نظــر

له نظامي لیدلوري د کندز بریا هیښوونکې ده

لیکوال:جاوید علي خېل

تېره ورځ د میزان په شپږمه طالبانو د هیواد په شمال کې په دوهم ستر ښار اومهم ولایتي مرکز کندز باندې برید وکړ او د څو ساعتونو په ظرف کې وتوانیدل چې ددې ښار امنیتي کمربند مات او په ښار باندې بشپړه ولکه ټینګه کړه.

د نظامي او پوځي چارو کارپوهان دطالبانو دغه برید او بیا په داسې سیستماتیک شکل تر بریا رسیدل کمساري او هیښوونکي بولي.

له نظامي نقطه نظره پارتیزاني او جبهه یي جګړې بیلابیل تعریفونه او د پلان،ستراتیژۍ،انضباط،تدارکاتو او تطبیق له اړخه سره جلا مشخصات او ځانګړې لري.

طالبان په تیرو څوارلسو کلونو کې په چریکي یا د خرپ او ترپ په جګړو بوخت وو، ددوی د ټولو جنګیالیو تربیه، تجربه او رواني وضعیت یوازې د خرپ او ترپ بریدونو ته اماده و، له دوی هیچا دا تمه نه کوله چې په جبهه يي شکل پراخ تهاجمي عملیات به په دومره دقت او بریا سره انجام کړي.

بله داچې طالبان تیر څوارلس کاله په غرونو، دښتونو او کلیو کې جنګېدل، دوی دښاري یا کوڅه په کوڅه جګړې لپاره هیڅ لازمه اماده ګي او تجربه نه درلوده، ښاري جګړه د غرونو او صحراوو له پارتیزاني جګړو سره اساسي توپیرونه لري، خو له دې سره سره د کندز د جګړې په مهال طالبان وتوانیدل چې په پوره دقت ، سرعت او بریا سره د ښاري جګړې ستراتیژي جوړه او تطبیق کړي.

د تیر جهاد په مهال که موږ وګورو د غرونو او دښتونو چریکي مجاهدین له ډیرو تجربو وروسته له ښاري تهاجمونو سره بلد شول، دوی چې په پیل کې په ښارونو بریدونه پیل کړل پرلپسې له شکست او درنو تلفاتو سره مخ کیدل، د جلال اباد مشهوره جګړه چې اوو تنظیمونو ورته اشر کړی و، او خورا ډیر بشري ځواک،پوځي اکمالات او جنګي اماده ګي ورته تیار شوې و ځکه له سخت شکست سره مخامخ شوه، چې د غرونو مجاهدینو له ښاري جګړې سره بلدیت نه درلود .

اما د کندز جګړه چې د طالبانو لومړنی د ښاري جګړې تجربه وه په ډیره بریا سره وتوانیدل چې حکومتي ځواکونه له ښاره ایستلو ته مجبور کړي او د کندز په ټولو دولتي ودانیو خپل د فتحې بیرغ ورپوي .

د کندز د جګړې کومې ویډیوګانې او انځورونه چې په خواله رسنیو خپاره شوي دي او یا د سیمې خلکو د سترګو لیدلی حال بیان کړی دی د طالبانو په پوره نظم او دسپلین دلالت کوي، ویل کیږي چې د کندز په جګړه کې عامو خلکو او خپله طالبانو ته ډیر لږ ځاني تلفات ته رسیدلي ښاري سیمو او عامه ملکیتونو ته رسیدلي زیانونه د نشت برابر دي، په ښاري او بله هره جګړه کې د یوه لوري د ځاني تلفاتو کمښت او یا د ملکي زیانونو نشتوالی ستره نظامي بریا بلل کیدای شي.

بله خبره چې د طالبانو په پوره نظم او انضباط دلالت کوي جګړه ځپلي ښار ته د نظم اعاده ده، موږ که د افغانستان په لرې او نږدې تاریخ کې دښارونو سقوط یا لاس په لاس کیدل مطالعه کوو، نو وینو چې دجګړې په پایله کې د ښار دوکانونه، دولتي ودانۍ، بانکونه ، طلافروشۍ او عامه ملکیتونه مکمل چور شوي دي، خو په کندز کې ددغسې ګډوډۍ او لوټمار هیڅ پیښه نه ده لیدل شوې، طالبان توانیدلي چې د ښار له نیولو سره سره وضعیت په کنترول کې وساتي او د عامه شتمنیو حفاظت وکړي.
په هر حال ، لوړو نکاتو ته په پام سره د کندز په دغه شان نیول د طالبانو لپاره یوه داسې بریا ده چې تصور یي نه کېده، زما په نظر خو دغه بریا او په داسې ابرومندانه او منسجم شکل د یوه مهم ښار کنترول تر ګوتو کول له طالبانو سره د الهي نصرت نغد ثبوت دی، ځکه په جګړه ایز او اضطراري حالت کې ددغسې امورو رعایت ساتل د الله تعالی له مرستې او نصرت پرته ناممکن بلل کیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

همداسې ده
اللهم انصرهم

yousuf

مجاهدینو او مشرانو ته یې د مشوری ورکولو جراءت نشم کولای.
ستاسې ښاغلي لیکونکي د لیکنې اخرنی وینا په تائید:
خو یوازي دومره وایم او دعاء کوم چې تل دی الله ورسره مل وي، دوی دی الله تل په خپله لار روان ولري.
اللّٰهم انصر الاسلام والمسلمین والمجاهدین والمستضعفین فی کل مکان.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x