افغانستان

بغلان: طالبانو کندز ته د تلونکو کومکي ځواکونو مخه نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۴ل): کندز پرون د یوې سترې جګړې وروسته طالبانو ونیولو. دغه ولایت ښار لا هم د طالبانو لاس کې دی. مرستندویه او تازه دمي حکومتي ځواکونه له کابل څخه د کندز د بېرته نیولو لپاره دغه ولایت ته لېږل شوي خو په بغلان کې یې طالبانو مخه نیولې.

د راپورونو له مخې طالبانو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هغو مرستندویه امنیتي ځواکو مخه نیولې چې د کندز بېرته نیولو ته روان وو.

د بغلان امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع ازادۍ رادیو ته ویلي چې دغه ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه لا هم روانه ده.

شجاع زیاته کړې چې دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره د کومکي ځواکونو لپاره د کندز لاره خلاصه کړي.

طالبانو هم د برید پخلی کړی او ویلي چې هغه ځواکونو باندې چې له کابله د کندز پر لور روان و، د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند د جنګل باغ په سیمه کې بریدونه کړي دي.

همدا راز د یوه بل خبر په اساس د بغلان ولایت د دوشي – پلخمري په لویه لاره هم د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

د دوشي ولسوال شمس الدین سرحدي ویلي چې دغه لاره د دولتي عسکرو پر وړاندې بنده ده خو د ملکي وګړو پر وړاندې بیا خلاصه ده.

ولسمشر اشرف غني هم نن کندز ته د کومکي امنیتي ځواکونو لېږل تایید کړل. هغه وویل چې «د ملي اردو یو بشپړ کنډک کندز ته پر لار دی».

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ طالبانو د کندز ښار په مکمله توګه ونيوه او د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور ټولو خلکو او بشري مرستندويه ټولنو ته د امنيت ډاډ ورکړ او پرون راهيسې داسې خبر نه دی تر لاسه شوی، چې څوک د دې د مخالف او شکمن دښمن په نوم وژل شوي وي.

د طالبانو مشر اختر محمد منصور د کندز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې کومو کسانو پخوا په امنيتي چارو کې دندې تر سره کړي، ټولو ته بښنه ده او هېچا سره انتقامي چلند نه کيږي.

که څه هم دولتي چارواکي د کندز د ځينو سیمو نیولو خبر ورکوي خو طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي او وايي چې کندز کې هر څه نورمال روان دي.

د کندز امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور محسني وايي چې جګړه لا هم روانه ده او تر دې دمه ۸۳ طالبان وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قلم الدین

له بلی خوا کرزی وایی با ید طالبان خفل جنګونه تیز کړی چی ټول مامورین اروفا ته تښتی او دکندز والی عمر سافی هم اروپا ته وتښتید

عمر مختار

دا حکومت خو هم ښه بوس بادوي ، د وکندز معاون والي بېګاه په ټلویزیون کې وېلې چط ټول ټال به ۲۰۰ کسه طالبانو پدې جنګ کې اشتراک کړی وي او ورپسې یې اجیر امنیه قوماندان ووېل چې له ۸۳ څخه ډېر طالبان مو ووژل ( ظالمانو – دومره ښکرور دروغ خو ناټو هم نه وايي چې ټول دوه سوه مجاهدین وول او ۸۳ ترې تاسو شهیدان کړل یو ۲۰۰ خو به مو ټپیان کړي هم وي ، بیا نو د کندز په ښار کې ستاسو مخنیوي ته څوک ولاړي دي) یاره نو ! چې په دروغو لکۍ کېدلې ستاسو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x