
امرالله صالح په طالبانو هم د ځان ګومان کوي
لیکوال: حسان شلګری
د کندز غیرمترقبه فتحې په دې سربیره چې ارګ یي لړزولی او د لړزاند رژیم لینګي یي کاواکه کړي، له رژیم څخه بهر پاته یو پخوانی چارواکی چې اوس معتاد فیسبوکي دی هم یې له ګېره ایستلی او په اپلتو سر شوی دی.
امر الله صالح چې د سي آی اې د لانګلي د اکاډمۍ شاګرد، د ګري شرون ترجمان او بیا د سي آی اې په زور د ملي امنیت مشر پاته شوی خو اوس په هڅه کې دی چې د احمدشاه مسعود غوندې ځان په فوټوګرافۍ قهرمان کړي، د کندز د پیښې په اړه یې داسې درواغ سوړولي چې ښایي د کندز تښتیدلي چارواکي او د رژیم تر ټولو درواغجن مبلغین یي هم ونه مني.
امرالله صالح طالبانو ته د خپل داړه مار ټلوالګر شخصیت له عینکو کتلي او فکر یې کړی چې طالبانو به هم کندز داسې لاندې کړی وي لکه د شورای نظار لنډ غرو چې دوه ځله کابل چور کړی و.
امرالله صالح د کندز د پيښې په اړه خپله دروغ پراني په لاندې الفاظو نندارې ته کړې ده .
چپاول دارایی عامه ، چور طلا فروشی ها ، چور صرافی ها ، اعدام های صحرایی و خیابانی ، کوچ اجباری ، ایجاد نفاق قومی و زبانی ، تجاوز و زنای با جبر با زنان کوچه های «فتح شده » ، زیر پا کردن بیرق ملی افغانستان ، زیر موتر کردن مردان جوان در سر چهارراه ، شکنجه مادران بخاطر فرار پسران دولتی شان از محله ، به آتش زدن آبادی های دولتی و عامه و تحمیل هر کار ناجایز از نام دین و اسلام ….. این ها نمونه هایی از پیام طالبان نو به کندز است.
امرالله جان چې د داړه مارۍ ، جنایت او لوټمارۍ کوم انواع ذکر کړي له ورایه ترې معلومیږي چې نوموړی د جنایت په چارو کې پخه تجربه لري، هغه موارد چې نوموړي ذکر کړي ټول اولس ته معلومه ده ، چې یو یې په هم کندز کې نه دی پیښ شوي.
فیسبوک ، ټويټر، یوټیوب او ټولې رسنۍ چې د کندز د فتحې په عکسونو او فلمي کلیپونو ډکې دې د هیوادوالو په وړاندې دي، تراوسه په کندز کې د غلا ، لوټمارۍ، قتل،جنایت، بانک وهلو، طلا چورکولو او شکنجې یاقومي او زباني جنګ جدل هیڅ سند نه دی لیدل شوی او نه کومې رسنۍ خپور کړی دی.
که دغسې ادنی پیښه هم هلته شوې وای، اوس به طلوع ، اریانا، یک ټلیویزون، بي بي سي ، ازادۍ او نورو رسنیو د کندز د هوایي ډګر د محاصره عسکرو د ژړا او فریاد په ځای د طالبانو د جنایت همدغه اسناد ، عسکونه او فلمونه په خپلو څپو نشرول .
مګر لله الحمد طالبانو کندز په داسې منظم ، مشروع او د سپینو عملیاتو په پایله کې نیولی چې د افغانستان تاریخ یي بیلګه نلري،په کندز کې له جګړې وروسته نه څوک وژل شوي، نه دچا سراو مال ته زیان رسیدلی نه د چا عزت لوټ شوی او نه کومه بله ګډوډي پیښه شوې ده، دا خبره زما نه ده بلکې د ټولو رسنیو د خبریالانو د سترګو لیدلی حال دی چې لاهم په کندز کې شتون لري.
اما که راشو د امرالله صالح د ټلوالې کردار ته ، نو د شورای نظار د چرسي لنډغرو پلنګیانو تاریخ خو د هر افغان په جیب کې دی ، چې دکابل، مزار، کندز او ځینو نورو سیمو په لاندې کولو سره یي هلته څه ډول جنایات ترسره کړل.
که د امرالله صالح د لنډغرو د لوټمارۍ له کرداره څوک ځان خبروي نو وردې شي د کابل له شهزاده سرای څخه دې پوښتنه وکړي، چې کابل ته د شورای نظار دلنډغرو دهرځل داخلیدو او تیښتې په مهال په منظم ډول چور شوی او د عام اولس ټولې پیسې ترې دپنجشیر غارګوړو ته تښتول شوي دي.
د لنډغرو پلنګیانو د لوټمارۍ کیسې له کابلیانو د کابل له طلا فروشانو، دوکاندارانو ، د موسساتو له کارکوونکو او عامو خلکو وکړئ، چې څو څو ځله یي مالونه ، عزتونه، ناموسونه او حتی کورني اموال د امرالله صالح د بې جلبه پکولي لنډغرو په لاس چور او تالان شوي دي.
زه حیران دې ته یم چې امرالله صالح هم اوس د عزت او ناموس نوم په خوله اخلي، امرالله جانه ! آیاستاسو له لاسه کابلیو پیغلو له پنځم منزل څخه ځانونه ونه غورځول؟
آیا د ټلوالې د بزرګ عبدالحی الهي لنډغرو په مکروریانو کې د صالح محمد زیري په نامه د یوه پخواني چارواکي پنځوس کلنه میرمن او ۷ کلنه لور له جرم او جنایت وروسته ذبحه نه کړل؟
آیا ستا د قهرمان مسعود فاتحو لښکرو په افشارو کې تر پنځه سوه زیاتې بې دفاع هزاره تورسرې له زبرزنا وروسته ونه وژلې؟
آیا د کابل په لومړي سقوط کې مو د کابل بانکونه، د نوي ښار طلافروشۍ او حتی د درنو کابلیانو د کورنو شخصي کورني مالونه د غنیمت په نامه لوټ تالان او د پنجشیر تر ګارو ونه رسول ؟
زما خو ستاسو له جبر څخه د راتښتیدلی هغه سپین ږیري کابلي خبرې اوس هم په یاد دي چې ویل یې: ګلم جمو مې کور چور کړ او ټول قیمتي اجناس یې یووړل، خو چې د مسعود کسانو مو سیمه ونیوله بل څه په لاس ورنغلل نو د انګورو تاکانو ته ایښودل شوي لرګي او باڼسونه یي له ځان سره په اوږه او د غنیمت په نامه یووړل .
د طالبانو په لاس له کابله د شړل کیدو صحنې خو مو نو ټولو ته یادې دي چې د آمر مسعود دمنظم لوټمار پلان له مخې مو حتی د کابل د جوماتونو فرشونه هم له ځان سره پنجشیر ته یووړل .
امرالله جانه ! طالب وپیژنه ، طالب د دنیا ، پیسو، مال او دولت مجاهد نه دی، بلکې د اعلاء کلمة الله مجاهد دی ، په قسم سره درته وایم چې ډیری طالبان حتی د غنیمت مشروع مال د ځان بولي او نه یي اخلي په داسې حال کې چې غنیمت د رسول الله علیه السلام په قول تر ټولو پاکه ګټه ده، داسې طالبان مې ډیر لیدلي چې د غنیمت مال یي بیرته د جهاد لارې او بیت المال ته بښلی او هیڅ شخصي استفاده یي ترې نه وې کړې.
د طالب او ټوپکي لنډغر تر منځ بعدالمشرقین دی، ځکه چې د طالب د الله د رضا لپاره جنګیږي او ځان الهي احکامو او جهادي لوائحو ته پابند بولي، اما د امرالله صالح غوندې ټوپکي لنډغر د پیسو او لوټمارۍ لپاره جنګیږي هیڅ قانون ته پړ او ژمن نه دی بلکې د سراېله وحشي یا لیوني حیوان مثال لري چې هرڅوک یي ووژل، وداړل او وخوړل باک پرې نه کوي.
همدا علت دی چې د طالبانو په لاس د کندز فتحه د شورای نظار په لاس د کابل له چور کولو سره د ځمکې او اسمان فرق لري، ټول کندزیان شاهد دي چې طالبانو د هیچا سر، مال یا عزت ته زیان نه دی رسولی بلکې اولس یې د لوټمار، غلو، فسادګرو او غاصبینو له منګولو ازاد کړی دی .
امرالله صالح دې لطفا طالبان په ځان نه قیاسوي .
الله جل جلاله هر آنکه را که واقعاً جهت اعلای کلمت الله میرزمد در پناه خویش حفظ نموده و کامیابی وسعادت دارین را نصیبش گرداند. آمین ثم آمین.
جناب اقای امرالله صالح دورغهای شما پشت سرهم خبرازاین میدهدکه فرارکردن حتمی شده قبل ازشما دوستم رفت به سمت شمال همه مجاهدین راازآن جاگم کردبه گفته خودش اماتاپایتخت نه رسیده بودکه مناطق بیشتردرشمال به تصرف مجاهدین درامدوامروزبعدازسقوط کندوزبه دست مجاهدین شماازجای که برویم ازنزدیک ببینیم درداخل خانه دورغهاراشروع کردیدمن به همه دوستانیکه در کندوزهستندتماس گرفتم هیچکس یکی ازمواردکه شماذکرکردیدحتی نه شنیده ونه دیده فکرکنم خیلی شرم اوراست اینچنین دورغهای بزرگ تاریخی جناب مردم هم شما راشناختم باقولهای دوروغین درطول چهارده سال که کشوررابه کجاراوردیدوبدبختیهای مردم وحرفهایکه به طالبان یامجاهدین نسبت دادی شغل شمااست که ازهمین کارهاهرکس برای خارجیها بیشترفعالیت میکردوزیریاریس… نور لوستل »
ناصالح او د ناصالح د شورای نظار او شمال ائتلاف نور لنډغر لکه بسم الله خان، امان ګذر، عطاګی همدا شان دوستم مستم، محقق، خلیلی د پخوانی جهاد آزار وهلی اوسنی د ناټو او آیساف مفتیان لکه سیاف، کشاف او داسی نور دی په یاد لری چی دا طالبان دی چی تاسی ددیموکراسی تر چتر لاندی هر کار خلاف ددیموکراسی کوی او امریکایان او ددوی اصلی وفادار دیمکراتان لکه حنیف اتمر، سپنتا او داسی نور څه نه درته وایی په سبب ددی چی تاسی د امریکایانو او ددوی د وفادارو دیمکراتانو لپاره حیا دوی د طالبانو په مقابل کی د… نور لوستل »
صالح خو لوطی ده او فه دی خبرو هغوی نه شر میږی هغوی ګډا ګانی کوی رقصو ته کشینی لوا تط کوی هغوی ته هیڅ فیغور ارزشت نلری
ماشالله !! الله دی پت او عزت خوندی که ، ډیر چی مسلمانان ضرورت ورته لری هغه د کفری میډیا سره په کلکه مبارزه،موږ افغانان امید لرو چی سپڅلی مسلمان لیکوالان په جهادی او د ازادی په مبارزه پوره ونډه واخلی
د کندز فتح د غرب تالي څټو او د شمال لنډغرو ته لویه ضربه ده ، دوي اصلاّ دا ګمان نه کولو چې مجاهدین دې پدې ډول د عوام الناس له ګرم هر کلي سره مخامخ شي ، جهاد او قتال په عقیده کیږي د ډالرو اجیران جګړه نه شي کوولئ دوی ته اوس یواځې خبرې ور پاتې دي ، پدې ښه پوهیږي چې ملت ورڅخه پوزې ته راغلی دی دوي چې د څه لپاره جنګېدل په تېر جهاد کې یې هماغه تر سره کړل چور تالان او بلډنګونه جوړول خدای پاک هماغه ور کړل اوس ددې وار را رسېدلی… نور لوستل »
هغه څوک چی دزوندانه معیاریی فحاشی بی دینی اولچګی وی دحال په نسبت یی ماضی دلنډغروترخیټی لاندی تیره کړی وی حیااوشرم یی دخپلونفسانی خواهشاتوقربانی کړی وی افغانی غیرت یی لاله پخوانه دغربی لنډه غری په بدل کی پلورلی وی هیڅ کله ورته دخیرطمعه نشی کیدلای داسی بی ضمیره اوبی وجدانه څخه دخیرطمعه کول به هسی یوه تیروتنه وی
باور وکړی ټول مسلمان افغان ؤلس د شیطان صفت انګریز لخوا سخت غولیدلی دی.
د سیند اوبه د سپي په خوله نه مرداریږی دا دشرو فساد ډله ټولو ریښتینو افغانانوته معلوم ده چی شرمیدلی او بی حیا خلک دی او تل یی د افغانستان نوم په نړی کی شرمولی دی الله پاک دی دوی تباه کړيږ