نظــر

د کندز سقوط څه په ډاګه کوي؟

لیکوال : عبدالمالک همت

کندز زموږ د ګران هيواد له شمال ختيزو ولايتونو څخه دی. مرکز يې د کندز تاريخي ښار دی چي د تاريخ په بېلو بېلو پېرونو کي د ” اپاسکا “ او ” کهندژ “ په نومونو یاد سوی دی او خورا ډېر لرغوني آثار او آبدات لري. اوس د افغانستان له ډېرو مهمو سوداګريزو او بندري ښارونو څخه باله سي. نفوس يې شاوخوا یومليون تنه اټکل سوي دي. چي د ۲۰۰۸ع.کال د يوې احصائيې له مخي کومه چي د تامل وړده، له دغو يومليون تنو څخه ۳۳٪پښتانه، ۲۷٪ اوزبک، ۲۲٪ تاجک،۱۱٪ترکمن، ۶٪ هزاره او يو سلنه پشیان دي.

۷۶۶۸.۷ کیلومتر مربع ساحه يې ده او ۲۷۰ کیلومتره د تاجکستان سره پوله لري ، چي آمو سيند د تاجکستان او کندز ترمنځ دغه پوله جوړه کړې ده. دغه ولايت له کابل څخه زیات ليري نه دی، صرف (۳۳۷) کيلومتره واټن ځني لري.

د طالبانو له خوا د دې ارت او تاريخي ولایت نيولو وښوول چي نور نو د کابل اداره په مدار مدار هماغه د نجيب د ادارې په برخلیک اخته کېدو ته ور نژدې کيږي.

د کابل اداره اوس نه کافي عاید او اقتصاد لري، نه وړ او کارنده کادرونه، نه واحده مشري لري(چي ډېری سي مرداری سي) یا(قصاب که زیاد شد گاو مردار ميشود). نه د خپلو خلکو ملاتړ او پشتيوانه (خلک تر پوزي ځني راغلي دي) او نه نړي وال حيثيت او پرستيژ او نه هماغه پخوانی بهرنی ملاتړ. دې ادارې ته اوس صرف او صرف د مزدورو رسنيو په مټ تبليغات ورپاته دي او هغه هم بې اغېزي.

دا دوه سرې اداره د خپل جوړښت له هماغه پیله د نفاق او په هر څه کي د اختلاف په ډېره ناوړه او وژونکې ناروغي اخته ده. دې ادارې په دې يوه کال کي ونه سوه کولای چي ان خپل ډېر مهم او کليدی پوسټونه ډک کړي. دوی له ناچاریه د خپلي ادارې د دفاع او کورنيو چارو وزارتونه هغو کسانو ته سپارلي دي چي لومړی خو د دوی د مفکورې ضد مفکوره لري، بل خلک د دوی د پخوانیو سوابقو په اړه حسابونه ورسره لري او بل هم دا کسان دمخه په دغسي دندو کی سخت ناکامه جوت سوي دي.

(آزموده را آزمودن خطاست).

په پوځي برخه کي اوس هيواد سم دم د جګړې ډګر ګرځېدلی دی. هره خوا د جګړو اورونه بل دي، د ولايتونو او د ولسواليو له مرکزونو پرته د هيواد په زیاتو برخو کي طالبان واکمن دي. زیاتي ولسوالۍ او پوځي مراکز د طالبانو تر بريدونو او محاصرې لاندي دي، هره خوا د دولت د ملاتړ او تازه نفسو ځواکونو د ور رسېدو په هيله د ولسواليو د ساتونکو، عسکرو او اربکیانو چيغي پورته دي، خو څنګه چي يې مشران په خپلو خولو کي غرق دي، د سمدستی عمل او غبرګون هیڅ وس نه لري، پروخت وسلې او جنګي پرسونل نه سي ور رسولای او اربکیان پای خپل ژوند او ولسوالي له لاسه ورکړي، چي دادی اوس خبره د ولايتونو له لاسه ورکولو ته ورسېده.

اوس په ډاګه ښکاري چي په هره برخه کي ابتکار طالبانو په لاس کي اخيستی او د کابل اداره يې عقب روي کوي. پر وطن باندي د اشغالګرو او اشغال پلوو په وړاندي په ملي وطني سپېڅلې جګړه او مبارزه کي خو دادی پوهيږو چي د هيواد په ګوټ ګوټ کي د اقدام او وسله والو بریدونو ابتکار د طالبانو په لاس کي دی.

په تبلیغاتي اورشو کي د دښمن تبلیغات ټول سطحي دي او پر درواغو او غولونه ولاړ دي. جالبه يې لا دا چي ټول خلک پوهيږي چي د اشغالګرو او د هغو د پلویانو ډنډورې د یهودو، نصاراوو، سيکولرانو او نورو مجهول الحالو عناصرو د رسنيو د مزدورانو له حنجرو راوزي او پرواقعیتونو هيڅ نه دي ولاړ، بلکي د سوداګريزو اعلانونو حيثيت لري. له دې امله دی چي دوی پخپله اذعان کوي او زياتره وايي چي: ” دا يو سوداګریز اعلان وو“؟!

په دې ډګر کي طالبان د خپلي برحقي داعیې او د خپلو ملي او وطني مبارزو او موخو او د خپلو کړنو او لاسته راوړنو د تبليغولو په اړه زیات او پراخ وسایل نه لري، خو بیا هم څنګه چي پر حق دي او د لوی څښتن عز اسمه او عامو خلکو ملاتړ ورسره دی او په څرګندونو کي يې رشتینولي، ساده ګي، وطنيتوب او حقیقت نغښتی دی، ځکه نو ډېر ستر اغېز لري، له دې امله ډېر لوستونکي لري او ډېر ښه او د واقعيتونو پلوي ليکوالان، پوهان، متخصصان، سیاست پوهان، فرهنګیان، اديبان، شاعران او ژورناليستان يې ورجذب کړي او په ښو ښو ژورناليستيکو او ادبي لیکنو، څېړنو، تبصرو نظریو ، تحليلونو او تبلیغی ــ ادبي ژانرونو ورلېږلو يې نازوي. له دې پلوه هم طالبان تر اشغالګرانو او د هغو تر ګوډاکیانو وړاندي دي.

په سياسي ډګرکي او د رشتیانۍ سولي په اړه هم طالبان ابتکار په خپل لاس کي لري. طالبان په قطر هيواد کي د ” سیاسي دفتر“ په نامه يو او مشخص باصلاحیته آدرس لري، چي د طالبانو له اسلامي تحريک څخه نماينده ګي کوي. دغه دفتر او د طالبانو مشرانو په پلاوو پلاوو مقابل لوري او نورو ذيدخلو اړخونو ته بلني ورکړي چي د دغه دفتر سره په اړېکه کي سي. د دغه دفتر مسؤولينو د بېلو بېلو هيوادونو او افغاني او غير افغاني ډلو او اشخاصو سره اړيکي ټينګي کړي او د خپلو رواغوښتنو او د اسلامي شريعت او د نړۍ والو قوانينو له مخي مشروعو اهدافو په هکله يې راڼه او پرواقعيتونو ولاړ معلومات ورکړي دي چي له امله يې اوس نور خو لا څه کوې خپله اشغالګران او د کابل د ادارې منسوبین د طالبانو اسلامي تحريک يو تروريستي سازمان نه بولي او نه يې سي بللای. بلکي د ډېرو هيوادونو استازي، مطرح سياسي شخصيتونه او د سياسي او ټولنيزو نړۍ والو سازمانونو استازي پرله پسې ورسره ليده کاته کوي او خپلو هيوادونو ته د طالبانو د استازو د ورتلو او ان د طالبانو د سياسي دفترونو د پرانيستو بلني ورکوي.

ښه تر دې ټولو خبرو چي راتېر سو اوس چي کندز طالبانو نيولی دی، نو د کابل اداره به څه کوي؟

وايي يو چا غوا او غويی په يوې سره تړلي وه، نو څنګه چي غوا د غوايي غوندي زور نه سوای وهلای، نو سړي لښتي پر راګرځولي وې. يو بل چا ورته وویل: خدای دي خوار کړه غوا کله د غوايي زور لري؟ سړي ورته وویل: خو هغه د غوا زور لا نه وهي. اوس به هم د کابل اداره هغه د غوا زور ووهي، بهرني ځواکونه به ورسره ملګري سي او د کندز پر بې وزلو خلکو به مځکني او هوايي بریدونه او بمبارونه وکړي، ويني به يې وبهوي او د غم پر ټغر به يې کښېنوي. خو ګټه به يې څه وي؟
ګټه او پایله به يې يو ځل بیا او تر پخوا لا ډېره د کابل له ناکامي ادارې څخه د کندز د خلکو او نورو خلکو کرکه او شدید نفرت او د طالبانو خوا لا ټينګه نيول وي.

زه خو عبدالله او د هغه انډيوالانو ته هيڅ نه وایم. هغو ته خو له ځانونو پرته د بل غم نیم اختر دی. عبدالله پرېږده چي د بل په وير او په خپل اختر کي ځان په دې سپینه ږيزه د هلکانو غوندي سبا او ماښام سینګاروي.

زما خبره د کابل د ادارې هغو کسانو ته متوجه ده چي د هيواد په اوسني حالت او راتلونکې کي يې شخصیت، ځان، مال، اولاد او راتلونکي ته بې له خذلان، رسوايی او شرمنده ګۍ بل څه نه دي متصور او متوجه. نو دغو کسانو ته زه د هغو د یوه وړوکي افغان او مسلمان ورور او د دوی د يوه خواخوږي په صفت وایم چي هوښ کوئ چي د کندز پر بې چاره او ځپلو، ځيځېرلو خلکو پوځي ځواک ونه کاروئ. بلکي د زغم او حوصلې څخه کار واخلئ. له همدغه ځایه د رشتيانۍ سولي، (نه داسي سولي چي د مخالفانو د تسليمېدو غوښتنه وي) پر لور رشتيني ګامونه واخلئ، د نېکو او صالحو دریمګړو شخصيتونو له لاري د سولي او مذاکرو لړۍ را پیل کړئ او پرېږدئ چي طالبان وروڼه د پنجابي تورلېنګيو له اړتيا څخه راووزي او په خپل ټاټوبي کي د اوسېدو او پښې ايښوولو ځای او خدای ورکړی حق ولري. که تاسي دا کار وکړئ وبه وينئ چي میوه اوثمره يې څونه خوږه او په راتلونکې کي مثمره او ګټوره ده.

شاعر څه ښه ويلي دي:

نهال دشمنی برکن که رنج بیشمار آرد
درخت دوستی بنشان که دوستی ببار آرد

او که داسي نه کوئ دادی ګورئ به چي د دې او هغي دنيا دواړو ناکامي مو په برخه وي وما علینا الا البلاغ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبیر احمدي

ډیره تحلیلی لیکنه ، پر ترخو واقعیتونو متکی شننه ، د اخلاقی ، رواداري او اصلاحی تومنې څخه ډکه څیړنه! الله دی دنیوي او اخروي بری درعطا کړی همت صاحب.

عبدالخالق همت

همت صاحب الله موفر قلم بركت كه

عبدالمالک همت

ښاغلو زبیر احمدي صاحب او عبدالخالق همت صاحب السلام علیکم ، روغ او خوښ اوسئ . ستاسو له ښو څرګندونو څخه مننه کوم ، دعا به کوو چي الله تعالی دي زموږ خلک د غلیم په وړاندي په دې سپېڅلي ملي پاڅون کي په خير او عافيت د بري تر وروستي سرمنزله ورسوي آمين.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x