افغانستان

مجاهد: له کلابندو حکومتي ځواکونو سره د تسلیمۍ خبرې روانې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند نن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د کندز په بالاحصار کې یو لږ شمېر حکومتي ځواکونه تر کلابندۍ لاندې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې له دغو محاصره شوو سرتېرو او د دوی د ځواکونو ترمنځ د تسلیمۍ خبرې اترې روانې دي.

مجاهد هیله څرګنده کړې ده چې ښايي دغه عسکر په «څو ساعتونو کې» تسلیم شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون له خصوصي طلوع ټلویزیون سره د کندز له بالاحصار څخه یوه محاصره عسکر د خبرو پر مهال وژړل او د خپل وضعیت په اړه یې د دفاع وزارت په ناپامۍ تورن کړ.

دغه سرتېری چې د خبرو پر مهال د طالبانو په محاصره کې وو، وویل، چې وسلې يې په ختمېدو دي او شاید ټول ملګري يې د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري پر یادې رسنۍ د دغه سرتېري د ژړا پر خپرولو توندې نیوکې وکړې.\

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
dawood

كه په رشتیا حکمت عواموته دا پلمه کوی چی مونژ دیری هلی زلی کوه دافغانستان په جورولو کی زه به یی یو مثال درته اووایم. … که چیری په رشتیا حکمت غوشتلی چی دقندز په ولایت کی امن راشی نو ولی یی قند ز طالبانو ته پریشود ولی یی مقاومت ونه شوکرای چی یو ولایت ده نه ولسوالی اوبله وازح خبر داده چی طالبان له کومه قندوز ته دننه شول په کوم دول دلارونه تیرشول ولی دحکمت تانگونه امبی اورینجری ورته پریشودلی دا دحکمت یوه دیر ه لویه ناکامی ده او اعتبار یی له منزه زی او دشرم زای ده… نور لوستل »

سالم جهادخوش

که عسکر وغواری سی شه راتلونکی ولری بایدپخپله خوشه وسلی طالبانوته تسلیم کری اوبیغمه پخپلوکورونوکی کشینی هرزای اوپه هرولایت کی سی اوسیزی اوس خونوبایدپوه سی سی دولت یی په کیسه کی نده هسی لدوی دقربانی جرگان جورکریدی

الحاج استاذ بیانزی

حکومت ، حکومت …. او لا کله د ملی یووالی حکومت …. یعنی څه ؟؟؟؟
هر هغه غلامه اداره چه د اشغالګرو له خوا له اروپا او امریکا له ځآنه سره راوستل شوی ، اوس هم د امریکا شهریت لری هغه ته حکومت نه ویلی کیږی هغه د اشغالګرو د ګټو د تر لاسه کولو د کابل غلامه ، فاسده او بی کفایته اداره ده

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x