نړۍ

روسيه: د ملګرو ملتونو له پرېکړې وروسته به پر داعش بريدونه پيلوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۴ل): د روسيې ولسمشر ويلاديميرپوتين وا يي، چې د ملګرو ملتونو له پرېکړې وروسته به سوريه کې د اسلامي دولت ډلې «داعش»پر مرکزونو بريدونو او هوايي بمبارۍ پيل کړي.

د روسيې ولسمشر دا څرګندونې تېره ورځ نيويارک کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما سره په خپلو خبرو کې وکړې.

تېره ورځ فرانسې او يو شمېر نورو لويديځو هېوادونو د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې ټينګار وکړ، چې بشارالاسد بايد له واکه ګوښه کړای شي، نو روسي ولسمشر د دغو هېوادونو په غبرګون کې وويل، چې دوی د سوريې اتباع نه دي او له همدې امله دوی ته نه دي مناسب، چې د سوريې ولسمشر د برخليک په اړه پرېکړه وکړي او نه بايد په دې چارو کې مداخله وکړي.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې اوس هم د نړيوالو قوتونو تر منځ د سوريې په اړه اختلافات شته او کېدای شي تر راتلونکي وخت پورې هم پاتې شي.

د روسيې ولسمشر زياته کړه، چې تر څو د داعش پر ضد روانه جګړه کې د ملګرو ملتونو ملاتړ شته، روسيه يې برخه ده، مګر نوموړی ټينګار کوي، چې روسيه به هېڅکله سوريه کې خپل ځمکني پوځونه د جګړې په موخه خپاره نه کړي.

د امريکا او روسيې تر منځ اوس هم د سوريې په اړه اختلافات پر ځای پاتې دي او بارک اوباما په خپلو پرونيو خبرو کې وويل، چې تر څو بشارالاسد په واک کې وي، د سوريې ستونزه نه حل کيږي، په داسې حال کې، چې روسيه ټينګار کوي، چې بشارالاسد بايد په واک کې پاتې شي او نوموړی د سوريې د کشالې د حل يو مهم عنصر بولي.

د امريکا ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل، چې هېواد يې تيار دی، د سوريې کشالې په اړه له ايران او روسيې په ګډه پر داسې يو پلان کار وکړي، چې د ټولو غوښتنې په کې په مناسبه طريقه ځای شي او د سوريې ستونزه د تل لپاره حل شي.

له هغه وخته چې ۲۰۱۰ز کال کې سوريه کې د بشارالاسد د رژيم پر ضد ولسي پاڅونونه پيل شوي امريکا او نورو نړيوالو قوتونو يې ننداره کوله، تر دې، چې سوريه کې خپلمنځي جګړې او مذهبي نفرتونه اوج ته ورسېدل او لکونو سوريايي وګړي ووژل شول او لکونو نور يې در په در شول.

د کارپوهانو په وينا امريکا او نړيوالو قوتونو په لوی لاس د سوريې جګړه دومره اوږده کړه، چې د سوريې خلک له جګړو ښه په تنګ شي او د حل په موخه د امريکايي چارواکو هره غوښتنه په ډېره اسانۍ ومني.

امريکا غوښتل، چې د سوريې پرېکړه په خپل سر وکړي، مګر روسيه د امريکا د دې ډول پرېکړو مخالفه وه او له امريکا يې وغوښتل، چې د سوريې په کشاله کې د روسيې د برخې خيال وساتي، چې بالاخره امريکا هم دا ومنله، چې د سوريې په ستونزه کې د روسيې ونډه او فعاليت هم د امريکا په څېر مهم دی.

له همدې امله څو ورځې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکا د روسيې د دې غوښتونو منلو ته تياره شوې، بشارالاسد دې په واک کې پاتې شي او نوموړی به د ياد هېواد د کشالې د حل يوه مهمه برخه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x