د نن سرلیکنه

بالآخره کندز سقوط وکړ! – سرلیکنه

نن ټکی اسیا (تلې۷مه۱۳۹۴ل): تیره ورځ بالآخره طالبانو وکړای شول د هیواد په شمال کې د کندز ستراتیژیک ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د کندز ښار له سقوط سره سم د دې ولایت دبل همجواره ولایت (تخار) ځینې مهمې ولسوالۍ لکه ینګي قلعه او اشکمش چې لا له وړاندې د طالبانو تر بریدونو لاندې ولې یو په بل پسي د هغوی په لاس سقوط وکړ.

د طالبانو لخوا د کندز لاندې کول به په ټولیزه توګه په ټول شمال، بلکې د ټول هیواد په پوځي وضعیت خپل اغیز ولري؛ځکه د کندز ښار سوق الجیشي اهمیت ته په کتو سره دهغه سفوط د ټول شمالي زون د سقوط په معنا دی او د هغه په سقوط سره طالبان کولای شي د کندز همجواره ولایتونه بغلان او تخار هم په اسانۍ سره لاندې کړي.

د کندز ولایت سقوط د ګډ حکومت لپاره په سیاسي، پوځي او امنیتي لحاظ ملاماتوونکي ضربه بلل کیږي .
ځکه تر اوسه به دولتي ځواکونو په شمال کې د طالبانو پرمختګ یو عادي او مفطعي حرکت ګاڼه او ویل به یې چې هغوی د ولایاتو د مراکزو د نیولو وړتیا نه لري.

اوس چې طالبانو وکړای شول د داسې یوه مهم ولایت سوق الجبشي مرکز په ډیرې آسانۍ سره ونیسي کوم چې له یوې خو له تیر یوه کال راهیسی یې ټول دولتي قطعات او امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د جګړې په کرښه کې د فوق العاده احضاراتو په حال کې ول او له بلې خوا دا ولایت د طالبانو د دوو مهمو دولتي او تنظیمي شخصیتونو جنرال عطاء او جنرال دوستم د نفوذ په ساحه کې موقعیت لري دا په حقیقت کې دهغوي د ځواکونو د ښې پوځي وړتیا ښکارندویي کوي.

د کندز ښار په داسې حال کې سقوط کوي چې ګډ حکومت خپله لومړنۍ کلیزه د دعه ښار د سقوط له ویر سره یوځای نمانځې ، او په دې سره د ګډ حکومت د سهامیانو ترمنځ د بي اعتمادي کچه خپل اوج ته رسیدلې.

د طالبانو لخوا د کندز لاندې کول په تیرو ۱۴ کلونو کې د هغوی لپاره په پوځي لحاظ تر ټولو لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي او دا لاسته راوړنه به د هغوی ځواکونو ته دا روحیه ورکړي چې د هیواد په نورو سیمو کې هم د ولایاتو دمراکزو د لاندې کولو تګلاره خپله کړي

طالبانو ته د کندز د نیولو اهمیت له پخوانه هم معلوم دی هغوی به حتی الوسع کوښښ وکړي چې په کندز ښار خپله ولکه ټینګه وساتي تر څو له هغه څخه د نورو شمالي ولایتو نو د تسخیر لپاره کار واخلي.

په کندز کې د طالبانو لخوا نیول شوي دولتي غنائم او پوځي مهمات په ټولو شمالي ولایتونو کې د هغوي د ځواکونو پوځي اړتیاوې پوره کولای شي ، ځکه کندوز د دولتي ځواکونو لخوا د ټول شمال د مدافعوي کمر بند په حیث کاریده او هلته یې تر بل هرځای ډیر جنګي مهمات ځای پر ځای کړي ول.

د طالبانو لخوا د کندز لاندې کول که له یوې خوا د طالبانو لپاره لویه پوځي بریا ګڼل کیږي د هغه ترڅنګ به ښايي د کندز ولایت او ټول شمال لپاره د جګړي د تشدید پیلامه هم وي.

ځکه دولتي ځواکونه به د خپل له لاسه ورکړي حیثیت د اعادې لپاره حتما په متفابل عمل لاس پوري کوي چې له دې سره به پر سیمه باندې د خارجي ځواکونو د درنو او ړندو بمباریو لړۍ پیلیږي او دابه په حتمي توګه د سیمه ییزو خلګو لپاره درانه ځاني او مالي تلفات له ځانه سره لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
همدي

کارخو شه وشو خوحضرت سياف لالا چی می گوید.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x