افغانستان

د حکومت له ماتې وروسته، امریکايي الوتکو پر کندز بمبار پیل کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۴ل): امريکايي جنګي الوتکو کندز ښار او شاوخوا سيمو کې د طالبانو پر مرکزونو او مېشت‌سيمو درنې بمبارۍ پيل کړي دي.

امريکايي الوتکو وروسته له هغې پر طالبانو بمبارۍ پيل کړې، چې تېره ورځ ناوخته طالبانو د کندز مرکز او شاوخوا سيمې په بشپړه توګه ونيولې.

د امريکا دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبره پاڼه کې راغلي، چې امريکايي الوتکو دا بريدونه د افغان حکومت په غوښتنه پيل کړي او دوی سره دا وېره هم وه، چې طالبان به د خپلو پرمختګونو په ترڅ کې پر امريکايي قرارګاوو هم بريدونه وکړي او د دوی عسکرو او نظامي تاسيساتو ته به زيانونه واړوي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ادعا کړې، چې امنيتي ځواکونو د کندز ښار ځينې سيمې نيولي، مګر ازادو سرچينو د نوموړي خبرې نه دي تاييد کړي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د طالبانو له لوري د کندز مرکز له نيولو وروسته د دفاع وزارت تازه دمي عسکر د کندز د بيانيولو په موخه له پلازمېنې کابله روان شوي وو، چې نن سهار بغلان کې د طالبانو له لوري پرې د سپکو او درنو وسلو بريدونه وشول.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې بغلان کې د ملي اردو هغه ځواکونه په شا تمبولي، چې کندز ته د امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه روان وو.

ځايي خلک وايي، چې طالبان له ولسي خلکو سره يو ځای کښته پورته کيږي او ولسي خلک هم د طالب سرتېرو ليدو لپاره واټونو ته راوتي او ګڼ شمېر طالبان په داسې ځايونو کې دي، چې هلته ولسي خلک ژوند کوي.

د څارونکو په وينا د امريکايي الوتکو په بريدونو کې به ولسي وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله واړوي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د امريکايي الوتکو په بريدونو کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ طالبانو د کندز ښار په مکمله توګه ونيوه او د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور ټولو خلکو او بشري مرستندويه ټولنو ته د امنيت ډاډ ورکړ او پرون راهيسې داسې خبر نه دی تر لاسه شوی، چې څوک د دې د مخالف او شکمن دښمن په نوم وژل شوي وي.

د طالبانو مشر اختر محمد منصور د کندز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې کومو کسانو پخوا په امنيتي چارو کې دندې تر سره کړي، ټولو ته بښنه ده او هېچا سره انتقامي چلند نه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر مختار

ناټو ته د اصلي رقیب په سترګه ضرور ګورم ، ځکه دوي هم په عقیده جنګ کوي او مفکوره یې د اسلام په ضد ده ، مذبذبه نه دي دوي د طاغوت لښکريان او د دجال راتلو ته لار هواروي ، دوی سره د جهاد بېل خوند وي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x