افغانستان

تخار: طالبانو د «ینګي کلا» ولسوالۍ ونیوله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۴ل): د هیواد په شمالي ولایت تخار کې طالبانو د «ینګي کلا» ولسوالۍ په بشپړه توګه نیولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې پخلی کوي او زیاتوي چې یاده ولسوالۍ يې نن سهار وختي په داسې حال کې ونیوله چې ډیره وسله او مهمات یې هم په کې تر ګوتو کړل.

ینګي کلا یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې د تخار ولایتي شورا مشر «عصمت الله قرباني» یې تېره میاشت په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او د طالبانو په لاس یې د سقوط له ګواښ سره مخ ګڼلې وه.

له تېرې ورځې راهیسې په تخار ولایت کې دا دوهمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو په لاس سقوط کوي. طالبانو تېره ورځ مازدیګر د «اشکمش» ولسوالۍ هم ونیوله. د ینګي کلا او اشکمش دواړه ولسوالۍ له کندز ولایت سره پوله لري.

د طالبانو په لاس د کندز ولایت له سقوط وروسته یو شمیر کتونکي په دې باور دي چې ښايي د تخار او بغلان ولایتونه هم د سقوط له ګواښ سره مخامخ شي.

تر دې دمه چارواکو د ینګي کلا د سقوط په اړه څرګندونې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

الله اکبر الله اکبر الله اکبر و لله الحمد مسلمانانو ته د دی پرله پسی بیساری بریاوو مبارکی وایم ، د دوی د مټو زور نه د دوی د ایمان زور دی ، الله ج تل په کمزورو مګر ایماندارو او قانع بندګانو د نړی لویو لویو قدرتو ته ماتی ورکړی او په دی واسطه یی د خپلی خدایی عظمت شیطانی قوتو ته په ډاګه کړی . د النصر په مبارکه سوره کی فرمایی ، کله چه د الله ج نصرت او د پرله پسو فتحو وخت راورسیږی ( کوم چه انشالله رارسیدلی ) له هر ی خوا به خلک… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x