ټکنالوژي

اپل د سمارټ فون خرڅولو نوی ریکاډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۴ل): اپل کمپنۍ په دې وروستیو کې خپل د سمارټ فون دوه نوي بڼې کاروونکو ته وړاندې کړې. د اپل نوي سمارټ فونونه ایفون ۶ ایس (iPhone 6S) او ایفون ۶ ایس پلس (iPhone 6S Plus) نومول شوي.

له دې وړاندې هم اپل کمپنۍ د زیات شمیر سمارټ فون خرڅولو له امله نړیوال شهرت درلود خو دا ځل دغه کمپنۍ وتوانید خپل د کمپنۍ پخوانی ریکاډ مات او نوی ریکاډ ثبت کړي.

اپل کمپنۍ خپل دغه دوه نوي سمارټ فونونه د روان زیږیدیز کال د سپټمبر د میاشتې په ۲۵مه یو شمیر بازارونو ته وړاندې کړ. د یو شمیر راپورونو پر بنسټ اپل کمپنۍ توانیدلی یوازې درې ورځو په موده کې ۱۳ میلیونه ایفون ۶ ایس او ایفون ۶ ایس پلس وپلوري.

له دې وړاندې اپل کمپنۍ یوازې د دوو ورځو په موده کې ۱۰ میلیونه ایفون ۶ (iPhone 6) او ایفون ۶ پلس (iPhone 6 Plus) پلورلو سره په لږه موده کې د زیات شمیر سمارټ فون خرڅولو ریکاډ په خپل نوم ثبت کړی و.

ټېم کوک د اپل کمپنۍ مشر په دې اړه وویل:« د ایفون ۶ ایس او ایفون ۶ ایس پلس خرڅلاو زمونږ له ګومان څخه هم غوره وه. دغه دوه سمارټ فونونه وتوانیدل د پیل په ورځو کې زمونږ پخواني ریکاډونه مات کړي. د خلکو عکس العمل د دغو سمارټ فونونو په مقابل کې حیرانوونکی دی. نوي ځانګړتیاوې لکه (3D Touch) او (Live Photo) په دغو سمارټ فونونو کې اضافه شوې کوم چې د کاروونکو ځانګړې توجه په جلبولو بریالي شوي هم دي. د اکتوبر په ۹مه به دغه سمارټ فونونه نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي او د پیریدوونکو په څیر مونږ هم د دغې ورځې په انتظار یو.»

د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا که چیرې دغه دوه سمارټ فونونه له پیل څخه په ټولو هیوادونو کې کاروونکو ته وړاندې کیدل نو له دې څخه هم په زیات شمیر خرڅیدل.

اپل کمپنۍ د همدې کال د اکتوبر په ۹مه خپل دوه نوي وړاندې شوي سمارټ فونونه د اروپا زیات شمیر هیوادونو کې به کاروونکو ته وړاندې کړي او د اکتوبر په ۱۰مه به دغه سمارټ فونونه د منځني ختیځ بازارونو ته هم وړاندې شي.

اپل کمپنۍ اعلان کړی چې دغه سمارټ فونونه به د اکتوبر میاشتې په ۱۶مه د ترکيي، مالیزیا او هند بازارونو ته وړاندې کیږي او د روان زیږیدیز کال تر پایه به دغه سمارټ فونونه د نړۍ ۱۳۰ هیوادونو کې کاروونکو ته وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x