي».

طالبانو د خپلې ویناپاڼې په پای کې څو شمېرې هم خپرې کړې چې د یادو ادارو له کارکوونکو سره مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر مبارک مبارک طالب مجاهدینو فتح مو مبارک خو پام چی دا ستاسو د آزمیښت وخت ده ګوری چی د امریکایانو او دهغوی د حلقه بګوش غلامانو او دیمکراتانو د توطیو او دسیسو په لومو کی چی ستاسی د له مینځه وړلو او بدنامو لپاره یی په پام کی لری پرینوځی انشالله چی د کندوز فتح به د ټول افغانستان نه د کفر،فسق او فحشا دټغر د ټولیدو دپیلامی په معنا وی د الله کلمه به لوړیږی او داسلام او توحید سپین بیرغ به که الله کول د افغانستان په ټولو… نور لوستل »

engener habeeb

Please writ phon numbers

حامد

مبارك دي وي داستره ماته داسلام او دافغانانوددشمنانو تولو مجاهدينو ته داستره بريا مبارك باد وايم خو كرامو طالبانو دجنك فه شرايطوكي فه خلكو باورمكوي او ديراحتياط وكي جه زوبل نشي ستاسو دلازياتو فه هيله

عبدالله

الحمدلله
مجاهدينو او کړيدلی ولس ته د مبارکي وايم
او مجاهدينو ته مې دا نصيحت دی چې د کفر دسيسو ته متوجه اوسې او احتیاط کوئ

عبدالله

مرکزي نماینده:۰۷۰۲۴۷۰۲۶۷
په کندز کي استازی:۰۷۸۶۲۳۱۶۴۹
د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون

یاسر

سلام ذی وی پرتولو مسلمانانوباندی الحمدالله الحمدالله ده دیه لوی کامیابی مبارکی وتولومسلمانان چی واقعی مسلمانان دی ورته وایم بیاهم گرانوورونوا توله دعاوی کوی چی خدای ده اسلام خادمان پیروزکری اوموزهم ده اسلام خادمان وکرزوی دویم تولومجاهدین ورونوته داوایم چی بایدداسی رفتاروکری چی تولو ستاسوده رفتاراوکردارتابع وکرزی خوتوله مطابق ده قران اوده گران رسول الله پرلاروسی اوخلگولپاره په کراره ورته بیان کری

khalid

داعشیان که رښتیا هم د اسلام خواخوږی وی نو اول باید یو څو کاله د طالبانو شاګردی وکړی او بیا د اسلام او جهاد ناری ووهی که دا اوس داعشیان دی ښار ته ننوتی وای نو اول کار به یی ددی ښار د عامو خلکو وژل د کفر، ارتداد او شرکی عقیدی په بنا وایی او دوهم کار به یی ددی ښار د خلکو د ښځو وینځی کول وای چی ددوی دا کارونه به سراسر د کفر په ګټه او د کفر کاسه به یی درنوله

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x