نظــر

د کندز سقوط د عقيدې او وهم ټکر

صميم غلجی

کېدای شي، ځينو يارانو ته دا عنوان هېښوونکی وي، مګر اصل خبره دا ده، چې د کندز سقوط څه عادي خبره نه ده. دا د عملي سقوط تر څنګ د ټول هېواد او نړۍ په کچه يو مهم تحول دی او دا تحول به دوام پيدا کړي.

تېره ورځ راهيسې ځينې نيمه لوستي ياران لګيا دي، د خپلو سرسري مطالعو له مخې د بدګمانۍ د خپرولو په موخه داسې اپلتې ولي، چې عقل ورته کار نه کوي او خپل وهم ورته عقل کل ښکاري.

دغه ياران، چې اوس هم د امريکا په کاسه ناست دي، وايي، چې کندز د امريکا له لوري سقوط کړای شو، د دې لپاره، چې روس پر طالبانو وډار کړي او که طالبان رښتيا تکړه وای، نو کنړ، نورستان او نورې سيمې به يې نيولې وای.

بس له همدې ځايه خبره کوو، چې ځينې ياران خپل وهم ته د عقل په سترګه ګوري او په حقيقت کې د عقل او وهم يو بل سره دښمني ده او تر څو چې موږ د عقل او وهم توپير نه وي کړی، نو دا اپلتې به راته د کار پوهانو نظر بريښي.

څوک چې د کفر او اشغال پر ضد راپورته شوي وي، هغوی پر دې وهمياتو هېڅ حساب نه کوي، بلکې د هغوی لپاره تر ټولو مهم خپله عقيده ده، چې له مخې يې د کفر او اشغال پر ضد په خپل سر او مال دفاع کوي او الله تعالی پرې داسې لارې خلاصوي، چې د دوی په وهم او ګومان کې هم نه وي.

دغه ياران، چې د کندز سقوط د امريکايانو دسيسه بولي، نو اول دا ډاډ ورکوو، چې يارانو، پټ سترګي ياست او غواړئ، چې خلک هم تېرباسئ، نو زه به درته ووايم، چې تاسې تر اوسه دا توان او ذهني وړتيا نه لرئ، چې طالب جان وپېژنئ. طالب جان د نړۍ او سيمه ييزو هېوادونو سره د يو مستقل نظام په توګه اړيکې لري او د سيمې ټول هېوادونه د طالبانو له ستراتيژۍ او فعاليته خبر دي او طالبانو ټولو ګاونډيو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې دوی يوازې او يوازې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره جګړه کوي او د سيمې هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دي او دا هم بايد وويل شي، چې د سيمې هېوادونه د طالبانو له فعاليتونو ډاډمن دي.

بله خبره دا ده، که تاسې رښتيا هم پر امريکا شکمن ياست، نو اول خو دا وګورئ، چې امريکا دا تېر څوارلس کال پر حکومت او امنيتي ځواکونو ميلياردونو ډالر ولګول او پايله يې اوس دا ده، چې د يوې پوستې د ساتلو سيک نه لري.

که امريکا رښتيا هم دغه ډول کارونه کوي، نو لږ تر لږه خو بايد تاسې د امريکا فرهنګي تالي څټي او نور حکومتي چارواکي امريکا سره خپلې اړيکې پرې کړئ او په هغو ادارو کې له کار کولو ډډه وکړئ.

يارانو! تاسې په داسې حال کې دامريکا د شومو پلانونو خبرې کوئ، چې ټول رزق مو د امريکا له کندو در روان دی او اوس هر يو په دې لټه کې يئ، چې د غربي سفارتونو له لارې ځانونه لويديځو هېوادونو ته ورسوئ؛ ځکه چې نور نو په دې هېواد کې ستاسې ژوند ناشونی برېښي.

که امريکا رښتيا هم درته دومره تکړه ښکاري، چې دومره کارونه کولای شي او تاسې راته په طالبانو ځغلوي، نو لږ تر لږه يو نر اعلان خو وکړئ، نور امريکا نه منو.

ګورئ ټر په پر نه پټيږي، طالبان يو ځواک دی، ټولې نړۍ او ستاسې بادارانو هم منلې، چې د طالب د عقيدې او شجاعت زور نه لري او اخر به دا خاوره پرېږدي. نن وي که سبا خو غم راسره ستاسې غوړ مخو دی، چې تاسې به څه کوئ. که دلته پاتې يئ او په دې فکر ياست،نو ډېر ذليل به ياست او که لويديځ ته لاړ شئ ان شاءالله هلته به هم ښه خوار او زار ياست.

د طالبانو ستراتيژيک فکر او فعاليتونه

ستراتيژيکې څېړنې وايي، چې طالبانو ته نه ده په کار، چې کندز باندې خپل تسلط وساتي، ځکه چې د ستراتيژيکو څېړنو له مخې طالبانو لپاره دامناسب نه ده، چې کندز ښار کې او شاوخوا سيمو کې له حکومت سره قوي جګړې وکړي؛ ځکه چې دې سره دواړو لوريو او ولسي خلکو ته سخت زيانونه اوړي او او د خلکو ژوند په ټپه دريږي.

بيګا تلويزون کې يو کارپوه لګيا و، چې طالبان کندز نه شي ساتلی او امنيتي ځواکونه به يې ډېر ژر له کندزه وشړي، نو زموږ ګاونډي سيد شکرالدين اغا د کارپوه د خبرو په ځواب کې د مجلس خلکو ته وويل، چې دا خو ډېر بې عقله دی، د کندز نيول او ساتل بېله خبره ده. که طالبان کندز ونه ساتي دا مهمه نه ده او نه دې حکومتي پلويان ځانونه پر دې خبرو تېر باسي، چې طالبان يې وشړل.

د اغا صيب په وينا د کندز سقوط داسې مثال لري، لکه ته چا ته بد لمني ور واړوې او هغه بيا درته ګواښونه کوي. بد لمني يو نوم دی، چې مفعول پورې تر ټول عمر پاتې وي، بس نو د اغا صيب په وينا طالبانو ګډ حکومت او بادرانو ته ښه ديکه ورکړه، نو يې څه کوئ.

د سيد شکرالدين اغا خبره په خپل ځای، خو دلته موږ وليدل، چې ولسي خلکو د طالبانو قوي استقبال وکړ او پرونه راهيسې هېڅوک د دښمن په تور نه دي وژل شوي او طالبانو ټولو حکومتي چارواکو او امنيتي ځواکونو ته د عفوې اعلان کړی، چې د مخالف په نوم به هېڅوک نه وژل کيږي.

يارانو! دلته يوه خبره ډېره مهمه ده، هغه دا چې تاسې اوس غواړئ، د امريکا او حکومت ماتې ته پرتوګ جوړ کړئ، مګر دا هېڅ امکان نه لري او که تاسې کې لږ هم غيرت وي، نو بايد د خپل دښمن ځواک او زړورتيا ومنئ او بيا هماغسې تياری ورته ونيسئ او که تاسې اوس هم خپلو اپلتو ته دوام ورکړئ، د ځان او خلکو د تېر وېستلو لپاره په ټولنيزو شبکو او رسنيو کې پروپاګند کوئ، نو تاسې به پر دې وهمونو کې لګيا ياست او طالب جان به خپل مسير ته دوام ورکوي؛ ځکه چې دا د مادياتو او عقيدې ټکر دی، دا د وهمونو او عقيدې ټکر دی او ان شاءالله بريا به د عقيدې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یاسر

الله اقوی من امریکا وحلفاآه الله لایقهرولایهزم اذن ستهزم امریکاوحلفاآه وتقهر باذن الله خداوندج ازامریکا وهم پیمانانش قویتراست وخداوندج مغلوب ومقهورنگشته وشکست نمی خوردوبزودی امریکاوهم پیمانانش شکست خورده وبه اذن خداوندج مغلوب میشوند

حامد

دكندز فتح شكاره مثال اوحقيقت دي جه باطل به نسكوريزي سكولر حاكم خومتزلزل شرميدلي نظام به نسكوريزي عدالت به تامين كيزي دخلكو زوند او عزت مال اودارايي به خوندي وي داد حق وعده ده الله دي خفل عدالت او حاكميت حاكم كي.

حبیب

شه مضمون دې خو د ادب کچه یې باید لږ بهتره شي: دا یو دوه فقرې خو په بله بڼه لیکل غواړي، ځکه اوسني ادبیات یې د عصمت قانع سبک سړی ته وریادوي: “…. ګورئ ټر په پر نه پټيږي، ط….. ” “… بس نو د اغا صيب په وينا طالبانو ګډ حکومت او بادرانو ته ښه ديکه ورکړه، نو… ” یو دوه نور موارد هم داسې دي چې د متعهدو لیکوالانو په لیکنو کې ډېر خوندور نه ښکاري: “…. بد لمني يو نوم دی، چې مفعول پورې تر ټول عمر پاتې وي، بس نو… ” “…. حکومت ماتې ته… نور لوستل »

حبیب

ځینې وخت لیکوال د احساساتو د قوی اظهار لپاره قوي الفاظ لټوي، خو دا باید هېڅ وخت د درنښت او ادب له چوکاټ څخه د وتو عذر ونه ګرځي. د ليکنې سبک او منطقي جریان flow ډېر ښه دي.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x