روغتیا

که د زړه له حملې ویره لرئ نو لاندې عادتونه خپل کړئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۴ل): د زړه حمله په نړۍ کې یو له تر ټولو مهلکو ناروغیو څخه ګڼل کیږي کوم چې انسان ته روغتون ته د رسیدو فرصت هم نه ورکوي.

له نیکه مرغه ځینې داسې عادتونه هم شته چې له خپلولو سره يي انسان د زړه د مختلفو ناروغیو او د زړه د حملې څخه مخنیوی کولی شي.

دلته مو له یو شمیر هغو عادتونو سره کوم چې د زړه د حملې خطر له منځه وړي اشنا کوو:

۱- هر هغه څه چې اسلام حرام ګرځولی بې شمیره روغتیايي زیانونه لري نو په همدې اساس که څوک غواړي د زړه له حملې ځان وژغوري نو له الکول لروونکي مشروبات څخه باید ځان وژغوري.

۲- سګریټ څښلو څخه ځان وساتئ او که چیرې د سګرټ څښلو عادي یاست د پریښودلو هڅه يي وکړئ.

۳- د ځان لپاره هغه خواړه چې روغتیايي ګټې او ارزښت ولري انتخاب کړئ.

۴- په ورځنۍ ډول فزیکي فعالیت یا ورزش خپل عادت وګرځوئ.

۵- خپل وزن د زیاتیدو مخه ونیسئ او د مناسبه اندازه وزن ساتلو هڅه وکړئ.

۶- کوښښ وکړئ خوشحاله ژوند ولرئ او په وړو خبر ځان مه خفه کوئ.

۷- د شکر له ناروغیو څخه د ځان ساتلو هڅه وکړئ او هغه کسان چې په دغه ناروغۍ اخته وي باید د زیاتیدو مخه يي ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جانان

السلام علیکم زه جانان له نن تکی اسیا سه مننه کوم چی له تازه تازه حالاتو نه موخبروی

خادم جانان

یونادره عجبیه واقعه دقـــبــر عـذاب، دقـبـر یــو راز، دیــو مـړی حـال : په عُــمــان کی دیو 18 آته لس کلن ښائیسته ځوان قيصه ده !چی دیوی معمولی ناروغۍ له امله په شفاخانه)هسپتال(کی مړشوی ؤدهلک پلار دشفا خانی په ډاکترانو دعوه وکړه چی دهغه دزوی په تداوی کی یی غفلت کړی دی.کله یی چی زوی خښ)دفـــن( کړ دهسپتال یا شفاخانی چارواکو فیصله وکړه چی د دی هلک قبردی دوباره خلاص کړای شی ،او دهغه مړی دی پوست مارتم کړای شی ترڅو معلومه شی چی دهلک مړینه دډاکترانو دغفلت په وجه یا د دوا په وجه، اویا دکوم بل علت په وجه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x