افغانستان

طالبانو دشوراب پرپوځي اډه دحملې دپلان ويډیوخپره کړه

طالبانو پر خپله رسمي ویب پاڼه الاماره باندي په هلمند کې دامریکايی او برتانوي ځواکونوپر پوځی بیس (کمپ باسشین – لیدرنیک) باندي دترسره شوې حملې دپلان او نقشې ویډیوکلیپ خپور کړ. دامریکايی او برتانوي ځواکونو پر پوځي آده  شوراب باندي دطالبانو له لوري دروانې میاشتې په ۱۴ تاریخ ډلیزبرید وشو،چې بهرنیانو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه واړول ،ایساف په دې حمله کې د دو مرین عسکرو وژنه او د۸ هریر الوتکو لمنځه تلل ومنل،خو طالبانوله حملې وروسته په یوه خبر پانه کې وویل چې په حمله کې ۴۷ تنه بهرنیان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي، او ۱۱ الوتکې یې ویجاړې کړې .

امریکايی ځواکونو خپله ومنله چې حمله خورا شدیده وه او له ډیر پیچلې او پرمختللي پلان نه استفاده شوې وه ،دیوې ترسره شوې سروې لمخې په دې حمله کې بهرنیانو ته دوه ملیارده ډالرو زیات زیان اوښتي

خپره شوې ویډیو چې ټول ټال څه باندې اووه دقیقې کیږي ،پکې دحمله کوونکو سرښندونکوځوانانوپه انګلیسي او پښتو ژبوپیغام ویل کیږي او په یوه بله برخه کې یې پربیس دپلان شویو عملیاتو نقشه تشریح کیږي .

په لاندي لینک کې ويديو کتلی او کښته کولای شي.

http://ia601506.us.archive.org/33/items/shorab/5555.ogv

http://archive.org/details/shorab

ځواکمن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x